دینې لیکنېلیکنې

هغه دېرش کارونه چې د ښځو لپاره یې کول منع دي

۱ ــ ښځه له خپلو وېښتانو سره د بل چا د وېښتانو له نښلولو ایساره شوې ده.
۲ ــ ښځه له خال وهلو، د غاښونو ترمنځ فاصلې پيدا کولو او د ورېځو له جوړولو (نرۍکولو) منع شوې ده.
۳ ــ د خوشبويي او عطرو د کارولو وروسته له کوره وتلو څخه ښځه ایساره شوې ده.
۴ ــ ښځه د پردیو سړیو په مخکې له ډول و سینګار ښکاره کولو څخه منع شوې ده.
۵ ــ د خاوند بسترې (د ویده کېدو ځای) ته له انکار کولو (نه ورتلو) ښځه ایساره شوې ده.
۶ ــ ښځه د خاوند او د خپل ځان له رازونو خپرولو څخه منع شوې ده.
۷ ــ د مېړه په شتون کې د هغه له اجازې پرته له نفلي روژې نیولو څخه ښځه ایساره شوې ده.
۸ ــ د مېړه له اجازې پرته د هغه له مال څخه له لګښته ښځه منع شوې ده.
۹ ــ له خاوند څخه له سرغړونې نه ښځه ایساره شوې ده.
۱۰ ــ ښځه له دې منع شوې چې له شدیدې اړتیا پرته به له مېړه د طلاق غوښتنه نه کوي.
۱۱ ــ ښځه له ګاونډي سره له بد چلنده منع شوې ده.
۱۲ ــ ښځه له پردي سړي سره له تنها کېدو څخه ایساره شوې ده.
۱۳ ــ ښځه پردیو سړیو ته له کتلو منع شوې ده.
۱۴ ــ ښځه به له پردیو سړیو سره مصافحه نه کوي.
۱۵ ــ ښځه به له سړیو سره مشابهت (ورته والی) نه کوي.
۱۶ ــ ښځه به خپل خاوند ته د بلې (پردۍ) ښځې صفات ټکي په ټکي نه بیانوي.
۱۷ ــ ښځه له دې ایساره شوې چې د بلې ښځې شرمځای ته به نه ګوري او نه به یوځای ورسره څملي.
۱۸ ــ له محرمه پرته له سفر کولو څخه ښځه منع شوې ده.
۱۹ ــ ښځه له اړتیا پرته له خپله کوره وتلو څخه ایساره شوې ده.
۲۰ ــ ښځه د مصیبت او غم پر مهال له ژړا، مخ پر څپېړو وهلو او جامو څیرلو څخه منع شوې ده.
۲۱ ــ ښځه له غیبت، نمامت، تجسس او ظلم کولو څخه منع شوې ده.
۲۲ ــ ښځه به له دریو ورځو زیاته له مسلمانانو څخه نه مروریږي.
۲۳ ــ ښځه به له جنازې سره نه ځي.
۲۴ ــ ښځه به هدیرو ته ډېره نه ځي.
۲۵ ــ ښځه به خپلوي نه ختموي.
۲۶ ــ ښځه به نجومیانو او غیب ویونکو ته نه ورځي.
۲۷ ــ ښځه به خپل اولاد ته ښېرا نه کوي.
۲۸ ــ ښځه به خپل خادمان نه ازاروي.
۲۹ ــ ښځه به ګاونډيان نه ځوروي.
۳۰ ــ ښځه به له خپل خاوند پرته په بل کس له دریو ورځو زیات ویر او ماتم نه کوي، پر خپل خاوند به څلور میاشتې او لس ورځې ویر کوي (ډول او سینګار به نه کوي.)
نو اې مسلمانې خورې! په دې منع شویو کارونو کې له اخته کېدا څخه ځان وساته، ځکه الله جل جلاله دا منع کړي او دا د قیامت په ورځ دوزخ ته د ورتګ لامل جوړیږي. که الله جل جلاله مه کړه، په کوم منع شوې کار کې ډوبه شوې نو توبه باسه او استغفار وایه؛ ځکه الله جل جلاله وايي، «او دا هغه خلک دي، که چېرې څه ګناه ترې وشي (يا څه بل ډول) ظلم په خان باندې وکړي، ژر تر ژره الله جل جلاله یاد کړي او د هغه په نتیجه کې د خپلو ګناهونو بښنه غواړي. او له الله جل جلاله پرته څوک ګناهونه بښي؟ او په خپلو کړیو (ګناهونو) ټينګار نه کوي او کله چې (دوی) پوهیږي۰دا هغه کسان دي چې انعام یې د دوی له رب عزوجل سره باغونه دي چې ترې لاندې ویالې بهیږي، په هغو کې به تل وي. څومره غوره بدله کارکوونکو ته میلاویږي» د آل عمران سورت (۱۳۵ او ۱۳۶) آيتونه.
یادونه: چې له کوم مسلمان او مسلمانې څخه ګناه ترسره شي، توبه دې وباسي او له الله جل جلاله څخه دې بښنه وغواړي، هغه یې ورته معافوي.

ساجد الله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *