سرمقالې

قلم د بشريت استاد!

د می شپږمه چې د ثور له شپاړسمې سره برابره ده، په نړيواله توګه د قلم په ورځې نومول شوې. البته دا پرېکړه د همدې څو وروستيو کلونو خبره ده او ښکاره ده چې د ملګرو ملتونو نړيوالې ټولنې په ادارو او مشورو کې ټوله واکمني او زور واکي يوازې د څو نا مسلمانو ځواکمنو هېوادو په لاس کې ده، چېرته چې د بل چا غږ هېڅکله نه اورېدل کېږي،خو له نېکه مرغه موږ مسلمانان بيا د يو داسې دين، عقيدې او فکر څښتنان يو چې زموږ خالق او مالک څوارلس پېړۍ مخکې لا د خپل سپېڅلي کلام په ړمبي پيغام کې موږ ته د قلم اهميت او ارزښت راښوولی، د هغه څه د لوستلو امريې کړی چې په قلم سره ليکل شوي وي او دا چې انسان ته الله عزوجل په قلم سره تعليم ورکړی. همدا رنګه د اسلام له ستر لارښود (ص) نه هم دا وينا روايت شوې چې وايي په ړومبي سر کې چې الله تعالی کوم شی هست کړ، هغه قلم و! پرته له شکه چې زموږ په ديني لارښوونو کې د قلم ارزښت دومره ځلېدنه زموږ لپاره ځکه ستر وياړ دی چې د نړۍ پرمخ د انساني تمدن ستر مدعيان د پوهنې ليک، لوست او قلم د اهميت پېژندنه کې تر موږ ډېرې پېړۍ وروستي دي. اوس نو دا بېله خبره ده چې د نن زمانې مسلمانان د خپل دين له ټينګار سره سره د قلم په استعمال کې لټۍ او غفلت نه کار اخلي او له امله يې خپل ځان يې له ذلت او بدمرغۍ سره مخ کړی دی. تردې چې دا وخت د اسلامي نړۍ په زياترو بې وزلو هېوادونو کې ډېر ولسونه له قلم او ليک لوست نه بې برخې يا ډېره کمه بلد تيا ور سره لري. له بده مرغه زموږ هېواد کې سره له دې چې افغان ولس پر خپلو ديني لارښوونو ډېر ټينګ بلل کېږي، بيا هم آن زموږ ديني لارښوونکي، استادان، امامان او خطيبان له قلمه ډېره کمه استفاده کوي او ښه پياوړي شيوخ او مدرسين مو تقريباً بې سواده دي. دا په داسې حال کې چې هر يو ښه پوهېږي چې لوی خدای د همدې قلم پرمټ انسان ته مختلف علوم ور زده کړل، د روحاني کمالاتو ښوونه په قلم او د پخوانيو په ليکلو اثارو کې راپاتې ده او ټوله مادي پرمختيا بيا هم د قلم پوروړې ده، راځئ دا ومنو چې اوسنۍ نړۍ کاملاً د قلم پرنوکه څرخيږي او ټولو واکمنو او ځواکمنو سره يې هم همدغه د قلم توره ده چې موږ پرېښې او هغوی راخيستې ده. موږ د همدې موقع په مناسبت او د همدې ورځپانې له لارې پر خپلو ګردو هېوادوالو، ديني علماوو او کورنۍ د قلم او ليک – لوست په ارزښت پوه کړئ، علم ته يې وهڅوئ او په هر ممکن صورت يې د جهالت له تورتم او بدمرغۍ نه وژغورئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *