سالمزی
ته الله یې ته رحمان ته رحیـــــم یې!
په حالت د پټو زړونو مــــو علـیم یې
د ثنا او د صفت لایق مـــــــوته یې!
ته شکوريې ته غفوریې ته کــــریم یې
کاینات دې مسخر کړلو انســـــان ته!
ته قهاریې ته جباريې ته حلیم یـــــــې
په حکمت دې د عمل دنیا کړه جوړه!
ته قدیر يې، مقتدر یې ته حکیــــم یې
« سالمزی » وایي فدامي له تا سر شه!
هر یو حکم او فرمان به دې دایــم یې