شعرونه
په دې ګران افغانستان کې
فدایي په خدای پامان کې په سجده کړل
مجاهد په وروستي آن کې په سجده کړل
یوه څړیکه شوه ، ځوانان یې په لړزه کړل
طالبان یې په هجران کې په سجده کړل
سکوټر جانه امنیت خو دې منمه
جهازونه دې جهان کې په سجده کړل
د ډبې بم ډېر شکر ادآء کړﺉ
نېفالونه یې آسمان کې په سجده کړل
د چریک او دکمین جانانه واوره
قوتونه دې خپل ځان کې په سجده کړل
هر یاغي باغي څټ ، واسکټ بمونو
په دې ګران افغانستان کې په سجده کړل
شاعرانو ؟ د عِجفِل طالب یاران مو
په سنګر شهادت او زندان کې په سجده کړل
حامد عجفل