استاد فضل ولي ناګار
خـیـــال تــه هـــوا د مـدینـې راځي
انـځـــور د زړه پــه ائـیــنـې راځــي
د مزمل غــږ د الــرقـــم لــه کـــوره
پـه ځــلا تـېـــرې زمــانـې راځـــي
بې ادبي سـېــلاب د اوښکــو وکــړه
ویـنــې زم زم چــېـنـې چېـنې راځي
د مصــر هــره کــوڅه نېــسـه ورتــه
د زلیــخـا غــونـــدې بـانـې راځـي
بهیر د خدای د ښکلو مات کړ هجوم
لکــه امـېـــل دانــې دانــې راځــي
رقیـب دې اېـل نه کړل جندل او بصیر
پــه شـــور یې مســتې زولنـې راځي
د نا ګـار روح تـه زمــــزمـې د حـــرا
د بـصــــیـري لــه تـــرانـې راځــي