بېلابېلې لیکنې

۷ عملونه؛ که نور یې غلط هم بولي، تاسو پرې افسوس مه کوئ!

ژباړه او زیاتونه هر انسان غلطيانې کوي او په دې سره د ژوندانه د مخکې بیولو لاره پیدا کیږي؛ خو کله هم چې مونږ څه سهوه

محمد علي عظمت

ژباړه او زیاتونه
هر انسان غلطيانې کوي او په دې سره د ژوندانه د مخکې بیولو لاره پیدا کیږي؛ خو کله هم چې مونږ څه سهوه وکړو، خلک یې غلط وبولي او مونږ هم د بښنې په غوښتلو سر وړاندې ځو؛ مګر یو حقیقت دا هم دی، چې په خپلو ځینو غلطیو باندې باید هیڅ افسوس ونکړو، ځکه زمونږ د ذهني او جسمي روغتیا له پاره ګټورې ثابتیږي.
دلته به ۷ داسې اقدامات درسره شریک کړم، چې کله ناکله یې خلک ښه و نه بولي؛ خو ته نه یوازې دا چې بښنه باید پرې و نه غواړې؛ بلکې په فخر سره یې ترسره کړې.
۱ ــ تل د سپینې خبرې کول:
ځینې انسانان تل درواغجن وي، چې همېشه ترې خلک خوشحاله وي، بعضې یې د خپل ځان او نورو خوشحالولو په خاطر کله، درواغ او کله رښتیا وایي؛ خو ځينې نور بیا هیڅکله له رښتیا ویلو نه ډاریږي، که څه هم رښتیا ویل ډیر ترخه وي. خو باید تاسو ته معلومه وي، چې تل درواغ ویونکی هر وخت له ځانه سره خفه وي او بالاخره خلک هم یوه ورځ د هغه په درواغو ګېر کولو سره ترې خفه شي، څه ښه یې ویلي، چې: (کوږ بار تر منزله نه رسیږي). دوهم ډول خلک چې منافقانه خوی کوي، نه ځان او نه بل خوشحالولی شي. خو دریم قسم وګړي بیا د یوې شیبې له پاره تا ته خفګان در رسوي؛ مګر که د هغه په خبره فکر وکړې، رښتیا ویل به یې خوند درکړي.
۲ ــ د ژر ویده کېدلو عادت:
ډیری خلک او په ځانګړې توګه د ماشومانو طبقه د ماخوستن له مخې ژر ویده کیږي، چې په ځينو رواجي ټولنو کې که د مشرانو تر ویده کېدلو وړاندې داسې وشي؛ نو له ګناه کبیره نه هم ستره خطا بلل کیږي. خو تاسو کله هم داسې مه کیږئ، که چیرې په یو سخت مجلس یا د ملګرو په منځ کې د شپې تر ناوخته ایسار وئ او ستوماني محسوسوئ؛ نو ژر ویده شئ، په دې کې هیڅ هم بد او غلط نشته، ځکه خوب زمونږ پر صحت مستقیم اغېز کوي او لازمه ده چې خپله ستړیا په ارام خوب سره له منځه یوسو؛ ځکه طب او ساینس په دې اند دي چې ستړیا او خوب نه کول روحي او عصبي ناروغي رامنځته کوي. نو که چیرې په دې وخت کې مونږ د ژر وېده کېدلو کوښښ وکړو؛ نور وګړي دې نه خفه کیږي.
۳ ــ غوڅ انکار:
کله ناکله غوڅ انکار د خلکو زړونه ماتوي؛ خو ډیر کله بیا د مقابل لوري زړه بې غمه کوي، د بېلګې په توګه: پلار یا د کورنۍ مشر دې د داسې څه کولو امر درباندې وکړ، چې هیڅ یې نشې کولی؛ نو له چوپېدو او غلي درېدلو غوره ده، چې غوڅ انکار وکړې او ووایې: دا کار نشم کولی! زه یې توان نلرم. ځکه که داسې ونکړئ، ښايي هغوی ته دغه کار مهم وي او تا نه وي رسولی؛ نو د مقابل لوري زیات عصبي فشار او غوسې مخه بیا څوک نشي نیولی.
۴ ــ خرابه دوستي پرېښودل:
انساني ټولنه کې ډول، ډول خلک ژوند کوي که ډیر ښه وګړي پیدا کیږي؛ نو ډیر بد هم شته او کله چې ستاسې کوم دوست یا خپلوان بدکاره او بېخونده انسان وی؛ نو په دې کې کوم شرم نشته چې هغه ته یې سپینه ووایئ، پوهه یې کړئ او که بیا هم نه سمیږي؛ نو دوستي ورسره ختمه کړئ؛ ځکه چې (اوسې په خوی به د هغو شې) نو خدای مه کړه چې د هغه بدکاري تا هم په بدو لارو سر نکړي. بله دا چې دوستي یو ډول ځانګړې اړیکه ده او لومړنی اصل یې دوه اړخیز احترام او ښه سلوک دی؛ نو باید چې دوست ستا په نیوکه خفه نشي او نه په دوستي پرېښودلو؛ ځکه کله ناکله مجبورۍ ډیرې وي. او تل هم داسې نشي کېدلی چې: (د ناچارۍ میرمنه واخلم ــ سړی به ستړی وي د بل زړه به ساتینه)
۵ ــ ژر ځواب نه ورکول:
کله ناکله داسې پېښ شي، چې مقابل لوری په کومه فیصله کې ستا حتمي نظر وغواړي یا ستا پرېکړې ته په سترګو وي، چې ژر یې باید ورته اعلان کړې او ته فکر کوې، تر څو ښه فیصله وکړې؛ نو باید چې مقابل لوری دې په وخت نیولو خفه نشي؛ ځکه یوه موضوع دری اړخه لري: (زما نظر، ستا نظر او معقول نظر) لازمه ده چې انسان تر معقول او منطقي نظره ځان ورسوي، خدای دې وکړي، چې ساعتونه وخت ونیسي.
۶ ــ د خپلو ارمانونو پوره کول:
انساني فکرونه سره بدل دي، زما او ستا نظر هم یو نه دی، زه چې څه وایم یا لیکم ښايي ستا خوښ نشي؛ خو لازمه نه ده چې د هر تن وګړي فکر، هیله او ارمان دې له بل سره یو شان وي. ډیری خلک د خپلو ارمانونو پوره کولو هیله لري؛ خو د کورنۍ له منفي غبرګون سره مخ کیږي، چې په دې سره هغه د خپلو خوبونو پوره کول او عملي جامه وراغوستل پریږدي؛ خو باید چې داسې ونشي؛ ځکه د خپلو فکرونو تر عملي کولو، د خوبونو پوره کولو او ارمانونو ته تر رسېدلو غوره څه نشته.
۷ ــ ځان ته پاملرنه:
زمونږ (ځینو اسیايي هېوادونو) ټولنې رواجي، کلتوري او د محدود فکر څښتنې دي، دلته ډیر کله ځان پاک ساتل، په ایسري کړو (اوتو کړو) جامو کې ګرځېدل، د کرمچ بوټانو پوښو کول، د تور کوټ اغوستل، د غوړو وېښتو درلودل او په لوکس موټر کې ګرځېدل سټایل او ځان ښودنه بلل کیږي، چې له یو خوږ ملګري پرې بل ملګری خفه کیږي او حال دا چې حالات بدلون کوي او انسان هم د ترقي پر لور دی؛ نو د ځان ساتنه او په ښه توګه خپل بدن ته توجو کول کومه ګناه نه ده؛ بلکې د ځان ساتل فرض دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *