مقالی اوتبصرې

د لاجوردو لاره د بين المللي جيوپولټيک په رڼا کې

د افغانستان لپاره د لاجوردو لارې ارزښت
افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په وچه کې راګېر دی او د خپل تجارت او ټرانزيت د جهتونو ټاکلو له‌پاره اړه دی چې ښو اوبيزو مسيرونو ته لاره پيدا کړي. د هغه سياسي او ټرانزيټي ننګونو له امله چې هند بحر په مسير کې شته دي، افغانستان دې ته اړ دی چې د نورو اوبيزو بديلو لارو په لټه کې شي، خپلې اړيکې د صعنتي او د نړۍ له نور هيوادونو سره ټينګي کړي او په دې برخه کې چې کوم حقوقي کنوانسيونونه ــ ATTA او APTTA ــ افغانستان د پاکستان سره لاسليک کړي چندان نتيجه يې نه ده ورکړې او وخت ناوخت د پاکستان له لوري د ياد هيواد ټرانزيټي لارې د فشار د وسيلې په حيث استعمال شوي دي.نو ويلی شو چې په دې برخه کې د لاجوردو لاره يو د مهمو بديلونو څخه ګڼل کېږي چې پر مټ يې افغانستان کولی شي له ټرانزيتي محاصرې څخه ځان وژغوري او په يو بين المللي ټرانزيټي او سوداګريز موقعيت ځان واړوي.پر همدې بنسټ کولی شو د لاجوردو د لارې اهميت د افغانستان لپاره په څو ټکو کې خلاصه کړو:
لومړی؛ د لاجوردو لاره د اروپا، د افريقا د شمالي هېوادونو سره د افغانستان د وصل تر ټولو لنډه،ارزانه او مطمئنه لار ده. څېړنې ښيي د نورو لارو په مقايسه د لاجوردو پر لار تجارتي اموال درې تر څلور ورځو په لږ وخت کې اروپا ته رسيږي او هر باروړونکي موټرو په لګښت کې د زرو تر دوو زرو ډالرو کموالۍ راځي.
دویم؛ په تېر کې د لاجوردو لارې په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شوی و چې د هغه پر بنسټ غړيو هيوادونو منلې وه چې پر افغاني توکو باندي به هيڅ ډول تعرفه يا محدويت نه وضع کوي او د افغانستان لارۍ به پرته د کوم ګمرکي خنډ يا موانع څخه کولی شي د يادو هېوادونو څخه په هره يوه کې بارګيري يا اموال تخليه کړي.که د دې لارې په بیا فعالېدو سره متقابل امتیازت خوندي شي، ډېر اغېزناک او دوامداره به وي.
درېيم؛ د دې لارې په پراختیا او بیا فعالېدو سره افغاني توليداتو ته نوي بازارونه پيدا کېږي،دغه لار افغانستان د شوروي اتحاد د اروپائي برخي سپوږ مکيو ،اروپا يي هيوادونو او د افريقا د شمال هيوادونه سره نښلوي او همدا ډول د دې لاري په اوږدو کې کسپين سمندرګی به افغانستان د روسې او د ايران د شمال سره ونښلوي.لنډه چې دغه لار به کور دننه توليداتو سره د غړو او نورو هېوادونو مارکېټونو ته په لاس رسي کې د پام وړ مرسته وکړي.
څلورم؛ کور دننه به باکيفيته او ارزانه توکو ته هېوادوال لاس رسی پيدا کړي چې دا په خپله پر بازر او د خلګو پر ژوندانه مثبت اغېز پريږي.
پنځم؛ د لاجوردو لارې څخه په استفادې هغه هيله او لید چې غواړي افغانستان د سیمې په تجارتي او ټرانزيټي څلور لاري بدل شي د تحقق لوري ته به تقرب وکړي او له دې درکه به د پام وړ عوايد ترلاسه شي، چې دا چاره په تير کې د اشغالګرو او ناامنۍ د شتون له امله د جدي خنډ سره مخ وه.
شپږم؛ اړوند مسير کې به مېشتو خلکو ته د کار زمينه برابره او ورسره اقتصادي خوځښت رامنځ ته شي.
اووم؛ د لاجوردو لار افغانستان ، پاکستان او ايران د لارو د اموالو د لېږد په برخه کې د اتکاء څخه راباسي ــ افغانستان له ټرانزیټي انحصار او احتیاج ژغوري ــ او د لګښت له اړخه هم د پاکستان له لارې د توکو لېږد ګرانبيه دی نسبت لاجورد لاري ته.
اتم؛ د افغانستان د سيمه يیزي همکارۍ ابتکار غونډې په دوام د لاجوردو لارې بیافعالېدل به د سيمه‌يیزو نوښتونو په برخه کې افغان حکومت ته بله لویه لاسته راوړنه شي. افغان حکومت د فعاله اقتصادي ډيپلوماسۍ له لارې کولی شي یادې موخي ته ورسيږي او د سيمې په کچه د اقتصادي يووالي په برخه کې ورڅخه ښه ګټنه وکړي.
نهم؛ دا لاره به د افغانستان د ټرانزيټي او تجارتي شريکباڼو د ډېرېدو لامل شي او معلوم داره د سيمې د هيوادونو تر منځ اقتصادي وضعيت به مثبت اغېز وشندي او بالاخره به سيمي هاخوا هېوادونو د اقتصادي بافت او نږدې کېدو لامل وګرځي.

دويمه برخه – ثناءالله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *