دینې لیکنې

نوم ورکي غازیان! فرید احمد (مبارز)

د اسلامي تاریخ اتلان چي غرب زموږ نسلونو ته د سمندري غلو په نوم راوپیژندل، په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي د غرب د فحشا نماینده (هاليوډ)

د اسلامي تاریخ اتلان چي غرب زموږ نسلونو ته د سمندري غلو په نوم راوپیژندل، په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي د غرب د فحشا نماینده (هاليوډ) د Pirates of the Caribbean یا قراصنة البحري په نوم فیلمونه جوړ کړل، چي معنا یې د سمندري غلو ده.
پر دې فیلمونو باندي څه باندي (۴) میلیارده ډالر مصرف وسو، د زیاتو خلکو د پام او خوښي وړ وګرځیدی، مګر متاسفانه په دې اصدارونو کي یو سرې ډيرې څښتن او د هغه ورور معلوميږي، چي خيرالدين بربروسا او د عروج بربروسا په نوم یادیږي. دا خيرالدين بربروسا د اسلامي اُمت هغه نوم ورکی سالار او غازي دی، چي حتی زیاتره مسلمانان یې د نوم سره نا آشنا دي، کنې تاریخ خو یې ډیرو کمو ته معلوم وي.
د هاليوډ دې اصدارونو په مسلمانو هیوادونو کي هم خوښونکي وموندل، او دا فتنه تر مسلمان ملت هم راورسیدله، په دې توګه غرب د اسلام یو آتل زموږ نسلونو ته د سمندري غله په نوم راوپیژنده، کوم چي د خلکو مال او دولت غلا کوي، نو په همدې اساس اړتیا وینو چي ددې ستر غازي په ژوند او مبارزو هڅو تر یو څه حده رڼا واچوو، چي مسلمان نسل ته د بربروسا د وروڼو په باب خپل حقيقي دښمن او محسن معلوم سي. خيرالدين بربروسا او عروج بربروسا ددې دواړو غازيانو نسب ترک مسلمانانو ته رسیږي، د دوی پلار یعقوب بن یوسف د ترک مسلمانو فاتحینو څخه وو، مور یې هم د اندلس څخه وه، هغه وخت د اندلس مسلمانان د هسپانیاوي عيسايي دولت لخوا تر سختو فشارونو لاندي وه،
د خيرالدين خپل نوم خضر وو، او د عثماني حاکم سلطان سلیم اول لخوا په خيرالدين ملقب سو. څلور نور وروڼه یې هم وه، چي محمد اسحاق، محمد الیاس، عروج او محمد نوميدل.
خيرالدين تر دوی ټولو کوچنی وو، او د ۱۴۸۰ ميلادي په شاوخوا کي د یو روایت مطابق په یونان او د بل روایت مطابق د یونان په لسبوس جزیره کي یې دنیا ته سترګي پرانيستي دي. د عروج د سرې ږيرې د امله اروپایانو په عروج د بربروسا لقب کښیښود، چي د سور ږیري په معنا دی، د بربروسا څخه وروسته دا لقب خیرالدین ته هم ميراث سو، او نوم یې خضر خيرالدين بربروسا سو. ځیني بیا وایي: هغه وخت دې دواړو وروڼو د اندلس مسلمانانو ته نجات ورکاوو، هغوی عروج د بابا عروج په نوم یاده وه، چي نورو اروپایي ملتونو دا نوم په تدريجي توګه سره بربروس ته نقل کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *