لیکنېمقالی اوتبصرې

دستمزد را هدف خود در کار قرار ندهید!

دا حقيقت دی چې معاش د انسان اړتيا او ضرورت دی او بېله معاشه کار هم نشي کېدای،خو په دنده کې معاش د ځان هدف او مقصود مه ګرځوه،بلکې هدف د الله تعالی رضايت او د خپلو خلکو او نظام خدمت وګرځوه تر څو دې الله تعالی په کار کې برکت واچوي او په آرام زړه خپل کار هم پر مخ بوزې.
دا په تجربه ثابته شوې چې د معاش لپاره وظيفه کول د دې تر څنګ چې برکت به ونه لري انسان به په دنده کې له برياليتوبه هم محروم وي او له يو ډول غفلت او ټنبلۍ سره به مخامخ کېږي ځکه د ده ټول فکر به د معاش لپاره وي چې څنګه يې ډېر کړي او يا يې څنګه ثابت وساتي؟ چې طبعاً په داسې حالاتو کې د کار معنويات او په کار کې للهيت له منځه ځي او د مادياتو په محبت کې انسان غوټه کېږي.
د مادياتو په محبت کې غوټه کېدل په هر مسئوليت کې د انسان د ناکامۍ لپاره لوی سبب دی ځکه د همدغه محبت له امله انسان رشوت اخلي، په هر ډول چې وي د خپل معاش ډېرولو هڅې او کوښښونه کوي، د زياتو پيسو لاس ته راوړلو لپاره فساد او درغلۍ ته مخه کوي آن تر دې چې په خپل ټاکل شوي معاش قناعت نه کوي ځکه نو ممکن د خپلې رسمي دندې سره سره بله وظيفه هم وکړي او يا هم د خپلې وظيفې له محدوديته بهر د امتيازاتو لپاره کوښښ وکړي چې په نتيجه کې په خپله رسمي وظيفه کې له غفلت او ناکامۍ سره مخامخ کېږي.
د مسلمان لپاره په هر کار کې د نيت اخلاص ډېر مهم دی، که په مباح کار کې مسلمان خپل نيت سم کړي ارومرو به الله تعالی پر هغه ثواب ورکوي له همدې امله زبيد يامي رحمه الله فرمايي: زه خوښ لرم چې په هر شي کې نيت ولرم، آن تر دې چې د ډوډۍ په خوړلو او اوبو څښلو کې هم نيت ولرم.
وعن زُبَيدٍ اليامي، قال: إنِّي لأحبُّ أن تكونَ لي نيَّةٌ في كلِّ شيءٍ، حتى في الطَّعام والشَّراب.[جامع العلوم والحکم] دا معلومه خبره ده چې په نظام کې وظيفه کول د هيواد، نظام او خلکو په خير تمامېږي نو که څوک خپل نيت د الله د رضامندۍ لپاره سم کړي نو الله تعالی به يې ارو مرو په دنده کې مرسته کوي او په دنده کې به برکټ او برياليتوب هم ورته نصيب شي، نو ښه خبره دا ده چې انسان په ښه نيت خدمت وکړي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *