لیکنېمقالی اوتبصرې

زما نظر دا دی

زما نظر دا دی چې زموږ په ګران او محبوب هیواد کې د یوې پیړۍ په لړ کې د دریو سترو امپراطوریو ماتیدل او د اشغالګرو څخه د خپلواکۍ بیرته ترلاسه کول د چاله لوري ډالۍ نه بلکې دا د مؤمینو او میړنیو مجاهدینو د اسلام  او هیواد سره د بی کچې مینې او قربانیو پایله وه چې د پنځلسمې پیړۍ یوه حیرانوونکې معجزه یې ګڼلی شو. دلته د اسلام لپاره میلیونونو  انسانانو خپل سرونه نذرانه کړل

سالمزی

زما نظر دا دی چې زموږ په ګران او محبوب هیواد کې د یوې پیړۍ په لړ کې د دریو سترو امپراطوریو ماتیدل او د اشغالګرو څخه د خپلواکۍ بیرته ترلاسه کول د چاله لوري ډالۍ نه بلکې دا د مؤمینو او میړنیو مجاهدینو د اسلام  او هیواد سره د بی کچې مینې او قربانیو پایله وه چې د پنځلسمې پیړۍ یوه حیرانوونکې معجزه یې ګڼلی شو. دلته د اسلام لپاره میلیونونو  انسانانو خپل سرونه نذرانه کړل او د نړۍ د سترو فرعوني ځواکونو په وړاندې یې خپلې سینی سپر کړلې چې د یرغلګرو فولادي ټانکونو او طیاروته یې د خپلو غوښو په انفلاق ماته ورکړه، اسلامي نظام د هر مؤمین افغان او مجاهد د زړه غږ دی او دا غږ باید نړۍ هم له موږ سره بدرګه کړي او هر هغه مغرض هیوادونه او حلقې چې پدې لارکې ستونزې او خنډونه زیږوي باید زموږ ملت یې پروړاندې یو موټی شي او پری نږدي چې یو ځل بیا زموږ د زرګونو شهیدانو، کونډو، یتیمانو او مجاهدینو په ارمان لوبې وشي، زما دا نظر دی چې  اسلامي نظام د هر مجاهد افغان او مجاهدې افغانې خور وروستۍ هیله ده. زما دا نظر دی چې که موږ  غواړو له پرمختللې نړی سره خپل ځان د سیالۍ جوګه کړونو له تعلیم او تعلم پرته بله لارنلرو، د قرآن کریم له لومړنۍ ومې ولوله څخه څرګندیږي چې  علم په هر نارینه او ښځه فرض دی او یا دا چې علم زده کړه که څه هم په چین کې وي، اوس چې دواک واګې د ملت ترټولو غوره قشر د انبیا وو د وارثینو یعنی دیني علمای کرامو پلاس کې دي او دوی له بل هرچا د تعلیم او تعلم په قدر ښه پوهیږي پکار ده چې د خپل راتلونکي نسل د ښې او سالمې روزنې په برخه کې تر نورو ډیر اغیزمن او ګټور قدمونه پورته کړی او زموږ دغیرتي او مجاهد ملت دغه اندیښنې ته د پای ټکی کیږ دي او د بسوګۍ دغه واده پخیر پای ومومي. زما دا نظر دی چې زموږ چارواکي د ملت دغه غوښتنې ته مثبت او ګټور ځواب ووایې. زما یو نظر دا هم دی که چیري زموږ واکمن د وارداتي بریښنا پر ځای پخپلو سر شاره سیندونو د بریښنا بندونو د جوړولو چارې له نورو عارضي پروژو رامخې ته کړي چې یواځي د کونړ پرسیند د سره طاق په سیمه کې چې د شهید سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال یې سروې تر سره شوې وه د هیواد په پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم او ټاکونکی رول لوبولی شي چې په جوړولو سره به یې د هیواد په کچه بریښنایې ستونزه لمنځه تللې وي او په هیواد کې به د سلګونو فابریکو بریښنایې اړتیا پوره او په زرګونو افغانانو ته به په هره برخه کې د کار زمینه برابره شي. زما نظر دا دی چې زموږ هیواد یو زراعتی هیواد دی که اوبه یې په منظم شکل تنظیم  او مدیریت او په صحیح ډول د هیواد شاړې خړوب شي، یواځي د هلمند ځمکې د ټول هیواد زراعتي اړتیاوي پوره کولی شي. زما دا نظر دی چې زموږ ګران او محبوب هیواد افغانستان یو غرنی او د طبیعي زیرمو ډک هیواد دی خو چې موږ خپل مسلکی ماهرین نلرو دا یوه تشه ده، پکار ده چې موږ خپل مسلکی ماهرین په هره برخه کې ښه تربیه او وروزو او همدا رنګه په نورو هیوادونو کې افغان ماهرین تشویق کړو تر څو د هغوی له فکري او علمي استعدادونو څخه د خپلو طبیعي ذخایرو په را سپړنه کې ګټه واخلو او بهرنیو مرستوته اړنشو او پخپلو پښو ودریږو. هیله ده که زما په نظر څوک نظر اونیو که لرۍ او یا پدې اړه خپل نظر څرګندوۍ خپل وړاندیز دی په لیکلې بڼه د شریعت ادارې ته را واستاوی. د یوه خپلواک سرلوړي او سمسور افغانستان په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *