مقالی اوتبصرې

ګاونډیه انډیواله خره دې لنډ تړه!

ګاونډيه انډیواله پام کوه! پښې دې له خپلې کمبلې مه باسه، وړاندې وروسته ګوره او یوازې هغه پیټي ته اوږه

امین وردګ
ګاونډيه انډیواله پام کوه! پښې دې له خپلې کمبلې مه باسه، وړاندې وروسته ګوره او یوازې هغه پیټي ته اوږه ورکوه چې پورته کولی او نقلولی یې شې؛ په ایجړاګانو، ډمو، کوکو ګانو… او داسې نورو بلا بترو…کار نه کیږي، پر دوی مه نازېږه.
ستا برېتور زیاتره د فحاشیو لېنکونه سره تړي او هغۀ طبقه دې چې لږ مخ ور اوړي! بیا برېتونه نه لري؛ نو هیله کوم لومړی دې خپل وزن معلوم کړه بیا پر ما د یرغل نقشې جوړوه.
زه چې ستا نرۍ تورې پنډۍ او دا درانه درانه بارونه ګورم حیرانېږم درته او خندا راځي.
ګوره! لومړی خو زموږ قام او مقام وپېژنه، بیا دې ځان وپېژنه! پر موږ او زموږ پر ملایمت به تېروزې! خو موږ د هېچا تېری نشو زغملی، موږ هر متجاوز او اشغالګر ته لومړی پر مخ څپېړې ورکوو، بیا یې ګونډه کوو ، ورپسې یې ماتوو او له خپلې خاورې یې په وچ زور باسو او هغه برخه یې چې زموږ په هېواد کې وژل کیږي ؛ اجازه نه ورکوو چې دلته یې څوک خښ کړي، بلکې اجساد یې باید له ځانو سره یوسي او که کوم یو یې پاتې هم شي، نو حتماً به د شغالانو خوراک ګرځي! ځکه چې د متجاوز جسد ته موږ په درنه سترګه نه ګورو او نه غواړو چې د خپلې خاورې په ترکیب کې مو داسې وینې او هډوکي هم ګډ شي چې زموږ هېواد ته د تسخیر او استعمار لپاره راغلي وي او زموږ ځلاند تاریخ تر پوښتنې لاندې راولي.
موږ په سر کې احتیاط کوو، ډېر عاقلانه ګامونه اخلو او په بار بار دښمن بښو، خو که یو وار ورسره ونښتو، بیا مو پیمان په مرګ وي! مانا دا چې؛ یا به یې سر وهو او یا به خپل سر خورو، دریمه لاره مو نه منلې او نه یې منلی شو، مګر په هغه صورت کې، چې دښمن مو څټ را واړوي او ماتې ومني.
ګاونډیه انډیواله! زموږ تاریخ ښه درته معلوم دی! خو نه پوهېږم چې ولې ړوند او کوڼ یې؟ چا لمسولی یې چې حرص او طمع دې پر احساساتو چنګ لګوي او د عقلانیت سر یې دې په سوک در وهلی دی.
ښه پوه یې چې موږ شرق او غرب دواړه په ګونډو کړي دي، نو ته څه شی یې!
اې! که ته دا فکر کوې چې ګني هلته هم ستا خلاقیتونه وو او ستا نقشې وې – نو اشتباه کوې! موږ د استقلالیت لپاره له هرې ممکنه لارې ، هرې حربې، خدعې او چل څخه کار اخلو، خو چې کله مو سکه ورور هم (راسره شریکې!) دروازې ته لا سپک وګوري، نو د دښمن په سترګه ورته ګورو، وار خو ستا شو.
امریکا او روس دواړه چې دلته راغلل، نو همداسې فکر یې کړی ؤ لکه ته یې چې کوې! هغوی هم په خپلو ګوډاګیانو نازېدل او د هغوی په وعدو تېروتل، ځکه خو زموږ د غیور ملت تبر شو او د دوی څټونه؛ خو کله چې مات شول، نو ایله بیله پوه هم شول چې اصیل افغانان د هېچا غلامۍ ته غاړې نه کږوي؛ نو ته هم له عقل نه کار واخله، نه له باټو او احساساتو څخه.
ګوره! دلته که راغلې حتماً دې غاښونه ماتیږي! نوره دې خوښه.
سخت دې ځورولي یو ، سخت دې خفه کړي یو او تل دې پر موږ زده کړي دي.
لږ وړاندې وروسته وګوره! زه او ته ګاونډیان یو! ځکه خو ته پر ما حق لرې او زه پر تا، زه او ته هم قریب الدار یو او هم قریب النسب ؛ نو پام راسره کوه او پام به درسره کوم، کوښښ وکړه چې حوصله مې نوره و نه آزمویې.
زما او ستا تر منځ دنیا لانجې دي! کوښښ وکړه چې اړیکې مو حسنه وي او خپلې ستونزې د خبرو او منطق له لارې حلې کړو.
هیله کوم له مزرعې سره مې پام کوه او
(خره دې لنډ تړه) که مو خدای مکړه یو ځل تر منځ اور بل شو، بیا به نو هېڅوک هم زما او ستا تر منځ بل شوی اور داسې پو نه کړي چې مړ شي! بلکې ورو ورو پوکی به ورکوي چې مداوم مو پکې وسوزوي.
بیا هم درته وایم چې خره دې لنډ تړه او کښت مې مه پرې را خوره.
ګوره! دا دې څووم ځل دی چې راباندې لګېږې، خو موږ څه نه درته وایو، دا چې ولې حوصله درته کوو؟ لاملونه او دلیلونه یې بیخي ډېر دي خو تر ټولو مهم یې لاندې درۍ لاملونه وګڼه: لومړی دا چې؛ موږ د جګړې تاوان لیدلی! ځکه خو یې شوقیان نه یو او زړه نه شو ورته ښه کولی! دویم دا چې موږ د ګاونډي حق پېژنو! او دریم لامل یې بیا دا دی؛ چې موږ شجاعت لرو او هېڅکله هم له کشرانو او… سره ځانونه نه برابروو ځکه چې له ملامتیا ډاریږو! سبا چې په ناسته او مرکه کې یو څوک راته ووایي چې ((ته خو ویښیار [هوښیار] وې او پوهېدلې؛ ولې دې داسې وکړل؟)) له همدې امله موږ تر ډېرو خبرو تېرېږو؛ مګر که (خدای مکړه) یو ځل سره خښ شوو، نو بیا قسم اخلم چې څو ځان خپل اصلي برید ته و نه رسوو او ټول کړي دې در و نه ګرځوو ، که خو رانه خلاص شې؛ نوره دې خوښه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *