اقتصاد او رغونه

د زابل والي د کډو غره د کرومایټ کان راسپړلو چارې وارزولې

د زابل والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کډو غره په سیمه کې

د زابل والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کډو غره په سیمه کې د کرومايټ کان راسپړولو د چارو ارزونه وکړه.
ابوحمزه په دغه کتنه کې د یاد کان مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلې چارې د لایحې او کړنلارې مطابق مخته یوسي او هڅه دې وکړي، چې د یاد ولایت په نورو کانونو هم پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې څه موده وړاندې یې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره د لیدنې پر مهال د زابل ولایت د ټولو کانونو د راسپړلو موضوع شریکه کړې او غوښتنه یې ورڅخه کړې چې په دې تړاو دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د زابل د کانونو آمریت مسؤلين وايي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۹ کانونه شتون لري او په استخراج سره به یې د دې ولایت په اقتصادي، پرمختیایي او سوداګریز کې د پام وړ بدلون راشي او ترڅنګ به ګڼو زابل مېشتو ته د کار زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *