مقالی اوتبصرې

د شهيد رهبر د اووم تلين په مناسبت هېڅ کوم پيغور يې پرېنښود بلکې د امارت دريځ او اهداف يې عیان کړل!

رسنۍ د طاغوت په امر د ملا صيب د وفات اعلان ته څکې وې او امارتي صف کې درز پيدا کېدا ته يې کافي مواد چمتو کړي وو ، هغه غمجن خبر هم د انساني نړۍ تر غوږونو ورسېد شيطانو رسنيو خپل عادت وکړ خو د انساني ټولنې تاريخي عادت چې د حکومت،ټولي يا تنظيم بنياد ګزار په رحلت پاتې ميراثونه محوه او يا پرې د ميراث خواړو يې جنجالونه/اختلافات د يو بل په وژلو تمام شوي ، دوست او دښمن هم امارت ته له همدې زاويې کتل ، دوستان که له يوه لوير د امت د ستر محسن فراق دردول له بل لور دې ته هم خواشيني وو چې آیا دا خلا به ډکه شي؟ او که به د نورو په برخليک اخته شو؟ خو تللې محسن رهبري شورا له با نزاکته ، له حالاتو با خبره ، نازکو حالاتو سره د مقابلې، سالمو پرېکړو او ټاکنو کولو اشخاص ټاکلي وو، يو داسې انتخاب يې وکړ چې تر ډېره دوستان پرې راټول ، د دښمنانو تبليغات مخه ډب او صف له پاشل کېدا په امان شو.
هغه انتخاب سعيد شهداء اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) و، منصورصيب که څه هم انځوريز فعاليت نه و، خو د ميدان هوايي له دندې بيا د امارت تر رهبرۍ شخصيت يې کامل سپين ، کارنامې يې بې شمېره او د احساناتو پوره وړي يې يو ، منصور صيب په ډېره مدبرانه توګه حالات کنټرول ، په صف کې تر ډېره نظري اختلافات ختم او معنويات يې بر قرار وساتل ، امارتي ادارو ته يې لایحې جوړې کړې ، د عمر په فراق غمجن صف يې د کندوز په فتحه کولو خوښ راتلونکي ته يې هیله مند او په دې يې متيقن کړ چې بريا زموږ ده ، که څه هم د دښمن د استخباراتو سترګې ورپسې څلور وې خو صف يې ويښ ساته د مخابرې له لارې ورته لارښوونې ، خپله د ولایاتو سفرونه يې د څارګرې او ويښې رهبرۍ ښودنه
ده.
منصور صيب نه يوازې نظامي ډګر، بلکې سياسي او فرهنګي ډګر په مدبرانه هڅو او سالم مديريت رهبري کړ اړتيا دې ډګرو ته چې څومره احساس کېدله ګران رهبر حق يې په هماغه پيمانه ور اداء کاوه ، په سياسي ديپلوماسۍ کې په دا پيمانه ماهر وو او له نړۍ سره اړيکو پيدا کېدا ته دومر لېوال وو چې ځينې ګاونډيو هېوادونو ته د رسمي مرجعو په قول خپله د امارت د نماينده په حيث سفرونه کول نوموړي اړتيا احساسوله که څه هم ژوند يې په خطر کې و،خو زما په آند د نوموړي يقين وو چې زما دا منډې به ثمر راوړي خو زما شهادت به په صف په هغې پيمانه منفي اغېز ونه کړي چې دښمن يې انګېرنه کړې شايد پاتې صف ته يې دا تلقينوله چې موږ تر خپله وسه پورته د مسؤلیت/ په آداء کېدا مکلف يو نه دا چې خپل ځان راته مهم ښکاره شي ، رهبر د شهادت جام نوش کړ خو د پيغور يې هېڅ پرېنښودل بلکې دوست او دښمن ته يې د امارت روښانه دريځ او سپېڅلي اهداف عیان کړل.

احمد منصور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *