افغانستان

د سالنګ سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لویې لارې د ۴۲ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې. د پروان ولایت سیمییز مسوولین وايي، چې د دغې لویې لارې د بیارغونې کار له تاجکان سیمې څخه پيل شوی چې دیارلسمې ګالري پورې به پایته ورسېږي. د پروان د والي مرستیال د سالنګ لویه لاره د هېواد یو له مهمو لارو ګڼي او وايي، د دغې لارې د بودجې له تصویبېدو وروسته به د هغې د پخولو چارې هم پيل شي. د سالنګ لویه لاره نه یوازې هېواد له شمال سره نښلوي بلکې د ټرانزېټ لپاره هم یوه مهمه لاره ده. پر دغه لارې تر ډېره د پاکستان ترانزېټي توکي مرکزي اسیا او له هغه ځایه بېرته پاکستان ته لېږدول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *