افغانستان
هرات کې ۶ داعشیان ووژل شول
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۶ خوارجو د وژلو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند په رباط کابليها سیمه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۶ خوارج له منځه وړل شوي او یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.
د مسوولینو په وینا، په دغو عملیاتو کې درې میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تومانچې، یو دوربین او ۱۵ موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.