افغانستان

په پکتيا کې له زرګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شریعت: د بشري مرستو په لړ کې د پکتیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په مالي همکاري د (AWCPO) موسسې له لوري په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې پر ۲۷۰۰ بېوزله کورنیو د پنځم ځل لپاره د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وړه ، ۴.۵۵ کېلو غوړي ، ۶.۲۵۰ کېلو دال او یو باکټ د خوړو مالګه شامله وه.

پکتیا کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت تر سره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په منظم ډول به دغه چاره تر سره کوي او تر مستحقو کورنيو به بشري مرستې ور رسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *