لیکنېمقالی اوتبصرې

د بيت المال د ذرې، ذرې پوښتنه کيږي!

بيت المال د مسلمانانو عمومي شتمني ده او له حاکمانو سره د الله تعالی امانت دی، داسې چې د ذرې ذرې پوښتنه يې کيږي. لکه څرنګه چې له خوله بنت عامر الانصاريه رضي الله عنها څخه روايت دی، هغه وايي چې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويې فرمايل: ځينې خلک د الله تعالی په مال کې ناحقه تصرف کوي، د هغوی لپاره د قيامت په ورځ اور دی. رواه البخاري

س. سعيد

بيت المال د مسلمانانو عمومي شتمني ده او له حاکمانو سره د الله تعالی امانت دی، داسې چې د ذرې ذرې پوښتنه يې کيږي. لکه څرنګه چې له خوله بنت عامر الانصاريه رضي الله عنها څخه روايت دی، هغه وايي چې ما له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويې فرمايل: ځينې خلک د الله تعالی په مال کې ناحقه تصرف کوي، د هغوی لپاره د قيامت په ورځ اور دی. رواه البخاري

نو بيت المال د الله تعالی امانت دی، د هرې ذرې پوښتنه يې کيږي او په بيت المال کې خيانت له الله تعالی او ټولو مؤمنانو سره خيانت دی. که يو څوک د چا شخصي مال کې خيانت وکړي، نو هماغه يوه نفر ته به مسؤل او ملامت وي، مګر بيت المال کې که چا خيانت وکړ، لومړی د الله تعالی پر وړندې مسؤل دی او بيا د ټولو مؤمنانو په حق کې.

بيت المال کې چې څه جمع کيږي، هغه اموال هم بايد د شريعت د حکم مطابق وي او څه چې ترې اوباسي، هغه هم بايد د شريعت د حکم مطابق مصرف شي، يعنې هيڅ ډول خودسري او غير شرعي تصرف بايد پکې ونه شي.

له بيت المال سره د احتياط په اړه که د رسول الله صلي الله عليه وسلم، خلفاء راشدينو او نورو اولياؤ او بزرګانو چلند ته فکر وشي، نو معلوميږي چې بيت المال انتهايي سخت مسؤليت لري. ځکه خو لازمه ده چې ټول مسؤلين د بيت المال په اړه خورا محتاط او متوجه واوسي.

د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کې خو بيت المال خپله د هغه مبارک په واک کې ؤ او هر څه يې خپله له نژدې څارل. خو څرنګه چې ورو ورو اسلامي خلافت پراختيا ومونده، ورځ تر بلې حکومتي تشکيلات زياتېدل او په غنيمت، عشر، زکات او جزيه کې هم زياتوالی راغی، نو حضرت عمر رضي الله عنه په مالي او اداري نظام کې له نويو قضيو سره مخ شو، نو هماغه ؤ چې د فتحه شويو ځمکو د ساتنې او ادارې لپاره يې يو سيستم جوړ کړ. هغه دغه ځمکې د مسلمانانو ګډ ملکيت وباله، په ځمکنيو محصولاتو يې خراج مقرر کړ، په کفارو يې جزيه وټاکله او دا ټول ماليات يې بيت المال پورې مربوط کړل. چې په دې توګه د بيت المال نظام هم پراختيا ومونده. حضرت عمر رضي الله عنه د بيت المال لپاره يو ځانګړی دفتر جوړ کړ، چې په هغه کې به يې راجمع شوي ماليات او بيرته د خلافت مصارف او د مسؤلينو معاشات په منظمه توګه ثبتول. هغه د بيت المال لپاره د نبوي مسجد په څنګ کې د بيت المال لپاره يو ځای تعين کړ او څو ساتونکي يې ورته وټاکل. همداسې د عثمان او علي رضي الله عنهما په خلافت کې يې ورو ورو نوره پراختيا هم ومونده او بالآخره په يو لوی سيستم بدل شو.

 اګر چې اوس هم بيت المال خپله ځانګړې اداره او وزارت لري، چې ټول مال له هغه ځايه اداره کيږي، مګر بيا هم دومره پراختيا يې موندلې، چې تقريباً هر دولتي مأمور د بيت المال يوه حصه باندې واکمن دی او هر يو به په دې اړه پوښتل کيږي. دغه مېز، چوکۍ او نور سامان الات ټول د بيت المال حکم لري، بايد دې هر څه سره احتياط وشي، همدغو اجناسو سره بې احتياطي او اسراف له بيت المال سره خيانت دی او بيت المال سره خيانت له الله تعالی او ټولو مؤمنانو سره خيانت دی.

دا هم له بيت المال سره خيانت دی، چې په يوه مېز او فرش ګزاره روانه وي، خو مسؤلين د نويو مېزونو، فرشونو او نورو سامانونو خواهشات پوره کوي. عموماً دولتي مؤمورين په دې اړه هيڅ احتياط نه کوي، بس چې نفس يې څه ورته وايي، دوی يې «پيشنهاد!» کوي. نور دا فکر نه کوي، چې ولې د بيت المال پيسې په دې شيانو مصرف کړم؟!

ځينې ملګري د تېلو په اړه هم ډېر غفلت کوي، د بيت المال په تېلو چکر وهي او ترانه يې هم چلانه کړې وي چې: ستا د موټر تېل د شهيد وينې دي! ځينې نور بيا له دولتي موټرو څه غير مناسبو چارو کې شخصي استفاده کوي.

دغه راز يوه بله مهمه موضوع د معاشاتو ده، لومړی خو دا چې اسلامي حکومت بايد په هره چاره کې د خپل دين اصول او عدالت په پام کې ونيسي. د دولتي مأمورينو تر منځ د معاشاتو اوسنی ژور توپير مکمل بې انصافي او د شريعت مخالفت دی. دغه بې انصافي هم له تېر رژيم څخه راپاتې، خو له بده مرغه اوس هم زموږ مسؤلين دوام ورکوي. په هر صورت؛ له حده زيات معاشات ورکول هم له بيت المال سره خيانت او اسراف دی.

په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې ټول مسلمانان سره وروڼه بلل شوي او موږ هم ټول په دغه تړون اقرار کوو، مګر په واقعيت کې زموږ هره کړنه د دې خلاف ده. بيت المال کې خيانت او بې ځايه مصارف هم زموږ دغه داعيه ننګوي. مثلاً؛ که د يو چا عيال وږی وي، جامې نه لري، سرپنا نه لري او په هره برخه کې محتاج وي، خو د کور څښتن لګيا وي، بنګلې جوړوي، لوکس وسايل اخلي او خپل هوسونه پوره کوي، نو ايا دا کار معقول دی؟!

 همدغه شان زموږ مؤمنان وروڼه هم وږي، بې جامو او بې سرپناه دي، نو که رښتيا ځانونه مؤمنان او خپل هېواد يو کور ګڼو، بايد مطلقاً له اسراف څخه ځان وساتو. دغه لوکس ودانۍ، رڼه موټر او اوتو کړې جامې، بل طرف ته خوار او زار ولس زموږ ټول نظام تر سوال لاندې راولي.

الله تعالی دې موږ او زموږ ټولو مسؤلينو ته مزيد هدايت نصيب کړي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *