سرمقالې

وحدت او ولسي ملاتړ هرډول بهرني ګواښونه ځوابولی شي !

ښایي موږ له څو لسیزو راهیسې همدغسې حالت سره عادی شوی یو چې زیاتره نړۍ مو پرخلاف ولاړه، رسمی نړیوال تعامل مو بیخي کم او شپه او ورځ مو آسمان ته سترګي نیولی چې کله د یرغلګر بمي یا توغندیزګوزار راباندې کېږي، یابه کله د چا مرسته راځې ، مطلب همېشه داغیارو رحم وکرم نه پراته یو، خو په حقیقت کې دا خورا بدترین حالت دی. دا وضعیت باید عادي ونه ګڼو، ښه په جدي ډول غور پرې وکړو او له حکومتي چارواکو رانیولې ترکمزوري ولسي وکړې پورې هرفرد باید له دې حالت نه د ځان اوټول ملت د خلاصون لپاره څه لاره اوعلاج وټاکو، دغه راز همدغه بهرني فشارونه باید لامل شي ترڅو لویان مسؤلین د خطر په احساسولو له کبر، زورواکۍ او پرخلکو ظلم وجبر نه توبه وباسي او د رعیت هروګړی د خپلو امیرانو ترڅنګ ودرېږي اوښه اطاعت یې وکړي. مطلب دا چې موجوده بهرني فشارونه باید د ګرد افغان ولس ترمنځ د وحدت د ټینګښت او په حکومت کې د ښه تنظیم باعث وګرځي. حقیقت دادی چې په همدې توګه هربهرنی خطر باید دټول ملت ترمنځ دخپل منځي وحدت او نظم روحیه پیاوړي، ټول بيدار او خپلې دفاع ته په تمامه معنا ښه چمتو او په دې لار کې د نرمښتونو رامنځ ته کولوته وهڅوی. تردې چې آن زموږ ټول رسنیز وسایل او چینلونه هم باید دعام ولس توجه د بهرنیو ګواښونو خواته ورواوړي څو په دې ډول له خپل جزوي اختلافاتو تېر، له وړو نانذریو او ګیلو، کیسو منصرف اوفقط د خپلې شریکې دفاع لارو چاروته متوجه وي. په دې اساس بیا نو که واقعاً د ملت په ټولو پرګنو کې خپل منځي پیوستون محکم شو، عام ولس حکومت او نظام خپل وباله او پرمشرانو یې باور پوخ شو، دا نو بیا یوه داسې وسیله ده چې پرمټ یې هرډول بهرني ګواښونه ځوابولی اوخپل ملت له هرډول ستونزو راوېستلی شو، ځکه کله چې په یوه ملت اوهېواد کې ملي وحدت ټینګ او خلک د نظام ترڅنګ ښه په اخلاص ولاړ او هغه بالکل خپل ځاني حکومت وګڼي، بهرني دښمنان به یې نه د هوايي بمباريو په زور اشغال کړی شي اونه د ځمکنیو یرغلونو په وسیله، خو که عام ولس له نظامه مخ واړوي، پر دې خپل خواخوږي ومني او د یرغلګرو پلي لښکروسره اوږه پراوږه روان شي، خامخا به خدای دې نه کړي یوځل بیا هماغسې حالت راځي لکه تېرو شلو کلوکې مو چې تجربه کړ.
یاد ساتئ چې کبر، انانیت، خلکو سره مشوره نه کول اوبې عدالتي پردیو ته لارهواروي او د نظام دسقوط لامل ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *