بېلابېلې لیکنېلیکنې

زما نظر دا دی!

زما نظر دا دی چې که زموږ استخباراتي نظام غښتلی شي اسلام، هیواد او ملت ته ژمن کسان پکې استخدام او په ښه توګه و روزل شي په عصري او مدرنو وسایلو سنبال شي موږ کولی شو د بهرنیو استخباراتي شبکو د فعالیتونو مخه ډب او دمغرضو هیوادونو د مداخلو څخه خپل هیواد او ملت ته نجات ورکړو زموږ ګران او محبوب هیواد افغانستان چې د خپل ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره چې د اسیا د تاج اوزړه په القابو ملقب ؤ د څلورلسیزو په لړ کې د نړۍ د سترو استعماري استکباري طاقتونو د اشغالګرو ځواکونو له لوري د نیابتي، استخباراتي او تپل شویو جنګونو په اورکې لولپه او د پر مختګ او ترقۍ اساسي بنسټونه یې په ډیره بې رحمۍ یو په بل پسي راونړیدل او زموږ هيواد یې په حولناک ماحول بدل کړ او داسي

زما نظر دا دی چې که زموږ استخباراتي نظام غښتلی شي اسلام، هیواد او ملت ته ژمن کسان پکې استخدام او په ښه توګه و روزل شي په عصري او مدرنو وسایلو سنبال شي موږ کولی شو د بهرنیو استخباراتي شبکو د فعالیتونو مخه ډب او دمغرضو هیوادونو د مداخلو څخه خپل هیواد او ملت ته نجات ورکړو زموږ ګران او محبوب هیواد افغانستان چې د خپل ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره چې د اسیا د تاج اوزړه په القابو ملقب ؤ د څلورلسیزو په لړ کې د نړۍ د سترو استعماري استکباري طاقتونو د اشغالګرو ځواکونو له لوري د نیابتي، استخباراتي او تپل شویو جنګونو په اورکې لولپه او د پر مختګ او ترقۍ اساسي بنسټونه یې په ډیره بې رحمۍ یو په بل پسي راونړیدل او زموږ هيواد یې په حولناک ماحول بدل کړ او داسي شرایط یې برابر کړل چې هر څوک راشي او زموږ په هیواد او ملت د خپلو وسلو ازموینه وکړي چې دبمونو مور او د نورو زهريله وسلو ازمایښت یې عمده بیلګې دي پښتو متل دی چې وایې که غل بهرنی ؤ خو قیانچې د کوروه لکه چې مخکې مو ذکر کړه که زموږ استخباراتي  ځواکونه پیاوړي شي وروزل شي هیڅ ځواک نشی کولی زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او یا هم زموږ په ملت کې خپل ایجنټان اکمال او دخپلو اهدافو لپاره وروزي او یا هغه مغرض هیوادونه چې غواړي زموږ په هیواد کې نیابتي جنګونو ته دوام ورکړي او یا هم زموږ په نارامۍ کې د خپلې ارامۍ په لټه کې دي او نه  غواړي موږ یو مستحکم نظام او خپلواک هیواد ولرو که غواړو له دغه ناوړه حالت څخه خپل هیواد او ملت وژغورو زما نظر دا دی چې ذکر شوي نظر ته دعمل جامي واغوستل شي اوپدې اړه جدي اوکوتلي قدمونه واخیستل شي زما نظر دا دی چې زموږ ملت پخیلو کې سره یو موټی شي او مسولین مکلف دي چې پدې برخه خپل مسولیت ادا کړي او د حکومت او ملت ترمنځ فاصله حتمه کړي که موږ پخېلو کې یو موټی شو نو د نړۍ هیڅ ځواک نشي کولی زموږ په چاروکې مداخله وکړي زما نظر دا دی چې که موږ  غواړو د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سره خپل هیواد سیال کړو.

او د تیرو څلورولسیزو و تیر تاریخ بیا تکرار نشي او د تاریخ یو نوي باب پرانیزو نو د خپل ځوان نسل او راتلونکې نسل د ښې روزنې لپاره باید په اخلاص او پوره ایماندارۍ بې له ځنډه د زده کړو زمینه برابره شي او پدې برخه کې هیڅ ډول ستړیا احساس نکړو ځکه چې پوهه د بینا او ناپوهه د ړوند مثال لري که  موږ بینا شو نو موږ بیا هیڅکله په پټو سترګو پردیو پسې اقتدا نستوکولی زموږ داخلي او خارجي دښمنان غواړي موږ ړانده وساتي او پدې شکل په موږ خپله با داري وکړي زموږ په نظر که هر څوک نظر او یا نیوکه لري په لیکلی بڼه دې خپل نظر د شریعت ورځپانې ادارې ته راواستوي چې په راتلونکې ګڼه کې چاپ شي د یو موټي او غوړیدلی افغانستان په هیله ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *