مقالی اوتبصرې

د هر ډول بنسټیزو پروژو  رغونه مثبت ګام دی؛ شاه محمود درویش

په هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت په واکمن کیدو سره له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته

په هیواد کې د افغانستان اسلامي امارت په واکمن کیدو سره له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته هم پاملرنه زیاته شوې ده چې ښه بیلګه یې د هیواد په شمال کې د قوشتیپې کانال پیلیدل، په هلمند کې د کجګي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې ته سپارل د کابل- قندهار لویې لارې بیارغونه او داسې نورې سترې پروژې دي چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. البته د بنسټیزو او رغنیزو پروژو د چارو د څارنې او ارزونې په موخه څه موده وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادې مرستیال ملا عبدالغنې برادر آخوند نیمروز ته په سفر تللی وو، نوموړي له کمال خان بند څخه د لیدنې پر مهال، دغه پروژه یو ملي او حیاتي پروژه بللې او د پروژې د مسؤلینو د ترسره شویو چارو د ستاینې ترڅنګ د کارونو د لا ښه والي په خاطر یې هغوئ ته ځینې سپارښتنې هم کړي دي. د کمال خان بند دهیواد په کچه له لویو بندونو څخه شمیرل کیږي چې د نیمروز په چهار برجک ولسوالی کې د هلمند پر سیند د موسمي سیلابونو، کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د بریښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی. هغه کرنیزې ځمکې چې له کمال خان بند څخه خړوبیږي، مساحت یې ۱۷۴ زره هکتارو ته رسیږي. دغه بند د کرنیوز ځمکو د سمسورتیا تر څنګ د چاپیریال خوندي ساتلو او روان ریګ د کنټرول په برخه کې هم ګټور دي. دنظردخاوندانو په وینا د کمال خان بند 184 زره هکتاره ځمکه خړوبوي، لږ ترلږه 9  میګاواټه بریښنا هم تولیدوي اود 52 میلیون مترمکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري. البته د کمال خان بند کارونه څو لسیزې وړاندې د محمد داوود خان د واکمني په وخت پیل شول، خو تر اوسه یې چارې په بشپړ ډول نه دې ترسره شوي. په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د دغې ملي پروژې پاتې چارې بشپړې کړي.

بناً دې ټکي ته موباید پام وي چې د کمال خان بند د اوبو د زیرمه کولو، د سرحدي او ګرمو ولایتونو د بریښنا د تولید، د کرنې لپاره د اوبو د برابرولو، د سیمه ییز اقتصاد د ودې او پیاوړتیا او د هیواد د ثبات د ټینګښت په برخو کې هم اغیزمن دی. البته د دغه بند په جوړیدو سره د بریښنا پر تولید سربیره خلکو ته د سولې او آرامۍ د فضا او د ښار په ښکلا کې د پام وړ اغیزه لري، دغه بند د کارموندنې او بزګرانو د کاري پرمختګ په برخه کې هم ګټور دی او په هیواد کې د وچکالۍ په مخنیوي او د اوبو کنترول په برخه کې هم مثبت رول لري. انشاالله وروسته له دې د افغانستان اسلامي امارت له لوری به په ټوله کې د هیواد د اوبو د ښه مدیریت لپاره لا ډیر کار کیږي ترڅو زمونږ اوبه  په هیواد کې دننه  زمونږ خپلې پراخې دښتې خړوبې ، شاړې میرې سمسور او زرغونې کړي او هم په هیواد کې دننه زمونږ بریښنایي اړتیاوې پای ته ورسیږي، البته دافغانستان په شان وچې کې ایسار هیواد ته چې ډیرې خوږې اوبه یې بهرته بهیږي دا ښایي د اقتصادي ودې لپاره هم یو ښه زیری اوسي خو خلک په ټوله کې د هیواد په کچه دبندونو دډیریدو تمه لري، له شک پرته چې د افغانستان د اسلامی امارت له خوا دهیواد په بیلابیلو برخو کې د ډول ډول پروژو د تطبیق ترڅنگ د بریښنا د بندونو د جوړولو، رغولو او هم په بندونو کې د اوبو ذخیره کولو ته تر یوحده پام ور اوښتی دی چې دا اقدام واقعاً ورځ تر بلې هیواد د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور بیایي.

ټکي ته مو باید پام وي چې افغانستان  د خپلو سترو طبیعي سرچینوکه هغه کاني زیرمي یا هم اوبه دي، نو د سم مدیریت په برکت کولای شی په راتلونکو څو کلونو کې پرنسبتاً متوسط سوکاله هیواد بدل شی اوباید هم دغه هدف ترلاسه کړی او پرخپلو پښو ودریږی، ځکه د پردیو په مرستو ډډه لګول تیروتنه ده  او د ټولو هیوادپالو افغانانو اساسی هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وی، او داهم واقعیت دی چې اوبه زمونږه عزت او ددغه عزت ساتل زمونږ ملی هدف دی، بناً په هیواد کې د اوبو او هم د بریښنا دبندونو جوړول او رغاول اوله هغې څخه د استفادی په موخه  د هر ډول ټولګټوپروژو تطبیق هغه څه دی چې له یوی خوا په کور دننه مو ګڼ شمیر اړتیاوې پوره کوي، ددی ترڅنگ د ښه مدیریت  په لړکې کولای شو چې دهیواد موجوده اوبه د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره په غوره توګه وکاروو نو دمگړی واقعاً چې داوبو او بریښنا د بندونو د جوړولو او رغاولو او هم په نورو ټولګټوپروژو د کارد پیل کیدو په برخه کې  د افغانستان اسلامي امارت هڅی دقدر وړ دی ، پاک الله (ج) دی دوئ ته لاهم ددی توان ، توفیق او همت ورکړي چې په ټول هیواد کې د ډول ډول سترو ملې پروژو په تطبیق سره د هیواد او هیوادوالو اقتصاد پیاوړی، ستونزې یې حل، ملي وحدت لا کلګ او تلپاتې هوساینه یې په برخه کړي. له شک پرته چې په بنسټیزو پروژو پانګونه کولی شي دهیواد اقتصادي بنسټونوته ورځ تربلې او په تدریج سره یعنې په لنډمهال، منځ مهال اواوږدمهال کې وده ورکړي اوافغان ولس له ګڼ شمیرستونزو څخه وژغوري چې دا واقعا دسیمې اونړۍ له هیوادونوسره دهراړخیزو انسان دوستانه اړیکو، همکاریو او سیاسي تعاملاتو په ټینګښت کې شونی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *