د مس عینک تاریخي آثارو د ساتنې او انتقال په موخه ابتدايي چارې پيليږي
د ژمي په را رسېدو سره د لوګر د مس عینک لرغونو آثارو د ساتنې او د ځینو مهمو تاریخي آثارو د آزمایشي انتقال په برخه کې د الف ALIPH موسسې په مالي ملاتړ او د اقاخان فرهنګي بنسټ له لوري یو لړ کارونه پیل شي.
د ژمي په را رسېدو سره د لوګر د مس عینک لرغونو آثارو د ساتنې او د ځینو مهمو تاریخي آثارو د آزمایشي انتقال په برخه کې د الف ALIPH موسسې په مالي ملاتړ او د اقاخان فرهنګي بنسټ له لوري یو لړ کارونه پیل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د یادې پروژې د کارونو د پیل ستاینه کوي او ډاډ ورکوي، چې د یادې پروژې کارونه به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نظارت او همغږۍ په فني او مسلکې ډول پر مخ یوړل شي.
عزیزي زیاتوي، چې د ژمي د رارسېدو سره به د لوګر په مس عینګ کې د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره به د احتمالي بارانونو او نور طبیعي پېښو څخه د مخنیوي په موخه بېړنۍ چارې ترسره شي.
نوموړی وایي، چې د یادې پروژې په پيل سره به ۲۰۰ کسانو ته د کاري زمینې سربېره افغاني متخصصینو او مسلکي کسانو ته د فني او مسلکي زده کړو فرصت هم برابر شي.
همدارنګه په مس عینک کې د تاریخي آثارو د پاسه به لنډ مهاله محافظتي پوښښونه ودرول شي، چې د موسمي اوبو او د خطر نه د بچ کېدو لپاره به کوچنۍ ویالې هم جوړې شي او که چېرې لازمه وکڼل شي، د تاریخی دېوالونو پرمخ د نقاشۍ او مهندسۍ شهکارونو، انځورونه او په مصئونه توګه مسلکي لېږدونه یوې خوندي سیمې ته هم په پلان کې شته.
د یادونې وړ ده، چې د پروژې په جریان کې نوي درې اړخیز اسناد ترتیب کېږي، ترڅو د ساحې لپاره یو معیاري او د معلوماتو د راټولولو جامع مرکز (ډیټابیس) هم جوړ شي.