ټولنه اوکلتورلیکنې

شخصیت په قدرت او ثــروت سـره نه جـوړیږي

قدرت او ثروت له اخلاقي صفاتو څخه نه ګڼل کیږي او نه یې هم فطري ارکان بللی شو.
عجیبه ده! دغو دوو مادي توکيو ته (چې نه اصل لري او نه هم دوام) ځینې جهال دومره ارزښت ورکوي؛ فقط ته وا د شخصیت جوړونې اساسات (همدغه دوه شیان) دي! د دوی په ګمان؛ که چېرې له انسان سره دغه دوه امتیازه نه وي؛ هغه بې هېڅه دی؛ مګر داسې نۀ ده! که چېرې موږ تاریخ ته وګورو، نو پوه به شو چې ټول سرکشه انسانان د همدغو دوو شیانو (قدرت – ثروت) له امله د تکبر پر نیلیو سپاره شوي او نهایتاً د زوال ژورو کندو ته لوېدلي دي.
تاسو شاته لاړ شي! د شِداد تاریخ وګورئ، د قارون وګورئ، فرعون دریاد کړئ، نمرود څه وکړل؟ ابرهه څه شو؟ بلکې په زرګونو آمران او حاکمان د دغو دوو بدمرغو پدیدو قرباني شوي دي او دا کاملاً طبیعي خبره ده؛ چې که یو سړی هر څومره متقي هم وي، خو چې کله پر دغو دوو ښکرورو بلاؤ سپور شي نو بیا پخواني ملګري، خپلوان، د سختو ورځو یاران او په ټوله کې یاد کسان چندان نه ویني.
همدا اوس! موږ او تاسو ډېر داسې خلک پېژنو چې د جهاد په دور کې به یو کس هم نه ؤ ورسره خو اوس یې یو موټر وسلوال تر مخ روان وي او بل یې تر شا، چې پکې وګورې؛ نو یا به یې وروڼه وي، یا ورېرونه، زامن، د اوښي زامن د خوښینې زامن او داسې نور…
دا ولې؟ ځکه چې د سړي په ځان کې بلاوې دي! بلاوې!!! که یې په ځان کې بلاوې نه وای، والله که خو دومره ډار شوی وای او یا دا چې خلکو ته ځان ښکاروي؛ چې ګني فلانی وګورئ! داسې کش فش لري؛ وا خدای پاک دې ورمېږ مات کړه! دا خو څه ستا د پلار جایداد نه دی چې داسې بې ځایه یې لګوې! خو یو موټر دې بس دی سره له دوو یا دریو کسانو ، نو دا دومره خپلوان د څه د پاره؟ لږ شرم وکړه! همدغه چې نن یې له ځان سره تاووې! ته او خدای! پرون به دې نه ویل چې دوی منافقین دي؟ جهاد نه کوي، زما خبرې نه مني؟ نن بیا څه کیسه وشوه چې درټول کړي دې دي؟ ځان پرې ساتې او که یې فکرونه د بیت المال په پیسو اخلې؟ هغه مهال بۀ دوی په خلکو پسې وو، مګر نن که چاته د ستړي مشي لپاره شیشه ټیټه کړي هم بۀ یې ډېر لوی کار کړی وي.
یوه خبره یاد ساتئ! دوه کسان دغه دوه شیان (قدرت او ثروت) ډېر ژر متأثره کوي او اخلاقاً یې تخریبوي ؛ یو هغه نادار چې یو په یو قدرت او ثروت ته ورسیږي او بل هغه مقتدر او ثروتمند چې یو په یو دا دواړه له لاسه ورکړي.
مقتدر او ثروتمند چې محتاج شي تر بل هر چا ډېر خوار ښکاري او یقیناً د زړه سوي وړ شي.
ناداره کس بیا چې کله مستغني شي، نو ورسره متکبر او احمق هم شي؛ چې کله دې تر څنګ تیریږي نو ارو مرو د کم اصلو په څېر یو سپک حرکت ترې پېښ شي، چې تخمیناً غیر اختیاري بڼه به لري.
موږ او تاسو اوس ډېر داسې خلک پېژنو چې پلرونه یې لا هم پر خرو سپریږي، مګر زامن یې آن آسمان لا نه ویني ځمکه خو پر ځای پرېږدئ.
تاسو همدا سبا په دغو غلو قدرتمنو او ثروتمنو پسې متوجه شئ چې دوی څۀ وایي؟ او څه کوي؟ له پخوا سره یې څومره توپیر درته ښکاري؟ یقیناً چې شخصیت نه په قدرت سره جوړیږي او نۀ هم په ثروت سره ، بلکې دغه دواړه د شخصیت وژنې اساسي عوامل هم دي.
هو! یوه خبره شته او هغه دا چې؛ که یو سړی له پلار او نیکه څخه قدرتمن او ثروتمن وي، د هغه شخصیت ته دا دواړه (ق-ث) چندان زیان نه رسوي، بلکې لاهم (لکه بار لرونکې ونه) سر کښته وړي.
تاسو لږ شاوخوا وګورئ! په خپلوانو کې، پۀ ملګرو کې او که نور نه وي -په کلیوالو کې مو فکر
وکړئ ! د چا پلار چې تاجر او نیکه یې هم تجار تېر شوی وي اولادونه یې څومره لوړ شخصیت او څومره له تکبر څخه پاک اخلاق لري، مګر د کوم قدرتمن او ثروتمن چې بیا پلار سوالګر، غل، ډاکو او نیکه یې خرکار تېر شوی وي، دوی بیا څومره لوېدلي شخصیتونه لري او متقابل حرکات یې څومره پوچ او له کبره ډک دي.
په پای کې دا توصیه کوم چې ایمان او وجدان دواړه په همدغو دوو شیانو (قدرت +ثروت) کې ښه معلومیږي ! ځکه خو ډېر احتیاط کوئ.
له کمزورو او مسکینانو سره مو ډېر پام وي! ځکه چې همدغه ته شجاعت وایي.
شیطان زیاتره د قدرتمنو او ثروتمنو پر مغزيو سپریږي او تر غوږو یې نیسي، بیا یې نو لکه هغه د ګاډۍ آس غوندې پر یوه او بله سموي.
مګر هو! کوم کسان چې لوړ شخصیتونه او قوي ایمانونه ولري – پر هغوی بیا چندان اثر نه شي کولای! چې د تاریخ په اوږدو کې یې ستر مثال حضرت ایوب (علیه السلام) بیا په لسګونو زره صحابه کرام (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین)
دي.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *