روغتیا

مرخیړی یا سمارق (Mushroom)

یاسر صحرایي

مرخیړی یو غوښین نبات دی چې د فنکس یا فنجیانو کورنۍ پورې اړه لري او په طبیعي ډول د پسرلي په موسم کې راټوکیږي. د مرخیړیو د کمښت او د موسمي پیدایښت له وجهې نن سبا اکثره یې په فارمونو کې روزل کیږي او بیا بازارونو ته د استفادې لپاره وړاندې کیږي.
افغانستان کې هم د مرخړیو په کرلو کې ګڼ شمېر خلک فعالیت کوي او د کرلو لپاره یې لوی او واړه فارمونه جوړ کړي او هره ورځ بازار ته په لویه او وړه پیمانه مرخیړی وړاندې کوي. دوی د مرخړیو د کرلو له پاره له تورو تیارو خونو یا زیرزمینی څخه استفاده کوي، چې د لمر وړانګی په مستقیم ډول نه ورته رسیږي، د مرخیړیو د کرلو لپاره خاورې ته ضرورت نشته، د مرخیړیو تخم د غنمو له بوسو او یا دارې له بور سره ګډي او بیا یو
پلاستیک کې اچول کیږي په پلاستیک کې واړه واړه سوري کیږي او د زیرزمینی یا بندې کوټی په چت کې راځړول کیږي او تقریباً په ۲۰ ورځو کې رسیږي او بیا بازرا ته د خرڅلاو په بار وړاندې کیږي.
د مرخیړیو له هغو نه چې په ډبیو کې خارج نه راځي څو چنده ډیر غذائیت لري او بل د دې استعمال له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ هم دي.
د غذائیت له پلوه مرخیړی مختلف ویتامینونه او منرالونه لري او د انسان بدن ته دیرې ګټې لري چې ځینی یې په لاندې ډول دي:
د سرطان مخنیوي کوي، څیړونکي وایي چې د ورځې دوه واره مرخیړی خوړل تر ۴۵٪ پوری د سرطان مخنیوی کوي.
دویم دا چې مرخیړی کم سودیم لري چې د وینې د لوړ فشار د کم والي سبب کیږي.
دریم د وینی کلسترول کموي، ذهنی توازن قوی کوي او د ذهني طاقت د کمیو مخه نیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *