سرمقالې

مشوره د نظام د بقا لپاره یو مهم اصل دی!

سرمقاله

څرنګه چې په دې ورځو کې دا خبره زښته ډېره اورېدل کیږي چې امارت د چا مشورې ته غوږ نه نیسي اونیو کې نه اوري، نو موږ هم چې شپه ورځ په هېواد کې د خپواکۍ او اسلامي نظام د پایښت او ټینګښت لپاره فکر و سوچ کوو او رسنۍ هم دا مسؤلیت لري چې د رعیت اواز تر مشرانو مسؤلینو ورسوي، بناء پردې غواړو مشرانو ته د علماؤ، استادانو، امامانو او نورو مخورو هغه سالمې نیوکې، وړاندیزونه او مشورې ورسوو چې منابرو، مدارسو، مجالسو او ان نړیوالو رسنیو کې خپریږي او ډېری عام وګړي خپلې تبصرې پکې کوي. د مثال په ډول خلک وایي باید یوه ښه صلاحیت لرونکې شورا جوړه او سپارښتنې یې هم په غور واورېدل شي، خو یاده شورا کې دې هم ښه تجربه کار، پاخه او پوهېدونکې اشخاص شامل وي. مانا داسې امانتدار شخصیتونه چې هم زړور وي او هم مخلص او پوهېدونکي، نه داسې چې یوازې د مشرانو سترګو او تندي ته ګوري او ګردې مشورې یې فقط د غوړه مالۍ پر اساس ولاړې وي. حقیقت هم دادی چې د مسلمانانو په یو جماعت کې د وحدت ساتلو او له اختلاف او افتراقه یې د ژغورلو پاره د هغوی مشوروته غوږ نیول انتهایي ډېر ضروري دي. ځکه په قرآن کریم سپېڅلي الهی کلام کې هغه چاته هم خپلو ملګرو سره د مشورې کولو حکم شوی چې هره مهمه چاره کې د جبرائیل علیه السلام په واسطه وحی ورته راتله. د هماغه سپېڅلي کلام له لارښوونې معلومیږي چې شخصي استبداد او ملګرو سره شدت د افتراق لامل ګرځي او په نظام کې د وحدت د بقا لپاره د ملګرو له خطاؤ تېرېدنه او ورسره مشوره کول په ټولنه کې یو پر بل باور زیاتوي او د پاشل کېدو مخه یې نیسي. مشران باید ومني چې که پر کشرانو اطاعت لازم دی او د بې اطاعتي پر مهال پوښتل کیږي او ان سزا ورکول کیږي، همدغه شان مشران هم پر مشوره کولو ملزم دي. مطلب که اطاعت کول فریضه ده نو مشوره کول هم یوه بله فریضه او مسؤلیت دی. نو په کار ده چې موږ ټول خپل منځ کې دا واقعیت هم سره ومنو چې موږ یو هم د خیرالقرون د زمانې وګړي نه، بلکې د آخرې زمانې اهل او هر یو له بې شمېره نیمګړتیاو ډک یو. نو ښه به داوي چې ډېر لوړ توقعات ونه لرو، د امت مجموعي اتحطاط په نظر کې ونیسو او د موجوده وضعیت په نسبت اسلامي امارت یوه ستره بریا او لوی عنیمت وګڼو. البته د هېواد او اسلامی نړۍ ټول دینی علماء او ګرد اسلامپال شخصیتونه هم په دې خبره ډېر ښه پوهیږي او له همدې امله یې د ژغوړنې لپاره وخت پر وخت مشورې وړاندې کوي او هڅه کوي چې د سقوط او زوال مخه یې ونیسي. دلته د یادوني وړ یوه بله خبره داده چې کله کله له ځینو مشرانو دا هم اورېدل کیږي چې وایي مشوره کول ضروري دي خو د شورا سپارښتنې پر مشرانو الزامي نه دي. ښایي دلته هم ځینو بیا د خیرالقرون زماني ته پرواز کړی وي، هلته چې پیغمبر علیه السلام ته وحی راتله، نور راشده خلفاء هم له الهام او کرامته خالي نه وو او یو عام صحابي هم امیرالمؤمنین عمر بن خطاب غوندې شخصیت ته مخامخ په زغرده ویلی شوی چې که له سمې لارې واوړې پر همدې توره به دې سموو! لنډه دا چې اوس باید هیڅوک د هماغې پخوانۍ زمانې خیال و نه کړي ځکه اوس که شورا نه وي، مشرانوته د صلاحیت حدود نه وي ټاکل شوي او ونه پوښتل شي، پرته له شکه چې نظام ډېر ژر د یو مطلق استبداد خواته درومي او د سقوط ګړنګ ته لوږي. لکه چې موږ په همدې خپل عصر کې د اسلامی نړۍ د بېلابېلو حکومتونو، ت نظیمونو او تحریکونو همدغسې برخلیک په خپلو سترګو ولید او خپله افغانانو کې خو دا تجربه څو څو واره تکرار شوې ده. په کار ده چې له همداسې تاریخي واقعاتو پندو عبرت واخیستل شي او له هغو کړنو په کلکه ډډه وشي کومې چې یقیناً د اختلاف، زوال او هلاکت لامل ګرځي. راځئ د نظام ژغورنې لپاره یو بل ته غوږ ونیسو، اهلو اشخاصو سره مشوره وکړو او د زوال اسبابو نږدې کېدو په څوک پرې نه ږدو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *