ټولنه اوکلتور

د اختر فلسفه، ارزښت ، آداب او لمانځل ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

د اختر د ورځې فلسفه:
د اختر ورځ هغه ورځ ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چې د ابو داود شريف په حديث کې راځي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی خلکو دوې ورځي چې ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې دا کومي ورځې دي چې تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کې لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو.
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کې تر هغو غوره دوې نورې ورځې درکړيدي چې تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسی او په اختريزو مراسمو باندي يې و لمانځئ چې د کوچني او د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کې د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پېژندل کېږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کېږي نوري ورځي چې ځيني خلک ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کې کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز غوندي د کفارو عقیدوي ورځ چې مسلمانانو ته يې په هيڅ صورت لمانځل ندی روا.
په خلاف د هغو خلګو چې عقيدې يې ضعيفې وي، د اسلام د دين په کامله کېدلو يې سر نه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چې په اسلام کې نه تنها دا چې ثبوت نه لري بلکې د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام و هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چې هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تر دې چې د دې اجازه لا هم نسته چې د اختر په نامه يې ونوموي.
همدا راز اختر د دې لپاره مشروع شوی دی چې مسلمانانو ته د روژې د تېرېدلو وروسته الله پاک طبعي او معنوي خوشالي ورکړي، ځکه چې په روژه کې مسلمان په نه خوړلو، نه څښلو او شهوت نه پوره کولو باندي مقید وو چې د اختر په راتګ سره دغه قید ورڅخه پورته کیږي، او همداسي اختر وروسته تر هغه راځي چې مسلمانانو یوه میاشت پوره د الله پاک د امر اطاعت کړی دی چې حیثیت د کار لري او دا معلومه خبره ده چې کارګر ته چې د کار وروسته مزدوري ورکوي دا د هغه لپاره ځای د خوشالۍ دی.
ودې حکمت ته په لاندی حدیث سره اشاره سوېده: إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا وَهَذَا عِيدُنَا.[صحیح البخاری] یعنی د هر قوم لپاره اختر شته زموږ اختر دغه دی.
د اختر د ورځې ارزښت:
د اختر ورځ ډېر ارزښت لري په ځانګړې توګه د کوچني اختر ورځ چې مسلمانانو ته د الهي وجيبې څخه د فراغت وروسته د اجرت او مزدورۍ اخيستلو د ورځي حثيثيت لري لکه څنګه چې د شعب الايمان په حديث شريف راغلي دي: الله پاک د روژې مياشتي په هره شپه کې په زرګونو هغه خلک د اور څخه آزادوي چې هغوی د اور لايق وه کله چې وروستۍ ورځ د رمضان شي الله پاک دومره انسانان د اور څخه آزادوي څومره يې چې د روژې د لومړۍ ورځې څخه بيا تر اوسه آزاد کړيدي.
کله چې د اختر سهار سي الله پاک هر ځای ته خپلي ملائکې ليږي، ملائکې د سړکانو او کوڅو پر سرو باندي دريږي او داسي آواز کوي: ای امته د رسول الله صلی الله عليه وسلم! را ووځئ او د خپل پروردګار لوري ته راشئ چې ستاسو د نيکو اعمالو ښه مزدوري درکوي او ستاسو ګناهونه در بخښي.
کله چې خلک د عيدګاه لوري ته حرکت کوي الله پاک خپلو ملائکو ته وايي: جزا د هغه چا څشئ ده چې خپل ورکول سوی کار سم سر ته ورسوي؟ چې دا اشاره د روژې مبارکې مياشتي ته ده چې امت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې مياشتې کې روژه نيولې ده.
ملائکې ورته وايي: ای الله! د داسې خلکو جزا دا ده چې مزدوري يې بايد ورکړل شي. الله جل جلاله فرمايي: ای ملائکو! تاسو ګواهان او شاهدان وسئ چې زه دوی ته د روژې او عباداتو د ثواب په بدل کې خپله خوشالي او بخښه ورکوم!.
او الله جل جلاله وفرمايي: ای زما بندګانو! نن ورځ تاسو زما څخه غوښتنه وکړئ! زما دي په خپل عزت او لويۍ قسم وي چې په دې ورځي کې تاسي د خپل آخرت په اړه يو شی نه غواړی مګر دا چې زه يې درکوم او تاسي د خپلي دنيا لپاره يو شی نه غواړئ مګر دا چې زه يې ستاسي لپاره په نظر کې نيسم.
زما دي په خپلې لويۍ سره قسم وي تر هغه وخته پورې چې تاسې زما ذکر کوی زه به ګناهونه ستاسي څخه ليري کوم او زما دي قسم په خپلي لويۍ سره وي چې هيڅ وخت به تاسي نه رسو ا کوم.
کله چې د اختر لمونځ آداء سي او لمونځ کوونکې د خپلو کورونو پر لوري حرکت وکړي الله پاک ورته وايي: ولاړ شئ ما و تاسي ته بخښه کړې پداسي حال کې چې تاسي زما څخه خوشال ياست او زه ستاسي څخه خوشال يم.
نو بايد هر مسلمان چې په دې ورځی کې په داسې ځای کې وي چې هلته د اختر لمونځ کېږي ځان و عيدګاه ته ورسوي او د اختر لمونځ آداء کړي تر څو د يادو فضايلو او ثوابونو څخه برخمن شي.
د منکراتو څخه د ځان ساتنه:
کله چې الله پاک پر انسان خپل خاص رحمت وکړ او داسي ورځ يې ورکړه لکه ورځ د اختر نو د انسان لپاره هم دا لازمه ده چې د الله پاک شکر پر ځای کړي چې يقينا د شکر په آداء کولو باندي د انسان لپاره د الله پاک رحمتونه او نعمتونه ډيريږي لکه د آيت مفهوم چې همداسي دی: چې ای بندګانو که چېري تاسي زما شکر آداء کړ نو زه به خپل نعمتونه نور هم درباندي ډېر کړم او که مو کفران د نعمت وکړ بيا نو پوه سئ چې زما عذاب ډېر سخت دی.
د الله پاک د شکر آداء کول په لاندي شيانو باندي کولای شي:
•د اختر په ورځو کې بايد د اسراف څخه ځان وساتو، د شيرينۍ او ځينو خوراکي توکو په رانیولو او استعمالولوکې اعتدال مراعات کړو، که څوک د ځان او خپل کور لپاره شيريني رانيسي نو د بل مسکېن غم هم بايد ورسره وي، د دې پر ځای چې پر شيرينۍ او خوراکې شيانو ډېري روپۍ لګوي هغه دي و يو مسکېن ته ورکړي تر څو مسکېن هم ورڅخه خوشاله سي، الله پاک هم ورڅخه خوشاله سي او ځان د الله پاک د رحمت مستحق هم وګرځوي.
• د اختر په مبارکو ورځو کې بايد انسان ځان د بې فايدې او عبثو کارونو څخه وساتي لکه د سپيو، خروسانو، هګيو او نورو حيواناتو د جنګولو څخه، ځکه متقي انسان دا ندی چې نفلي عبادات ډېر کوي بلکې متقي او پرهيزگار انسان هغه دی چې د عباداتو د کولو تر څنګ د محرماتو څخه هم ځان ساتي.
•د اختر په ورځو کې دي د غيرشرعي او ناروا رواجونو څخه ځان وساتي، ځيني داسي مراسم شته چې نه تنها دا چې جايز ندي او فايده نه لري بلکې شرعا حرام او ناروا دي لکه د موسيقۍ محفل جوړول، د شراب څښلو او ورقو کولو مجلس جوړول او دېته ورته نور محافل چې ځينې د دين څخه ناخبره خلګ يې په دې مبارکو ورځو کې جوړوي.
همدا راز په دې ورځو کې ځيني خلګ فاتحه نيسي چې داکار هم شرعا نه دی روا ځکه دا ورځي د مصيبت لپاره نه بلکې د خوشالۍ لپاره دي.
•لکه په نورو ورځو کې چې مسلمان لمونځ په جماعت کوي د اختر په ورځو کې هم بايد مسلمان لمونځ په جماعت وکړي او په دې پلمه چې ورځ د اختر ده او زما مصروفیتونه ډېر دي د جماعت پرېښودل ورته نه روا کېږي.
•په ځينو سيموكې داسي رواج دی چې د اختر مخکې د هر چا مړی سوی وي هغه دغه اختر نه لمانځي، نوي کالي نه اغوندي، ځان نه پاکوي او هیڅ ډول اختریز مراسم نه ترسره کوي چې دا غلط کار او غلط رواج دی موږ باید د دې رواج څخه ځان وساتو.
•همداسي کور ته چې د اختر مخکې یې مړی شوی وي په ځینو ځایونو کې دکلي خلک او امام ټوله په یووار د فاتحې لپاره ورځي سره د دې چې د هغه شرعي درې ورځی فاتحه خو مخکې خلاصه سوې وي دوی هم مخکی تسلیت ورکړی وي خو د اختر په ورځ بیا ورځي دا رواج هم هیڅ شرعي ثبوت نه لري او موږ باید ورڅخه ډډه وکړو ځکه شرعا تر درو ورځو اضافه مصیبت په اسلام کې نشته دا چې څو میاشتي یا اوونۍ وروسته څوک ورځي بیرته یې مصیبت را تازه کوي دا خپله یو غیر شرعي عمل دی.
د اختر د ورځې آداب:
د دې مبارکي ورځي د آدابو د پر ځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکې تر دې چې د لمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړ سي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي او مخکې تر آداء کولو د لمانځه سرسايه ورکړي.
په دې ورځی کې بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېر نه کړي ځکه چې په دې ورځی کې نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چې عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پر يوې لاري دي ولاړ سي او پر بلي لاري دي بيرته خپل کور ته راسي، په کوچني اختر کې دي مخکې تر تللو عيدګاه ته څو دانې خرماوي وخوري او كه خورماوي نه وې بيا دی بل شی وخوری، خو هر شی چی د خوړلو لپاره ورته برابریږی ډېره ښه خبره دا ده چی په خپل کور کې یې وخوری.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چې کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کېږي د ځان او د خپل مسلمان ورور د عباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کې دا رواج وو چې د اختر په ورځ به دوی سره مخامخ کېدل نو يو بل ته به يې ويل تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسي نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پر اساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي.
اختر د چا لپاره دئ؟
يو څوک د اختر په ورځ د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ځي چې ګوري مخ ته يې ارزان قيمته او عادي خواړه ايښي دي دا سړی ورته وايي: ای علي(رضي الله عنه) د اختر ورځ ده خو ته د ارزان قيمته خوړو څخه استفاده کوې؟ حضرت علي رضي الله عنه ورته فرمايي:
ای وروره! اختر د هغه چا لپاره دی چې الله پاک يې روژه قبوله کړېوي. بيا يې ورته وويل: نن ورځ زموږ لپاره اختر دی، سبا ورځ زموږ لپاره اختر دی او هره هغه ورځ چې موږ د الله پاک نافرماني په کې ونه کړو زموږ لپاره اختر دی.
همداسي راغلي دي :يعني اختر د هغه چا لپاره نه دی چې نوي کالي واغوندي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې ډېر اطاعت او بندګي وکړي.
اختر د هغه چا لپاره نه دی چې ډېر دراهم او دنانير لاس ته راوړي بلکې اختر د هغه چا لپاره دی چې د عزيز او غفار الله پاک اطاعت وکړي.
نو د هغو خلګو لپاره دي خوشالي او مبارکې وي چې د رمضان روژه يې نيوليې وي عبادت يې کړی وي، د مساکېنو او فقيرانو سره يې مرسته کړې وي او پوره تقوی يې لاس ته راوړې وي ځکه اصلي اختر هم د دوی دی.
د اختر د ورځی پيغام:
د اختر ورځ د مسلمانانو لپاره د يووالي او اتحاد د ثابتوالي ورځ ده، د اختر ورځ د توبې او مغفرت ورځ ده، د اختر ورځ د نورو اړو مسلمانانو د حاجت پوره کولو ورځ ده.
دېته بايد تل ډېره پاملرنه ولرو چې مسلمانان بايد هميشه د دښمنانو په مقابل کې خپل يووالی او اتفاق په ثبوت ورسوي په ځانګړې توګه پداسي ورځو کې چې د اجرت او مزدورۍ ورځ ياديږي، هغه ورځ چې مسلمانان په يو ځاي کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کوي چې دا خپله پر فکري، عقيدتي او سليقوي وحدت او يووالي باندي دلالت کوي او د دې ښکارندويي کوي چې مسلمانان د ځايونو، قومونو، رنګونو او ژبو د توپير سره سره د يوې کورنۍ په شان دي او دا بايد موږ مسلمانان د ځان وظيفه وبولو چې ټوله اوږه پر اوږه په عيدګاه کې په يوه امام پسې د اختر لمونځ آداء کړو او بيرته په ډېري خوښۍ او خوشالۍ سره خپلو کورونو ته ستانه سو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *