دینې لیکنې

هغه رب ، چې ورکه اوښه در پيدا کوي!

حضرت جابر بن سلیم رضی الله عنه مدینې منورې ته راغی، یو سړی یې ولید، چې ټول خلک يي خبره مني، د ده په نظر روان دي، له چا يي وپوښتل:
– دا څوک دی؟
ـ رسول الله صلی الله علیه وسلم دی!
ورغی:
ـ علیک السلام، علیک السلام! یا رسول الله!
ـ علیک السلام مه وایه، دا سړی مړو ته وايي، ووایه السلام علیک!
– ته د الله جل جلاله استازی یې؟
– زه د هغه الله جل جلاله رسول یم، چې که زیان درته ورسېږي نو دعا ورته وکړه، درنه لرې به شي، که وچکالي درباندې راغله، دعا وکړه ځمکه به مو تکه شنه کړي، که دي اوښه ورکه کړه، دعا ورته وکړه درته را پیدا به يي کړي!
– نصیحت راته وکړه!
– هیچاته بده خبره مه کوه، هیڅ نېکې وړه مه ګڼه، که له ورور سره دې په ورین تندي مخ شې دا هم نېکي ده، پایڅې دي تر دا نیمايي لینګي در پورته کوه، کنه تر پونډيو خو يي حتمي پورته کوه، دا ځړېدلې پایڅې د کبرجنو نښه ده او الله جل جلاله کبرجن نه خوښوي، که چا پېغور درکړ او پوی شوې چې در پکې دی، ځواب مه ورکوه، سره له دې چې هغه کې هم نیمګړتیا وینې، ځکه د دې ګناه پر هغه ده!
درس: رسول الله صلی الله علیه وسلم، د ټولنپوهنې او روانشناسۍ بې جوړې ځانګړنې لرلي، حتی د الله جل جلاله په معرفۍ کې يې د انسان مزاج ته کتل، چې څنګه رابطه ورکړي او څنګه يي یو بنده ته ور ګران کړي؟
پورته مکالمه کې له لرې راغلي یوه کس ته، چې له اوښانو، ځمکې او کروندې سره يي سروکار و، د رب العلمین د معرفۍ، ورسره د اړیکي او ضمناً د ځان د ور پېژندلو جالب دعوت پروت دی.
دلته نه د الله جل جلاله پر ذات بحث دی، نه ورته وار له واره د وحیو د نزول او حضرت جبراییل علیه السلام د راتګ او کیفیت بحث وړاندې کېږي او نه هم په دې بلنه کې دعوتګر غیبیاتو بحث مخې ته ږدي.
کله چې پوښتونکي ته د الله جل جلاله اوصاف بیانېږي، پر استازي يي سمدستې باور پیدا کېږي او دفعتاً د نصیحت غوښتنه کوي، ډېری بانډه‌چي خلک په خوله کې بې واکه وي، ځکه خو په نصیحتونو کې هم پر ټولنیز تعامل، د خبرو پر ډول، له بل چا سره په مخامخ کېدو او حتی که هغه تر خوله ور تېر شو، د ده چلند باید څه ډول وي تمرکز شوی دی.
یعنې په ټوله کې د نصیحت بنسټ پر ټولنیز تعامل ایښودل شوی دی او دې کس ته تر نورو ډېرو دندو مخکې دا ور ښيي چې په انساني ټولنه کې نېک اخلاق څنګه عملي کړي او که يي څوک پر وړاندې بد اخلاقي کوي نو باید د تحمل توان يي ولري.
موږ که نبوي سیرت او احادیث له همدې اړخه را وسپړو، هیڅکله د معاصرو روان‌شناسانو چې ډېری يي رواني ناروغان دي، تولیداتو ته نه اړ کېږو.
صلی الله علیه واله و اصاحبه اجمعین!

دادمحمد ناوک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *