اسلامي امارت د معتادینو لپاره څومره مثبت ګامونه پورته کړي؟
لکه څنګه چې طالبانو یواځې د اسلام او افغانانو لپاره خپله مبارزه شروع او د جهاد ډګر ته یې راودانګل، یواځینی هدف یې د الله رضاء او د افغان مسلمة امت له اشغال څخه د خلاصون وو، نه یې د لوږې پروا لرله نه د تندې او نه یې هم جیلونو، بمبارونو او شکنجو هدفونه کمزوري کړل، بلآخره يې د الله په نصرت خپل هدف راخپل او د اشغال سپیره ټبر یې ورټول کړ، د دې سره سره یې د افغانستان خلکو ته خپل خدمتونه جاري او د الله پاک د قوانینو مطابق يې خپل کارونه په مخ بوتلل، دا چې دوی په افغانانو ډیر زړه سواند، او دوی ته یې د ترحم تخم په خپلو زړونو کې له پخوا څخه شیندلی وو، نو په همدې اساس دوی هم له افغانانو سره په هغو کارونو کې مرسته شروع کړه چې هغه د افغانانو د ضعف نښانې وي، من جمله یې بیوزلانو او سوالکونکو ته کاري زمینه برابره کړه، او همدارنګه یې د معتادینو له قطار څخه د دوی اکثره وګړي، د تداوي مرکزونو ته انتقال کړل، په دوی باندې یې د تداوي په شمول اسلامي ،عصري او عقیدوي درسونه شروع او دالله په فضل به یې په ډیره کمه موده کې له دې ناوړه ناروغۍ څخه خلاص او د خپلو کورونو په لوري واستوي، له دوی څخه هم ټولو افغانانو بالخصوص معتادینو د زړه له کومي مننه وکړه او دوی ته یې د لاښه خدمت کولو د توفیق سوال د الله تعالی له دربار څخه وکړ. الله تعالی دې دوی همیش د افغانانو خادمین، د اسلام مدافعین او د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم متابعین وګرځوي او الله تعالی دې له دوی څخه دا خدمت په خپل عالي دربار کې قبول او منظور کړي
خاکسار پکتیاوال