لیکنېمقالی اوتبصرې

د افغانانو له ګډون پرته نړيوالې غونډې بې ګټې او هسې د وخت ضیاع ده

په پام کې ده چې د مې مياشتې پر لومړۍ او دوهمه نېټه (دوشنبې او سې شنبې) په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتريش په مشرۍ د افغانستان په اړه په دوحه کې غونډه جوړه شي، که څه هم د دې غونډې اجنډا مالومه نه ده، خو داسې ويل کېږي چې په ياده غونډه کې به د افغانستان پر سياسي، اقتصادي او بشري وضعيت او د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر حقونو بحثونه وشي. خو ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي وياند سټيفن دوجاريک ويلي، د دوحې غونډې اصلي موخه د افغانستان په اړه د يوه دوامداره مخکې تګ لپاره د نړيوال تعامل بيا پياوړي کول او د ګډو اهدافو لټون او يوه ګډ پيغام ته رسېدل دي. لکه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډونه حکومت، له ترهګرۍ سره مبارزه، د مخدره توکو قاچاق کليدي ټکي
يادوي.
له دغو څرګندونو داسې ښکاري، چې بهرنيان ليبراله ډيموکراسۍ پر اسلامي امارت ومني او خپلې ټولې اړيکې له همدې لارې مخته يوسي، خو اسلامي امارت بيا خپل ارزښتونه لري او پر ليبرالې ډيموکراسۍ هېڅ باور نه لري، هر هغه څه، چې د اسلامي اصولو خلاف وي، اسلامي امارت ته د منلو وړ نه دي ، تېرو ترخو تجربو ثابته کړه، چې صليبي لښکرو، ديموکراتانو او مغرضو سياسيونو له مظلومو افغانانو سره څه وکړل؟ افغانانو ته يې په تېر شل کلن اشغال کې څه ګټه ورسوله؛ پرته له دې، چې مظلوم افغانان يې له صحنې ايستلي و او شپه او ورځ يې پرې يوه کړې وه، موږ وليدل چې په تېره شل کلنه دوره کې يې د افغانانو تر منځ داسې د نفاق او کرکې تخم شيندلی وا، چې ورور يې له وروره بيزار کړی وا، پلار له زويه او ګاونډ له ګاونډه ، همدا لامل شوی وا چې هره ورځ به په سلګونو ميندې بورې، سګونو مېرمنې کونډې او سلګونه اولادونه
يتيمانېدل!
د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره اوونۍ په متفقه توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار کولو بنديز وغانده او د اسلامي امارت پر مشرانو يې غږ وکړ، چې ژر تر ژره خپله د بنديزونو پرېکړه بېرته واخلي، خو اسلامي امارت د شريعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي او ټول حقونه يې خوندي ساتلي. د بهرنيو چارو وزارت د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو د نه کار کولو پرېکړه يوه کورنۍ ټولنيزه مسئله ده او بهرنيان بايد له دې موضوع له سياسي کولو ډډه وکړي.
همدارنګه د يوناما سياسي مرستيال مارکس پوتزل د رئيس الوزرا له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، چې د ٢٢ هېوادونو او دوو نړيوالو ټولنو استازي به د افغانستان، سيمې او نړۍ د بشري حقونو او امنيت په اړه د دوحې په غونډه کې خبرې وکړي. له دې غونډې وړاندې د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو پرېکړه ليک تصويب کړ،چې پر اساس يې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د حقونو پر ورکړې ټينګار شوی، خو اسلامي امارت د ټولو نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دی او د ښځو پر کار ځينې لګېدلي محدوديتونه د افغانانو خپله کورنۍ مسئله ده،دا چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې،خو له اسلامي امارت پرته غونډې د افغانستان په ګټه نه دي، که ملګري ملتونه غواړي چې غونډې او خبرې يې اغېز ولري، بايد د اسلامي امارت استازو ته د ګډون بلنه ورکړي،که دوی په رښتيني معنی غواړي چې د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي، نو ښه خبره دا ده چې يو څوک د افغانستان په استازولۍ هلته ور وغواړي، افغان استازي به د ملګرو ملتونو نيوکو ته منطقي ځوابونه ووايي او د افغانستان پر سياسي، اقتصادي، بشري وضعيت له دوی سره مخامخ خبرې وکړي او پورتنيو مواردو په اړه به نړيوالو ته قناعت ورکړي.
افغانان له نړيوالو هيله لري،چې د اسلامي امارت پر وړاندې دې بېلا بېلې پلمې نه جوړوي، دوی که رښتيا د افغانستان سياسي او اقتصادي ثبات ته ژمن وي، نو پر اسلامي امارت دې لګېدلي بنديزونه لرې کړي او بې له قيد او شرطه دې اسلامي امارت په رسميت وپېژني، ځکه د ټول ولس برخليک پر خپل حکومت پورې تړلی دی، د افغانستان د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو وروسته کابو دوه کاله تېرېږي، خو لا هم هېڅ کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی او لا تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم نه ده ورکړل شوې.
اسلامي امارت د اسلامي شريعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، ښوونې او روزنې او د مطبوعاتو آزادۍ ته پوره درناوى لري، الحمدلله په افغانستان کې اوس ټولشموله حکومت رامنځته شوی، هر راز قومي، سمتي او ژبني تعصب د پای ټکی اېښودل شوی او د ټولو ولايتونو وګړي تر اسلامي چتر لاندې په دولتي ادارو کې په عادي توګه خپلې دندې پر مخ وړي، دغه راز په اوسني حکومت کې د نشه يي توکو کرکيله صفر شوې او پر ضد يې جدي مبارزه کېږي، همدارنګه په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تامين شوی او اسلامي امارت يوازې په افغانستان کې نه؛ بلکې په سيمه کې هم امنيت او ثبات له خپل اقتصاد محوره بهرني سياست سره مرستندوی بولي او په هېڅ صورت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو په ضد وکارول
شي.
که نړيواله ټولنه په رښتينې توګه د افغانستان اقتصادي وضعيت ته اندېښنه لري، نو مهرباني دې وکړي، پر امريکا دې فشار واچوي، چې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده کړي،ځکه همدا شتمني ده،چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حلولی شي.

احمد راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *