لیکنېمقالی اوتبصرې

کوم لاملونو دي چې اسلامي امارت يې متحد ساتلی؟

رښتيا چې په افغانستان کې د اسلامي امارت نفوذ، رسوخ اتحاد او په ټولنه کې يې بې ساری محبوبيت ته نړۍ ګوته پر غاښ ده!
بلې! نړيوال حق لري چې حيران شي.
د اسلامي امارت خښته يوه داسې سړي اېښې؛ چې نه يې قدرت لرلو او نه هم ثروت؛ د مدرسې خړپړ طالب ، جسماً ضعيف او پر يوه سترګه معذور هم و.
لومړی حرکت يې له يکي يوه ملګري سره پر موټر سيکل پيل کړ؛ هغه هم کوم چا په مرسته کې ورکړی و.
حرکت يې په داسې حال کې پيل کړ، چې افغانستان ملوک الطوائفيو لاندې کړی و او د هرې ډلې شاته به سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتو بټرۍ ايښې وې، چې د دوی جنګي حربو ته چارجونه ورکړي.
افغانستان لومړی پر دوو برخو (شمال او جنوب) وېشل شوی و، بيا يې ظالمانو هره برخه څو څو وارې نوره هم سره ټوټه کړې وه.
زما کم کم په ياد دي (ځکه چې هغه مهال ماشوم وم) چې کله موږ دوه کسه له وردګو د کابل کوټه سنګي ته ورسېدو ، نو هلته د همغې ډبرينې کوټې تر څنګ يوه پوسته وه چې له رېګه (له ډکو بوجيو نه) جوړه شوې وه او په منځ کې يې دهشکه نسبه وه، ميل يې د قبلې خوا ته و او شاته يې، يو کم عمره ببر سر والا هزارګی هلک ګوته پر ماشه ولاړ و، هاخواته (يانې شمال لوري ته) بيا دا اوسنی بلند منزل ساختمان چې هغه مهال يې يوازې اسکليټ بندي شوې وه- تش تور ولاړ و او په هر منزل کې يې جنګيالي ګوتې پر ماشو تاوېدل را تاوېدل، چې خلکو به ويل؛ وايي دا د مزاري، د لېوني قومندان (شفيع دېوانه) جګړه ماران دي او دوی د سياف پغمانيو ملېشو او د مسعود پنشېريو ملېشو ته داسې نېغ نېغ کېږي.
بیا له دغه ځايه په يوه ټيکسي موټر کې د سېلو پر سړک ښار ته لاړو (ځکه چې د دهمزنګ خوا ته د جګړې لومړۍ ليکې وې او د عامو خلکو لپاره پر دغه لوی سړک تګ راتګ بند و) کله چې ده افغانانو ته ورسېدو او بيا د ښوونې او روزنې وزارت ته لاړو، نو هلته ماته هر څه عجيبه ښکارېدل! ځکه چې زه هغه مهال د مدرسې يو کليوال طالب وم، خو هلته به مې چې نيمه لوڅ سرونه ښځې ليدلې حيرانېدم به.
دغه سيمه د مسعود، دوستم او رباني په ولکه کې وه او هغوی نسبت ځينو نورو ته آزاد خياله وو.
بيا لاړو پل باغ عمومي ته، له هغه ځايه د خښتين پله (پل خشتی) جامع جومات پر لوري د شهزاده سرای مخې ته د کابل سېند پر غاړه روان شوو ؛ خو يوازې موږ دوه لېونيان پر دغې لاره ښکارېدو او بس ؛ ځکه چې دلته هم د جګړې بيخي ډېر خطر و! له همدې امله څوک دېخوا ته چندان نه تلل.
کله چې د جومات صحن ته دننه شوو؛ نو دېوالونو، غولي او آن (په جومات کې دننه) فرشونو لا مرمۍ خوړلې وې.
په هر حال!!! کوڅه په کوڅه داسې جګړې وې چې تاريخ ټولې ساتلې، خو ځينو خلکو هېرې کړې دي، ځکه خو چې کله د امريکايي اشغال سره يو ځای د هغه وخت جلادان، وروڼه او زامن يې بېرته راغلل، نو غربيانو درانه درانه القاب ورکړل، د کابل او نورو ښارونو واټونه يې د دوی پر نومونو ونومول؛ همدا راز به پر هر چوک او د ښاروالۍ پر هره لوحه د دوی انځورونه ځوړند وو.
نه! خلکو نه وو هير کړي او نه يې هېرولای شي، بلکې د مستبدد حاکميت له امله يې د انتقاد جرئت نشو کولای، ځکه خو به چې ځينو مازې ورته وکتل ، نو رنګونه به يې سره او شنه واوښتل، مګر له ډاره يې سوڼ نشوی وهلی.
خو دا چې د ملت په منځ کې (من المومنين رجال…) د اسلامي لښکر سرښندونکو ته د هغوی ظلمونه او وحشتونه نور د تحمُل او زغم وړ نه وو، ځکه خو پسې را ووتل او تر باغو يې واړول.
خير!!! تر دې خبرو به تېر شو او را به شو اصل مطلب ته، چې هغه د دغې خبرې ځواب دی: (کومو لاملونو اسلامي امارت يو موټی ساتلی؟) شک نشته چې اتحاد تر تصميم وړاندې لا د بري لومړی شرط دی.
لاملونه ډېر دي خو زه به يې يو څو ستاسو درانه حضور ته ډالۍ کړم.
ا – سپېڅلی هدف او بې ريا حرکت.
ب- د امير اخلاص او د ملګرو اطاعت.
ج- ريښتينی خدمت او ملي ملاتړ.
د- عدم تعصب او عدم تبعيض.
ه- ملي مفکوره او مستقلانه موقف.
و- جسورانه عمل او شجاعانه تعامل.
ز- پرېکنده دريځ او پر وعدو وفا.
که څه هم چې کمۍ او کاستۍ لا شته او ځينې مخلصين ملګري ځوروي، خو هغه د اسلامي امارت د دائمي ستراتېژۍ اجزاء نشو بللی؛ بلکې په مرور د زمان به انشاءالله هر څه سم او عادي حالت ته را وګرځي، لکه د نظام په رهبرۍ او کابينه کې عدم تعادل، يا هم اندک سمت او نژاد بازي، خپلوي، ملګري او دې ته ورته ځينې نور شيان؛ لکه پر مکاتبو او پوهنتونونو ځينې موقتي تحريمونه! خو تاسو باور وکړئ چې دا شيان جزئيات دي، دا زموږ د پرمختګ او افتخار مخه نه نيسي، نو له ټولو مهمه دا چې؛ دا خلاوې به خامخا ډکېږي انشاءالله، مشران کلک ورته متوجه دي؛ خو ځينې داسې موارد شته چې اوس خنډ شوی اما لرې کېږي ان شاءالله.
تاسو وګورئ! خلک له فعلي نظام څخه څومره راضي دي! هغوی پوهېږي، فکر کوي، دا تفکيک او توپير کولی شي چې تور کوم دي او سپين کوم؟
سمه ده! نن به ملا او مولوي پر مسلکي څوکۍ تکيه لګولې وي، چې په حرفوي او تخنيکي کارونو به سم نه پوهېږي او موږ به خفه وو (چې ګنې کار مخته نه ځي،يا که ځي هم معياري نه ځي، بلکې مناسب يې نه بولو) مګر زه وايم چې: همدغه مولوي د نجات فرښته الله پاک درته رالېږلې، نو شکر وباسئ! که مسلکي نه دي، مخلص خو دي! ترحم خو لري! پر ځان، تا او ما خو يې زړه سوزېږي.
همدغه غير مسلکي ملا او مولوي دی چې له حکومتي دستګاه يې د فساد جرړې پر کمېدو کړې او انشاءالله چې په راتلونکي کې به يې يو مخ و هم باسي.
بله خبره واورئ!
حوصله وکړئ! اوسني مشران ټول سرپرستان دي! دوی به يې هر يو نافذه قوانينو ته ځانونه برابروي، يا به له دندو لرې کېږي او له نظامه به وزي؛ تاسو لږ ساړه وخورئ! ټول کارونه په دوو، درېيو، پنځو او آن لسو کلونو کې نه سمېږي.
همدا اوس زياتره مشران کوښښ کوي چې خپل اولادونه مسلکي و روزي، ځکه چې دوی اوس پوه دي؛ چې که دوی کوم وخت له دندو لرې هم کړل شي، نو زامن به يې وګمارل شي چې دا بيا د ټولو په ګټه ده! ځکه چې دوی به هم فکراً جوړ وي او هم به مسلکي شي، نو به اېله بېله موږ د نورو له احتياجه ووزو او پر خپلو پښو به ودرېږو ان شاءالله.
صبر وکړئ! په جګړو کې آسان چاغېږي نه! ډنګرېږي. داسې خو نو منې که نه بهلول کړي وي، نه کجکول او نه هم ملا نصرالدين چې هېواد ازاد کړي، ټول غرب ته ماتې ورکړي او بيا نو څوکۍ بېرته همغو شلغم سريو ته وسپاري او دوی کورو ته لاړ شي؛ نو خو بېرته همغه خرک او همغه درک کېږي.
دا مسلکيان ماماګان خو دا څو لسيزې پر څوکيو شلم شلم ناست وو! نو څه غرونه يې چپه کړل؟
د دوی بنيادي کارونه ماته وښيئ؟ هو! ځينې کارونه وشول چې موږ سترګې نه پرې پټوو، بلکې تحسينوو يې؛ لکه د سلما بند، تريوه حده د مالي سيستم مرمت او د ځينو نورو لويو اقتصادي پلانونو، ماسټر پلانونو تعقيب او ځينې تخنيکي چارې يې؛ خو نسبت کافي وخت او بسنده مالي امکاناتو ته په کتو سره داسې اقدامات پر ((هېڅ)) ګڼل کېږي.
په هر حال! کوښښ وکړئ چې نوي نسلونه سم و روزئ! له دغو زړو بلاوو خو څه نه جوړېږي، ځکه چې څه يې کړي نه دي! بس دوی دې ګيلې مېلې نورې نه کوي، فقط خپل اولادونه دې مسلکي وروزي؛ څو کاله وروسته به د دوی او زموږ د نسلونو تر منځ کوم ځانګړی توپير نه وي او په ګډه به حکومتي چارې مخته وړي انشاءالله.
ځينې ملګرې ماته وايي چې: امينه وروره! ته خو پر دوو سرو روان يې ؛ کله پر وزيرانو نيوکې کوې او کله بيا د نظام کلکه پلوي؟ زه ورته وايم چې: وا وروڼو! هر شخص، هره ټولنه او هر نظام د ضعف او د قوت نکتې لري؛ نو موږ بايد هم د ضعف نکتې په ګوته کړو او هم د قوت.
بله خبره د افرادو، اشخاصو او نظام ده؛ ما هېڅکله هم پر دغه پاک صف (اسلامي امارت) انتقاد نه دی کړی، نه يې کوم او نه خو به يې وکړم انشاءالله؛ البته تر هغې چې تر دغه (سپين لښکر) بهترين صف و نه وينم او فعلاً مې دا يقين دی؛ چې د دغه پاک صف بديل نشته!
نو کوم جاهل به يې مخالفت کوي!!!
هو! پر وزير صاحبانو به نو خُد انتقادونه کوو، خو ځانونه دې اصلاح کړي او د ملت پر سرنوشت دې لوبې نه کوي؛ نو څه چې نن وزير يا رئيس دی، سبا به پر کور ناست وي! هو! د اسلامي امارت پاليسي او د افغانستان سياسي فضا همداسې ده؛ چې که لږ کوږ شوې شړي دې!!! خو موږ به په حقه انتقاد کوو انشاءالله نه په ناحقه! ځکه چې په ناحقه انتقاد خو جوت بغاوت دی او رڼه ګناه ده، الله مو دې ترې وساتي.
اما پر نظام له انتقاد څخه خو زه په معنوي توګه ډارېږم! ځکه چې همدغه ګلاب اسلامي امارت مو د اسلام ګردجن او مړاوی تاريخ بېرته ځلاند کړ او ټولې غربي دسيسې يې دلته له پيازو او ګشنيزو سره دړې وړې کړې او د اسلام توغ يې تر ټول بيرغونو لوړ کړ.

امین وردګ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *