بېلابېلې لیکنېلیکنې

مطالعه د افغاني فرهنگ دیـوې ځــانګړې بـرخې په تــوګه

شاه محمود درویش

دا واقعاً یو انکار نه منونکې حقیقت دی چې د کتاب لوستل او په ټولیزه توگه مطالعه د هر انسان د پوهنیزې وړتیا، د گټورو معلوماتو په بډاینه او د ذهن په پراختیا کې ځانگړی اهمیت او اغیزمن رول لري، بناً ددې ټکي یادونه حتمي ده چې د آدم(ع) د پیدایښت له لومړیو وختونو څخه تر نن ورځې پورې د انسانانو تمدن تاریخ او فرهنگ دکتاب په مرسته راتلونکو نسلونو ته لیږدول شوی دی، که چېرې د کتاب مرسته نه وای انسان د تمدن پیژندنې او د خپلو نیکونو د تلپاتې ارزښتونو په تگلوري کې نه بریالی کېده د همدې ارزښت او اړتیا پر بنسټ د کتاب او کتاب مطالعی ته پاملرنه زمونږ یوه اړتیا ده ځکه د کتاب مطالعه او له کتاب سره علاقمندې ددې سبب کېږي چې انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو په پراختیا کې په تېره بیا ځوانانو ته گټور او ارزښتناک اثار پریږدي. کتاب او قلم د اسلام په مبین دین او په افغاني فرهنگ کې لوړ مقام او دریځ لري دغه دواړه زموږ خلکو ته نا پیژاندې کلیمې نه دي، بلکې له پخوا زمانو څخه راپه دیخوا زموږ د خلکو له ژوندانه او برخلیک سره پیوند لري او وده یې کړې ده او د اسلام مبین دین په الهي کتاب او کلام سره موږ ته معرفي شوی دی او د قران عظیم الشان آسماني کتاب لومړی آیت د اقرء په پاکې کلیمي یعنې ولوله سره پیل شوی دی او په دې ترتیب لوی خدای(ج) د کتاب او د هغه د لیکلو او لوستلو ارزښت بشریت ته وروښود، هغه کتاب چې تر زیاتې اندازې پورې معنوي ارزښت لري چې لوی خدای(ج) بشریت ته خپلې لارښوونې په څلورو کتابونو کې خلاصه کړي دي، واقعیت دادی که چېرې خط او کتاب نه وای ښایې موږ انسانان نن هماغه بدوي ژوند درلود افغانستان دشتمنیو او د لرغونې فرهنگ خاوند دی د افغانستان د تاریخ پاڼې له زیاتې زمانې راپه دیخوا په دغه لرغوني هیواد کې دزیات شمېر شاعرانو، لیکوالو، څیړونکو، طبیبانو او د عالمانو او ددینې مدرسو دشتون خبرې کوي او ثابتوي چې زموږ هیواد د فرهنگي او معنوي شتمنیو له پلوه بډای هیواد دی په تېرو وختونو کې د کتاب لوستل او مطالعې فرهنگ زموږ د افغانانو د ورځنې ژوندانه یو برخه وه خو زموږ د هیواد اوسنی حالت د تېر په پرتله توپیر لري. د ځینو کارپیژاندو په باور په هیواد کې دکتاب لیکنې، لوستنې ،خپرونې او چاپونې لړۍ ترپخوا یو څه ښه شوې خو لاهم د قناعت وړ نه ده او په دی برخه کې لا هم ډیرې ستونزې موجودې دي او ترټولو لویه ستونزه هم په خلکو کې دکتاب لوستلو د فرهنگ کمښت دی. کله چې انترنت او تصویري رسنۍ دومره نه وې نو خلکو به ډېر کتاب لوستلو ته پام کاوه خو اوس له بده مرغه د ډیرو خلکو وخت په نورو بوختیاوو مصرفیږي د نړۍ په هر گوټ کې که پرمختللی هیواد لیدل کېږي نو د هغوی پرمختگ د کتاب لوستلو ، لیکنو او خپرونو له لارې سرته رسیدلی د نړی مشهور کسان هغه دي چې ښه کتابونه یې لیکلي او دهمدغو کتابونو له لارې یې خلک پېژني او د همدغو کتابونو له لارې خپل فکرونه نورو ته ورلیږدوي. کتاب په حقیقت کې هغه ملگری دی چې خاموشه خوله له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت معلومات نورو ته ورکوي، البته څرنگه چې تل ویل شوي د افغانستان د بدمرغیو ستر عامل د پوهې او سواد د کچې ټیټوالی دی نو دغه ټیټوالی یواځې د پوهی د کچې په لوړوالي سره ترلاسه کېدلای شي، څومره چې په یو هیواد کې تعلیم او تربیه او لوړې زده کړې ارزښت لري په هماغه کچه د کتابونو لوستل او خپرول هم د ډیر ارزښت وړ دي. ددې ټکې یاددښت هم ضروری دی، ځینې وخت چې موږ کتاب مطالعه کوو ژر د ستړیا احساس کوو، نو ددې لپاره چې د کتاب لوستنې په وخت کې ژر د ستړیا احساس ونه کړو نو د ځینو څیړونکو په باور لاندې سپارښتنې باید په نظر کې ونیسو، البته له سپارښتنو مخکې ددې ستونزې د لاښې سپړنې او حللارې لپاره کتاب لوستنه د موضوعاتو له مخې په ددو برخو ویشو:
لومړی: آزاده مطالعه چې د معلوماتو د ډیرولو پر موخه کېږي، د خپل مسوولیت ور هاخوا کتاب لوستنه ده لکه د ښوونځي یو تن زده کوونکی د خپلو درسې کتابونو سر بیره نور کتابونه او مجلې مطالعه کوي.
دویم: د خپل مسوولیت او مسلک په ساحه کې مطالعه لکه د ښوونځي زده کوونکی ته خپل درسي کتابونه، د پوهنتون محصل ته دخپل اړوند پوهنځي نوټونه،البته له کتاب څخه ستړیا په دواړو حالتونو کې یو ډول ده خو د مسوولیت او مسلک په ساحه کې به له کتاب لوستنې ستړیا یو څه ژر او ډېر وي خو موږ یې دواړه یو ډول بولو او پر حل یی غږیږو، د حل لپاره یې لاندې سپارښتنې کېږي، تاسې دا سپارښتنې د کتاب لوستنې پر وخت په پام کې ونیسئ له لنډ وخت څخه وروسته به په ځان کې تغیر احساس کړئ او داستونزې به مو ورو ورو حل شي:
– د کتاب لوستنې لپاره بشپړ چمتووالی یعنې په روحي او جسمي ډول باید کتاب لوستنې ته جوړ واوسئ که مو فکر خراب یا مو فکري تمرکز په بل څه وو له کتاب لوستنې څخه تېر شئ.
– هغه مطالعه چې د مسوولیت له مخې او د مسلک په برخه کې یې کوئ سهار وختي باید وشي او ذوقي مطالعه د شپې ناوخته ښه ده.
– که مو پنځوس دقیقې کتاب ولوستلو نو لس دقیقې حتمي تفریح وکړئ او بیا مطالعې ته ور وگرځئ.
– که ناروغ اوسئ او یا مو خوب زنگوي له مطالعې څخه تېر شئ او آرام ویده شئ د خوب مخنیوي لپاره شین چای یا قهوه وڅښئ، اروا پوهان د خوب ځای هم د کتاب لوستنې لپاره ښه او مناسب نه گڼي.
– د کتاب لوستنې پر وخت د پنځو حواسو یو ځای کول حتمي دي ځکه چې ارواپوهان یې پاملرنه بولي.
– په دې باید خبر شئ چې له کتاب لوستنې مو موخه څه ده؟ له ننۍ مطالعې څخه څه زده کول غواړئ؟
– د کلماتو په معناوو پسې ډیر سرمه گرځوئ، بلکې د لیکنې محتوا ته فکر وکړئ دلیکنې اساسي مفاهیم ذهن ته وسپارئ او په ورځني ژوند کې ترینه استفاده وکړئ.
– د کتاب د یوې مقالې له لوستنې څخه وروسته د مقالی پر موضوع ژور فکر وکړئ د مقالی موضوع ځان ته ښه تحلیل کړئ.
– په وروستیو کې ستاسی او د کتاب تر منځ باید فاصله له(۳۰) سانتي متر څخه ډېره او کمه نه وي.
له شک پرته که چېرې یاد ټکې په بشپړ ډول عملی کړئ ستاسی او د کتاب ترمنځ به خبری پیل شي، داسی خبرې چې ستړیا به تری احساس نه کړئ ډیر وخت به کتاب لوستنی ته هوسیږئ او بې له کتاب څخه به ځان درته بد ښکاري، پام مو وي چې دا ډول کتاب لوستنه په لومړیو وختونو کې ستونزمنه به وي خو ورو ورو به ورسره عادت شئ ځکه د یو عمل تکرار په عادت بدلیږي او عادت ستاسې په کړنو کې په خپله څرگندیږي، البته د داسې مطالعې گټه به داوي چې تاسې به لوستلی یو څه هضم کړئ او په ورځنی ژوند کې به د اړتیا په وخت تاسو ته په درد وخوري او هم به ستاسو پر مټ بل ته د موثره استفادې په موخه گټور معلومات په واک کې ورکړل شي.
دې ټکې ته مو هم باید پام وي چې پوهنه او فرهنگ د هر هیواد د خلکو د پوهې او فرهنگ د کچې په لوړولو کې ځانگړی ارزښت لري، په واقعیت سره چې د نړۍ په هر گوټ کې چې کوم هیواد پرمختگ کړی هغه د پوهې او فرهنگ په مټ دی د افغانستان اسلامی امارت، زمونږ لیکوالان، پانگوال او خپرندویان باید د کتاب لیکنې، چاپونې او خپرونې په برخه کې د اوس په پرتله لا نور هم زیار وباسي تر څو چې زموږ د هیواد خلک په پوهه سمبال شي او له دې لارې هغه ستونزې چې د جگړو، بی اتفاقیو او د پردیو د مداخلو په برخه کې لرو له منځه ولاړې شي، همداراز که چېرې د پوهې او فرهنگ له لارې خپل ملي یووالی، خپل اقتصاد، خپل دولتي جوړښت او دهیواد نورې برخې پیاوړې کړو نو ډاډه یو چې د اوسنیو بدمرغیو لمن هم ټولولای شو.
دیادونې وړ ده چې لیک او لیکوالي، کتاب او خپرونې هغه لارې دي چې د افغانستان د اطلاعات او فرهنگ وزارت، د علومو اکاډمۍ، د معارف او لوړو زده کړو وزارتونه، خصوصي برخه او نورې آړوندې دولتي او ټولنیزې څانگې یې باید چې په وده کې پوره ونډه واخلي. همداراز په ټولیزه توګه د هیواد رسنۍ که هغه غږېزې وي یا انځورېزې باید چې د هیواد په خلکو کې د کتاب فرهنگ او د لوستلو د فرهنگ په خپرولو کې ونډه واخلي، یوه بله ستونزه هم زموږ په خلکو کې شته او هغه زمونږ د پوهو لیکوالانو په تېره بیا د کتاب لیکوونکو هڅونه ډېره لږه ده موږ ډېر داسې لیکوالان لرو چې کتابونه یې لیکلي خو په چاپ یې توانیدلای نه شي او که بیا کوم کتاب چاپ هم کړي بیا د لوستلو لپاره یې دومره څوک نه وي.
راځئ چې موږ هر یو د فرد په توگه او دولتي او نورې ټولنیزې برخې د ډلو په توگه د کتاب د خپرولو، لیکلو، لوستلو او د لوستونکو د هڅونو په برخه کې له اوس څخه ډېر کار ترسره کړو او دغه مثبت او د ټولنې د ستونزو د لرې کولو عامل ته لا نوره هم وده ورکړو تر هغه چې په ټولیزه توگه پتمن هیوادوال او په ځانگړې توگه د هیواد ځوان نسل د خپل ورځني ژوند یوه اندازه وخت د با ارزښته ښوونیزو کتابونو لوستلو ته ځانگړې کړي او په دې ډول د خپلې پوهنیزې وړتیا په لوړولو سره ګران هیواد او قدرمنو هیوادوالو ته د غوره خدمتونو جوگه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *