ټولنه اوکلتور

بغلان کې د ۲۰۰ کلونو پخوانۍ کلا کشف شوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست اړوند د فرهنګي ميراثونو د ساتنې عمومي مديريت له خوا د جلګې ولسوالۍ په یرم کلي کې یوه تاريخي کلا کشف شوې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وایي، چې د دغه ریاست اړوند د فرهنګي ميراثونو د ساتنې عمومي مديريت له خوا د جلګې ولسوالۍ په یرم کلي کې یوه تاريخي کلا کشف شوې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې عمومي مدیر کریمداد رحيمي باختر آژانس ته وويل، چې ياده شوې کلا د (چوني) يا کاروان سراى په نوم يادېږي، چې د ورېښمو د لارې پر سر موقعيت لري او تاريخي قدامت یې له ٢٠٠ کلونو څخه زيات اټکل شوى دى.

رحیمي زیاته کړه، چې دا کلا څلور برجونه او په منځ کې یو جومات لري، چې اوس یې هم په ویجاړ شوي شکل کې لیدل کېږي، چې د امیر عبدالرحمن خان په دورې پورې اړه لري.

په ورته وخت کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د دغه تاریخي ځای په کشف او پېژندنه خوښي څرګنده کړه او ویې وویل، چې بغلان یو لرغونی او فرهنګي ولایت دی او شونې ده، چې په دې خاوره کې لسګونه نور تاریخي آثار هم پټ وي.

نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينو وغوښتل، چې د دغه تاريخي ځاى د ثبات او بيارغونې لپاره دې بغلان ته متخصصين واستوي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په بغلان کې نږدې ۳۰ ځایونه او تاریخي آثار ثبت شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *