ننګرهار کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت 4 پروژې بشپړې شوې
شریعت: د ننګرهار د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
شریعت: د ننګرهار د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې ۴ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس سید فضل احد پاچا وویل، چې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ او د اسلاميک ریلیف مٶسسې په تخنیکۍ همکارۍ ۲ کانالونه په خوګیاڼیو او ۲ په شېرزادو ولسوالۍ کې بشپړ شوي دي.
سید فضل احد وویل، چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د کږې کانال ۱۲ کیلومتره اوږدوالی، ۵۰۴ متره استنادي دېوال، د اوبو۳۰ بندونه او دوه پلګوټي هم رغول شوي او د دغه ولسوالۍ د پیرخېلو کانال د ۸ کیلومترو په اوږدوالي او د ۷۷۹ متره استنادي دېوال ترڅنګ د اوبو۱۰ بندونه رغول شوي دي.
او په شېرزادو ولسوالۍ کې د پيټلو کانال د ۴.۵ کیلومتره اوږدوالي،۲۹۳ استنادي دېوال او ۳ دروازې او د مرکي خېلو کانال د ۸ کیلومترو په اوږدوالي او ۳۵۴ متره استنادي دېوال په لرلو سره په اساسي ډول رغول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د دواړو پروژو په رغولو ۱۴ میلیونه ۲۶۱ زره افغانۍ او د شېرزادو ولسوالۍ د کانالونو په رغولو ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.