کندز: سلګونو ښځو ته د خیاطۍ زده کړې زمینه برابره شوه
شریعت: د کندز په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې ۴۰۰ بې وزله مېرمنو ته د خیاطۍ برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوه.
شریعت: د کندز په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې ۴۰۰ بې وزله مېرمنو ته د خیاطۍ برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوه.
د کندز د کليو، د بيارغونې او پراختيا رياست د پروګرامونو آمر مطيع الله سيدزي د باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې شاو خوا یوه میاشت وړاندې د کندز د کلیو بیارغونې، پراختیا ریاست په همغږۍ او د ACTION AID په مالي مرسته د کندز مرکز او د حضرت امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۰۰ بې وزله مېرمنو ته د خیاطۍ زده کړې برابرې کړې، چې د خیاطۍپه برخه کې ۱۶ ښوونیز ټولګي د کندز په مرکز او ۶ ټولګي په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې ۶جوړ کړي، چې د ۶ میاشتو لپاره په کې سلګونو مېرمنې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، په دې دوره کې به د هغو شمېر مېرمنو لپاره چې د ګنډلو روزنه ترلاسه کوي، هرې ښځې ته به نه يوازې ۶ زره افغانۍ نغدې پيسې ورکول کېږي، بلکې د دغه پروګرام په پاى کې به د ګنډلو د دوو ماشينونو په ګډون د ګنډلو ټول وسايل هم ورکړل شي.
د نوموړي په خبره، کندز کې د اسلامي امارت مسوولینو تل هڅه کړې چې د ښې حکومتولۍ د برابرولو ترڅنګ ښځو ته د کار او تعلیمي پروګرامونو زمینه هم برابره کړي.