دینې لیکنې

د مدينې پر لور نهمه برخه 

اقبال د معاصرو مسلمانانو تاريخ تر څيړنې او کتنې لاندې نيسي، داسې څه په کې ويني چې هر مسلمان پرې شرميږي او د محمدي رسالت له لوړو ښوونو سره هېڅ رنګ سمون نه لري لکه شرک، د غير الله عبادت، د ظالمو حاکمانو ستاينه او داسې نورې کړنې چې له امله يې د هر غيرتمن انسان په تندي عرق روانيږي.
اقبال دا هر څه يو په يو يادوي، سر کښته اچوي او په زغرده اعتراف کوي چې اى د الله تعالى رسوله! لنډه دا چې موږ امت دې ستا له شأن سره جوړ نه يو.
ننالم از کسى می‌نالم از خویش
که ما شایان شأن تو نبودیم
هغه اسلامي نړۍ ته ځغلنده نظر اچوي؛ کومه نړۍ چې هر ګوډ ته يې مسافر شوى او ټول مراکز يې ورته معلوم دي، هغه د اسلامي نړۍ د معنوي ضعف او فقر له امله ژاړي او اجمالاً وايي: په روحي مرکزونو (خانقاوو) کې د زړه غذا او د مينې رسالت نه موندل کيږي، په علمي مرکزونو (ديني مدرسو او پوهنتونونو) کې ابتکار نه تر سترګو کيږي او د شعر او ادب په مجلسونو کې د داسې اشعارو څرک نشته چې چا کې د لوړ خيال همت را ژوندى کا بلکې ټول ساړه اشعار دي چې د مړ زړې اديب له خولې راوځي.
سبوی خانقاهان خالی از می
کند مکتب، ره طی‌کرده را طی
ز بزم شاعران افسرده رفتم
نواهای مرده بیرون افتد از نی
وروسته وايي: د اسلامي نړۍ هر ګوټ کې وګرځېدم خو داسې مسلمان مې پيدا نه کړ چې مرګ ترې وډاريږي.
به آن بالی که بخشیدی پریدم
به سوز نغمه‌های خود تپیدم
مسلمانی که‌ مرگ از وی بلرزد
جهان گردیدم و او را ندیدم
اقبال د مسلمانانو د کمزورتيا او خواشينيو لامل په ګوته کوي او وايي: هغوى زړونه لري خو محبوب نلري يعنې د محبت ماده پکې شته خو داسې محبوب چې محبت پرې نثار کړي نه يې لري نو ځکه سرګردان او حيران دي او د ژوندون له خوند او سکون څخه بې برخې دي. يقيناً څوک چې په زړه کې د محبت ماده نه لري يا محبوب نه پيژني چې محبت پرې نثار کړي په همدغسې برخليک به اخته شي.
شبی پیش خدا بگریستم زار
مسلمانان چرا خوارند و زارند؟
ندا آمد نمی دانی که این قوم
دلی دارند و محبوبی ندارند
خو هغه د ګڼ شمير مأيوس کوونکو لاملونو سربېره بيا هم د مسلمانانو څخه مأيوس او د الله له رحمت څخه ناهيلې نه ٶ بلکې د دين له رجالو څخه انتقاد کوي چې ولې د مسلمانانو څخه ناهيلې دي، د هغوى له ويښولو يې اميد قطع کړى او سترګې يې نورو ته اړولى دي! د همدغسې خلکو اړوند په درد وايې:
نگهبان حرم معمار دیر است
یقینش مرده چشمش به‌ غیر است
ز انداز نگاه او توان دید
که نومید از همه اسباب خیر است
نور بـيا …

 ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *