هرات کې د ٤٠٠ زره ډالرو په لګښت د تلاسيميا ناروغیو روغتون جوړېږي
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د تلاسيميا ناروغیو د درملنې لپاره ٤٠٠ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د تلاسيميا ناروغیو د درملنې لپاره ٤٠٠ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد وویل، چې دغه رياست د ټولو سوداګرو او مخورو له هلو ځلو مننه کوي او هيله لري، چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به لوېدیځه حوزه کې د تلاسيميا (د وينې سرطان) ناروغۍ ستونزې هم کمې شي.
ورته مهال د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وویل، چې د دغه روغتون جوړېدل د هرات د اوسېدونکو لپاره ستره لاسته راوړنه ده، موږ ټول بايد دوامداره صدقه ولرو او د دغه روغتون په جوړولو کې همکاري ستره صدقه ده.
د يادونې وړ ده، چې د دغه روغتون په جوړولو ٤٠٠ زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د هرات د عامې روغتيا رياست، د لاس په لاس خيريه موسسې او د لوېديځې حوزې د سوداګرو په همکارۍ د دغه رياست په ٤٢٠ متر مربع ځمکه کې په ٤ پوړونو کې رغول کېږي