ټولنه اوکلتور

د يوې ورځې، که د لسيزو ماسټري؟

کله چې د حوت پر ۱۸ د جمعې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د جامعاتو او تخصصاتو لوی رياست لخوا د علماؤ د اسنادو د ارزيابۍ آزموينه واخيستل شوه ځينو مغرضو او ناخبرو انسانانو نيوکي پيل کړې چې ګويا د لوړو زده کړو وزارت په فوق العاده امتيازي ډول د يوې آسانې آزموينې په مقابل کې علماؤ ته د ماسټرۍ اسناد ورکوي؛ يادو کسانو په ډېري سرټمبګۍ سره بېله دې چې ځانونه په حقيقت او واقعيت خبر کړي د شخصي ګمان او عنادي تخمين پر اساس تحليلونه او بحثونه پيل کړل او ياده پروسه يې يوه ورځنۍ ماسټري ونوموله.
مخکې تر دې چې د يادې پروسې حيثيت او د علماؤ استحقاق بيان کړو مخکې له مخکې يادونه کوو چې پر يادي پروسې ټولې نيوکې د هغو خلکو لخوا کېږي چې يا خو بيخي د دې پروسې په اړه معلومات نه لري او يا هم د عناد او تضاد له مخې لکه د اسلامي امارت پر نورو مثبتو کړنو چې نيوکې کوي د علماؤ د اسناد پر ارزيابۍ هم نيوکې کوي.
له بده مرغه چې د اسلامي امارت څخه پرته چې کوم نظامونه په هېواد کې حاکم شوي د علماؤ سره د ضديت له امله يې نه تنها دا چې علماؤ ته د ماسټرۍ اخيستلو آسانتياوې نه برابرولې بلکې د هغوی علمي مقام ته يې ارزښت هم نه ورکاو؛ يواځې د افغاني کلتور په غوښتنه يې څه نا څه ښکاره د درناوي تبارز کوي له همدې امله د ديني مدارسو څخه فارغين علماء د علمي اسنادو څخه محروم پاتې سوي دي.
خو که واقعيت او حقيقت ته راشو دا به راته جوته شي چې قاطع اکثريت د علماء کرامو د ماسټرۍ د اسنادو مستحق دي ځکه کوم کسان چې په پوهنتونونو کې درس وايي او بيا ماسټري اخلي کومو علماؤ چې د ارزيابۍ په آزموينه کې کډون کړی و،څو برابره د ماسټرۍ د نصاب په کچه تدريس کړی دی او ټول هغه کتابونه يې څو ځلې تدريس کړي چې د لوستلو وروسته يې بايد لوستونکي د ماسټرۍ سند واخلي.
دا په اصل کې علماؤ ته د دوی د حق ورکول دي چې نورو نظامونو ضائع کړي وو خو اسلامي امارت يې ورته ورکوي؛ نو ټول د علم، قلم او عقل خاوندان بايد خپل سر خلاص کړي وروسته بيا د اسنادو د ارزيابۍ پر پروسته بحث وکړي ځکه يو عالم چې په کلونو يې د ماسټرۍ کتابونه تدريس کړي وي او په تخصص کې يې ډېر شاګردان روزلي وي ولې نو هغه د ماسټرۍ د سند څخه محروم شي په داېي حال کې چې هم استعداد لري او هم حضوري علم؟.
په دې باندې بايد هر څوک ځان پوه کړي چې د آرزيابۍ آزموينه درسي پړاو نه دی چې درې ساعته يې په زرګونو انسانانو ته درس ورکړ وروسته بيا د ماسټرۍ سند ورکوي بلکې د لسيزو کلونو د درس او تدريس آزموينه ده چې آيا دغه کس عالم دی او که نه دی؟؛ که د يادې آزموينې سوالونو ته وګورو دا به را ته ثابته شي چې ياد سوالونه يواځې هغه کسان حل کولای شي چې عالم وي او په تدريس کې مهارت ولري.
د هر علم او هر عالم په وړاندې د وخت هر حاکم نظام مسئوليت لري چې بايد يې آداء کړي خو له بده مرغه تېرو نظامونو يوه هم د ديني علم او ديني علماؤ په وړاندې خپل مسئوليت نه وو آداء کړی او د ديني علماؤ لپاره يې هيڅ مثبت پلان نه درلودی له همدې امله د ديني مدرسو سيستم او ديني علماؤ تدريس بيخي له پامه وغورځول شوي و تنها په خصوصي ډول ديني علماؤ خپل ټول پروګرامونه پر مخ بيول.
دا په خپل ډول کې په تاريخ کې بې ساري او په نړۍ کې بې مثاله کار دی چې د نورو تر څنګ ديني علومو ته هم په پوره توګه پاملرنه کېږي او د ديني علماؤ اسناد د دوی د لياقت سره سم ارزيابي کېږي دا کار نه تنها دا چې د علم په ډګر کې لوی خدمت او لويه لاس ته راوړنه ده د علماؤ د ضائع شويو حقوقو ورکول هم دي او داسې ستر نوښت دی چې هېچا تر اوسه نه دی کړی ځکه نو ناخبره خلک او ضدګر انسانان نيوکي ورباندې کوي او په غلطو الفاظو يې تعبيروي.
زموږ ټول علماء کرام او مسلمان ولس بايد د خپل اسلامي نظام څخه مننه وکړي او د نظام په پوره سمبالښت او بقاء کې د مسئولينو تر څنګ په تمامه معنی ودرېږي.
ياده آزموينه د هغو خلکو لپاره هم جواب دی چې اسلامي امارت په ملائیزم متهم کوي ځکه که بېله دليله او بېله استحقاقه په پټو سترګو علماؤ ته هر شی ورکول کېدلای نو ماسټري به يې هم بېله آزموینې ورکړې وای او د آزموينې تر فيلتر به يې نه تېرولای.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *