ټولنه اوکلتورلیکنې

د يلدا شپه؛ د روا او ناروا ترمنځ!!

د نړۍ پر سر چې څومره وګړي او ولسونه ميشت دي، ټول ځانته ځانته اخترونه، جشنونه او دیني پروګرامونه لري. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وايي: «لکل قوم عید وهذا عیدنا» هر قوم اختر لري او دا زمونږ اختر دی. (متفق عليه)

د نړۍ پر سر چې څومره وګړي او ولسونه ميشت دي، ټول ځانته ځانته اخترونه، جشنونه او دیني پروګرامونه لري. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وايي: «لکل قوم عید وهذا عیدنا» هر قوم اختر لري او دا زمونږ اختر دی. (متفق عليه)

عيسويان د کرسمس په نوم جشن لمانځي. د ايرلنډ، سکاټلنډ، ویلز … هېوادونه د هالوین جشن، چې تر ټولو ناوړه جشن دی، هغه لمانځي. هندوان خپل اخترونه لمانځي او سيکان د ويساک په جشن باندې زړونه خوښوي. همداشان په اېران او خواوشا هېوادونو کې د نوروز جشن په درز دروز کې لمانځل کیږي. او دې ناروا جشنونو کې د ویلنټاین ورځ هم د غربخیلو له لوري په خاصو مراسمو سره لمانځل کيږي. او د جدي په لومړۍ شپه د شب يلدا (د يلدا شپه)
تجلیليږي.

«يلدا» سرياني لغت دی، چې د زېږېدا (زېږون) په معنی دی. د دې شپې معتقدین وايي: د دې شپې په سبا لمر له سره بیا پيداکیږي. یاده شپه په کال کې تر ټولو اوږده شپه وي او له دې وروسته شپې په لنډېدو او ورځې په اوږدېدو شي. د یلدا شپې ته د (چلې شپه) هم وايي. دې ته اېرانیان (ميترائي اختر) هم وايي. ميترا له زردشت نه مخکې د مینې خدای ګڼل کېده.

د يلدا شپه له زرګونو کلونو راهیسې په اېران کې تجلیليږي. دوی باور لري چې په دې شپه د رڼا خدای (اله) د تیارو پر خدای بریالی کیږي. د دې شپې لمانځونکي په دې شپه د جشن په مراسمو کې رنګارنګ وچې او لمدې مېوې خوري، په ټولو کې د ځانګړي ارزښت او اعتقاد وړ: هندوانه او انار وي.

انار: د خوښۍ رمز او د ماشومانو د زېږون رمز ګڼي.

هندوانه: د خوښۍ او ښېرازي لامل بولي.

د یلدا شپې لمانځونکي د کوزده شوې جلکۍ کره جامې استوي (پټه دې پاتې نه وي چې ډېر افغانان هم د زمستاني جامو په نوم داسې کوي) ولې له شاليده یې خبر نه دي، چې دا د پردیو دود دی. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وايي: «من تشبه بقوم فهو منهم» چا چې له کوم قوم سره ځان مشابه (د هغو غوندې) کړ نو (دا شخص) له هغوی څخه دی. احمد ــ ابوداود ــ بیهقي.

د یلدا شپې تجلیلونکي د ژمي د ښه راغلاست لپاره وېښه تېروي.

د حافظ شېرازي دېوان لولي، فالونه پرې نيسي. همداشان د فردوسي شاهنامه لولي، د مینې او محبت رازونه پکې لټوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام مبارک دین د بشر د لارښوونې لپاره راوړی، داسې دین یې راوړی چې کمی زیاتی پکې نشته. نو اسلام د کفارو د اخترونو او جشنونو لمانځل منع کړي دي. عن انس بن مالک رضی الله عنه قال: قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدینة، ولهم یومان یلعبون فیهما فقال «ما هذان الیومان؟» قالوا کنا نلعب فیهما فی الجاهلیة. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: «ان الله قد أبد لکم بهما خیرا منهما یوم الاضحی ویوم الفطر». ژباړه: انس بن مالک رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغی (رامهاجر شو) او (د هغې هستوګنو) دوې ورځې درلودې، چې په هغو کې به یې لوبې کولې. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «دا دوې ورځې د څه لپاره دي؟» نو هغوی وویل: مونږ به د جاهلیت پر مهال په ډې دوو ورځو کې لوبې کولې. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «بېشکه الله جل جلاله د دې دوو ورځو پر ځای له دې دوو څخه غوره ورځې د هغو په عوض کې درکړې دي: یوه د لوی اختر ورځ او بله د وړوکي اختر ورځ» ابو داود

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د دې دوو ورځو په اړه پوښتنه وکړه، نو له هغه څخه دا جوتيږي:

۱ ــ اسلامي شریعت د پردیو (کفارو) له جشنونو څخه مستغفي دی.

۲ ــ په (ابد لکم الله خیرا منهما) سره د جاهلیت د اخترونو لغو کېدل ثابتیږي.

۳ ــ زمونږ دواړه اخترونه له عباداتو څخه وروسته لمانځل کیږي.

۴ ــ زمونږ دواړه اخترونه د الله جل جلاله د شکر د اداء کولو لپاره دي.

اما دا جشن (شبِ یلدا) دا د اسلام په اساساتو نه دي ولاړ، بلکې له زرګونو کلونو راهیسې د کفارو په عقایدو او اصولو بناء دی. د اسلام مبارک دین چې نړۍ ته بشر ژغورونکی پېغام راووړ، نو مخکيني ټول اخترونه او جشنونه یې لغو او منسوخ کړل او په اسلام کې د اشخاصو د پيدايښت او د لمر او سپوږمۍ د خلقت په مناسبت جشنونه نشته. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وينا سره (ابد لکم الله خیرا منهما) د ټولو اخترونو او جشنونو لمانځل منع کړي، ګډون ور پکې حرام دی. ځکه له پردیو سره مشابهت پکې راځي او له کفارو سره مشابهت کول حرام
دي.

الله جل جلاله په قرآن کريم کې وايي: د رحمان الله بنده ګان هغه دي چې ناروا کارونو کې نه شامليږي. د فرقان سورت (۷۲) آيت.مفسرين وايي: یعنی د کافرانو اخترونو، جشنونو او مېلو ته نه ورځي.

نو کوم مسلمانان چې د یلدا شپه لمانځي، دا د دې دلیل نشي کېدای چې دا روا او جايزه ده؛ ځکه همدا مسلمانان په غلطه لاره روان دی. او دا هم کوم دلیل نشي جوړېدای چې د حافظ له دېوانه او له شاهنامې څخه اشعار پکې لوستل کیږي. هر هغه څه چې په قرآن، حدیثو او فقه کې نه وي، هغه مردود دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *