سرمقالې

د استخباراتي جګړې مخنیوی په استخباراتي ځواک سره ممکن دی!

د تېرو څلوېښتو کلونو په موده کې پر افغانستان د دوو سترو ځواکمنو نظامی اتحادونو وارسا او ناټو یرغل، دلته یې مات ګوډ کېدل او بیا خوار وزار وتل پر ټولې نړۍ دا یقین ور پوخ کړ چې دا هېواد رښتیا هم د امپراتوریو هدیره ده. له همدې کبله اوس له قراینو داسې ښکاري چې نور به تر ډېرې مودې پورې هیڅوک هم په ښکاره زموږ پر هېواد یرغل کولوته زړه ښه نه کړي. خو دا چې نن سبا هسې هم د نړۍ په لروبر کې د استخباراتي جګړې دود خورا زیات شوی، نو حتمي ده چې موږ به هم د ګڼو دښمنانو له خورا سختو استخباراتي جګړو سره مخ کیږو. اوس به د نړۍ زیاتره هېوادونه موږ سره سلام کلام او راشه درشه کوي، دلته به یې استازولۍ فعالې وي، دیپلوماتان به یې راځي او موږ سره به یې په دوامداره توګه خبرې  اترې روانې وي، خو بل لورته به همدغه هېوادونه اجرتي قاتلان رالیږي، روزنه او پالنه به یې کوي، پلانونه به ورته جوړوي او موږ پسې به خطرناک دروغجن پروپاګند کې شپه ورځ مصروف وي. البته دهغوی د بشري مرستو نارې سورې او دیپلوماتیکي روابط به یقینا یوازې او یوازې زموږ د غافل کولو او دوکه کولو لپاره وي، څو د هغوی معاندانه کړنوته متوجه نه شو او د مخنیوي لپاره یې مناسب ګامونه وانه خلو. په دې اساس لازمه ده چې د همدغسې یولوی او خطرناک استخباراتي جنګ لپاره موږ هم تر خپلې وسې ضروري تدابیر ونیسو، مشورې وکړو او د مقابلې لپاره یې اغېزمن پلانونه وسنجوو. ښکاره ده چې په دې جګړه کې نه لس ګونه زره عسکر او جنګیالي په کار دي، نه ډېرې پرمختللې الوتکې، توغندي او توپونه او نه پخې تاڼې او محکمې چوڼۍ ګانې ضروري دي، بلکې په دغه خطرناکه جګړه کې هرچېرته د پټو کسانو ګمارنه، شکمنو ډلوکې د نفوذي  اشخاصو ننوېستل، له مختلفو طبقاتو سره ژورې اړیکې پالل او له هغوی نه مطلوب معلومات راغونډول په کار دي. البته معلومه ده چې ددغه ډول پروسې د پرمختګ لپاره هم د یوغټ شمېر هوښیارو او ځیرکو اشخاصو روزنه لازمه ده او هم یې تر خپله حده تمویل، تجهیز او تنظیم.

دا لاڅه چې د یاد هدف ترلاسه کولو او روانې استخباراتي جګړې کنټرولولو لپاره اړینه ده چې زموږ د نظامي تعلیماتو په نصاب کې د نړۍ د عصري جاسوسي کتابونو ژوره مطالعه او تدریس هم شامل او له ګردو استخباراتي تکیتکونو سره هم ځانونه ښه بلد کړو. ځکه ښکاره ده چې دغه روانه جګړه ښایي تر ډېرو کلونو اوږده او یا هیڅ وخت پای ته ونه رسیږي. وجه داده چې طبعاً زموږ د هېواد بې ثباتۍ کې هم د ځینو هېوادونو ګټې نغښتې دي، نو کله چې په میداني جګړه کې یې د مال او مټو زور اوبه شو، پټه استخباراتي جګړه چې په مراتبو ورته اسانه، ارزانه او بې خطره ده هیڅکله به لاس ترې وانه خلي. بناءً ثابته شوه چې اوس پرته له شکه د همدغه شان جګړې نوبت دی او د همدغې اسانۍ او  ارزانۍ له امله به یې ترهغه راسره اوږده کړي څو چې موږ د هغوی ټولې ګټې خوندي کړې او فرمایشات منلي نه وي. په دې لړ کې د هغوی شل کلنې خوارۍ او لګښتونه او پرهغوی باندې افسوس او حسرتونه لایوبل عامل دی چې ارام ته یې نه پریږدي او د پرله پسې مداخلو روحیه او جذبه ورکوي. لنډه دا چې زموږ پر وړاندې دغه شیطاني جګړه خورا ډېره اوږده ښکاري نو بویه چې واکمن مسؤلین هم د واک و اقتدار له نشې را بیدار او ددغې پېچلې مقابلې لپاره د هېواد تجربه کارو، هوښیارو اوسپین ږیرو مشرانو په مشوره پر اړینو اقداماتو او تدابیرو لاس پورې کړي. د قادر خدای د مرستې او توفیق په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *