بېلابېلې لیکنې

يوه مهمه معاملاتي پوښتنه او ځواب يې!

که څوک له کوم دوکانداره سودا په قرض واخلي او بيا هغه کرنسي خپل قيمت او ارزښت له لاسه ورکړي او ريټ يې راوغورځېږي، لکه نن سبا کلداره، او قرض اخيستونکى ورته کلدارې ورکوي، او کلداره دوکاندار ته په لوى تاوان تمامېږي نو څه به کوي؟
يا يو تن بل چا ته سودا نه ده ورکړې بلکې روپۍ يې قرض ورکړې او د دغو روپيو قيمت راوغورځېږي، نو څه به کوي؟
يقيناً چې دا ډېره لويه ستونزه ده، په دې اړه ځينې علماﺀ وايي : هماغه کرنسي به ورکوي که څه هم دوکاندار ته په کې تاوان وي، خو ځينې نور علماﺀ بيا وايي ( او دا قول غوره دى ) چې که دا فرق له ثلث يعنې دريمې برخې څخه کم و نو هماغه کرنسي به ورکوي کومه چې يې ورته قرض ده.. ځکه دا تاوان قليل ( لږ) بلل کېږي.
او که دريمې برخې ته رسېدو نو بيا به يې ترمنځ صلحه کېږي ټول تاوان به په دوکاندار نه راولي، ځکه دا تاوان کثير ( ډېر) بلل کېږي، يو څه تاوان به قرض اخيستونکى هم برداشت کوي، که قرض اخيستونکي صلحه نه منله نو بيا دې دوکاندار قضا ته خبره راجع کړي.
والله اعلم. له فتاو ژباړه

مجیب الرحمن عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *