تاریخ او جغرافیهلیکنې

پروفیسور «جرالډ ډیرکس»

لیکنه: تمیم تکل

«ما د ارواپوهنې په برخه کې ډېر کار کړی، ډېر کتابونه او مقالې مې مطالعه کړي، ډېرې تجربې هم په کې لرم خو په ښکاره یې وایم چې د ارواپوهنې ټولې هڅې یو خوا او هغه مسلمان بل خوا چې پر الله تعالی یې توکل کړی او ټولې چارې یې ورته سپارلې وي. ایمان او اعتقاد لري چې الله تعالی په هر څه قادر دی.»
ډیرکس (رحمه الله) له هاروارډ پوهنتون نه په فلسفه کې ماسټري درلوده او په ډنفر پوهنتون کې یې د ارواپوهنې(روان شناسۍ) په برخه کې دوکتورا اخیستې وه. دی د مسیحیت مبلغ و چې په ۱۹۹۳ز کې مسلمان شو او ټوله انرژي یې اسلام ته په خدمت کې مصرف کړه. د نوموړي ۴۴۰ رسالې او مقالې خپرې شوي چې مضامین یې اسلام، عربي، ارواپوهنه او ټولنیر اخلاق دي.
ابوټ اسلام یې د وفات نېټه ۱۳۹۷ل یاده کړې ده.
نتیجه:
په بې دینۍ کې خیر نه شته. ښه مثال یې جاپان او روسیه ده چې حکومتونه د ځان وژنو په کابو کولو کې ناکام دي. ستونزه په اسلام کې نه، په موږ کې ده.که د دنیا ټول اروپوهان راټول شي گمراه انسان ته هدایت نه شي کولی او هدایت شوی گمراه کولی نه شي. هدایت او ضلالت د الله تعالی په لاس کې دي. توکل یو لوی بحث دی چې په عقایدو کې عمده برخه جوړوي او موږ ټولو ته بویه چې له انساني هڅو وروسته پر الله تعالی توکل وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *