
چې پر کوټ د کالنجر خپله سپاه
خيژوله پښتانه غازي شېرشاه
رژېدلې ککرۍ د ژوبله ورو
په ځوانیو سړېده د مرګي خواه
بهېدلې خپلې وینې د جګړنو
د مېړانې غېږ ته وړه بري پناه
نژدې وړ له پښتنو غازیانو سوبه
چې یې اور باروت خانې واخیست ناګاه
ډېرې هیلې د زړو پاتې شوې نیمګړې
ډېری برندې ځوانۍ شولې نیمه خواه
ډېر مېړونه پکې وسول د غازیانو
هاله وې د ننګ پټن مکوټ شېرشاه
دروږ کړی مې دی سر دا ستا په مینه
د جهان د پادشاهانو پادشاه!
څو مې ږغ د سوبې نه دی تر غوږ شوی
په رحمت سره مې ټينګه لره ساه
لمسول یې پښتانه بسمل پوځونه:
نه ده کورټ د نامیندۍ د رب درګاه
ننګیالو! لکه زمري ورځئ پر تورو
دی بری په یقین «نصر من الله»
وینې راغلې پر ایشناو پښتنو مټ کړ
په یوهي رغل یې کا غلیم تباه
چې خبر د سوبې راغی تر شېرشاهه
له ښادۍ ورباندې تنګه شوه بارګاه
وې: غازیانو! مبارکه مو دا سوبه
پر حالت د زکندن دی خدای ګواه
چې غالب له دې دنیا ځمه مسعود یم
نور ارمان مې پر دنیا نشته خوشنود یم
عبدالشکور رشاد