مقالی اوتبصرې

شهید امیر المؤمنین د غیرت او شجاعت دنګ منار

‏پرون د جوزا لومړۍ چې ۱۴۴۴ هـ ق د ذوالقعدې له دوهمې سره سمون خوري، له ننه کابو ۷ کاله مخکې په همدې ورځ د یویشتمې پېړۍ ستر جهادي شخصیت او پوځي سپه سالار د غیرت دنګ منار ژور استخباراتي، نظامي او سیاسي فکر لرونکی زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د نړۍ د ستر زبر ځواک امریکا په مشرۍ په یو ستر بې رحمانه هوایي برید کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد
د شهید امیر المؤمنین شهادت یقیناً یواځې افغانانو ته نه بلکې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ستره او نه تکرارېدونکې غمېزه ده
د نوموړي په شهادت سره اسلامي امارت له یوې خوا له ستر سیاسي شخصیته بې برخې شو خو له بله پلوه
یواځینی شهید چې په شهادت سره ټول اسلامي امت رابیدار شو او هغه مېړانه ، غیرت ، شجاعت او ولوله چې له کلونو کلونو راهیسې د نړۍ کفارو د ځوان نسل له ذهنتونو څخه ایستلي وو را ژوندي کړل
امیر المؤمنین شهید تقبله الله یو داسې استخباراتي او پوه شخصیت و،چې د مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله له وفات وروسته څه کم او یا څه زیات دوه کاله په پټه سره د امارت مشرتوب ترسره کړ، د نړۍ ټولو قوي قوي استخباراتو او ټولو قوي ادارو ونه شو کړای چې د امیر المؤمنین تقبله الله استخبارات یا راز افشاء کړي چې د داسې مشرتوب په یویشتمي پېړۍ کې هېڅ ساری نه لیدل کېږي
دا د شهید امیر المؤمنین تقبله الله پر سیاسي او استخباراتي پوهې د لالت کوي
شهید امیر المؤمنین یواځینی رهبر و، چې په هغه سختو او کړېدلو حالاتو کې یې د افغانستان تقریباً ټولو علماوو، شیخانو او مخورو سپینږيرو ته لیکونه واستول تر څو د امارت په خېر او شر کې مشورې ورکړي او ټول افغانان یو موټی کړي چې دا امیر المؤمنین تقبله الله پر دیني پوهه دلالت کوي او د نظامي پوهې یې دا حد و،چې کله د طالبانو په تېر تحریک کې خبیث جنرال مالک خپله تسلیمي ومنله او طالبانو ورباندي باور راغلی خو خبیث جنرال مالک ورسره جفاء او خیانت وکړ
چې په دې سره مالک په زرګونو تنه طالبان په شهادت ورسول
په هغه وخت کي شهید امیر المؤمنین تقبله الله د مزاري په میدان هوایې کې و، منصور صیب تقبله الله د مزاري له میدانه پر عمومي دروازه راووت او د جنرال مالک په کمین کې وخوت
شهید امیر المؤمنین تقبله الله خپله په هم هغه جګړه کې ډېر هزاره ګان د جهنم کندې ته ټېل وهل او خپله امیر المؤمنین تقبله الله په هم هغه جګړه کې زخمي شو او خپل ټول ملګري یې د دې ظالم له منګولو خلاص کړل.

‏شهید امیر المؤمنینه!
ته لاړې خو لار دې پالل کېږي
زموږ شهید رهبره! تا خو خپله فریضه په ډېره ښه توګه انجام کړه د امارت وحدت دې تأمین کړ ، د کفري یرغل پر وړاندې جهاد دي د فتحو پړاو ته ورساوه ، د داخلي او خارجي فتنو مخه دې ډب کړه ، د عزم او عمري عملیاتو ویاړونه دې د تاریخ پر شمله وټومبل
د اسلامي امارت سیاسي استقلاليت دې ټولو ته په اثبات ورساوه
او کله چي د مخلصو مجاهدینو، مستضعفو مؤمنانو ، یتیمانو او سر سپارلیو طالبانو دا کور په نظم او مدیریت سمبال او د فتحو په مسیر برابر کړ
نو بیا دې په هسکه غاړه د شهادت ویاړ هم د ځان او په وینو ګلکون
د متعال رب د دیدار په طرف رانه لاړې
نحسبه کذلک
انا لله وانا الیه راجعون
شهید امیر المؤمنینه!
تاته د دې ویاړ مبارکی درکوو او عزم کوو چې له تانه راپاتې امارت به په هم هغسې اخلاص ، صداقت ، همت ، استقلال او د قربانۍ په روحیه پالو او د شهیدانو هیلې به تر منزله رسوو
شهید امیر المؤمنینه!
ستا استقامت ، فدا کاري او ویاړمن شهادت موږ ته دا درس راکوي چې زموږ عزیز دین او عالي داعیه له امیره نیولې د هر تن قربانۍ ته ضرورت لري
ددې دین لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، خلفاء راشدینو او د امت د لویو هستیو وینې پرې تویې شوي دي
نو ځکه نو باید موږ هم ځان له هېڅ رقم قربانیو دریغ نکړو.

حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *