دینې لیکنې

د تزکيې او تصوف معنی او اړيکه

مونږ بايد په دې پوه شو چې د تصوف او تزکيې توپير يوازې په اصطلاحاتو کې دی؛ نور نو د دواړو هدف

 دوهمه برخه / ليکوال: مولوي وقايت الله وقار
مونږ بايد په دې پوه شو چې د تصوف او تزکيې توپير يوازې په اصطلاحاتو کې دی؛ نور نو د دواړو هدف يو دی او د همدغه يوه هدف لپاره سلفو علماوو دغه اصطلاحات کارولي دي، (د زړه اصلاح ) په داسې توګه چې د ټول ژوند په اړه د انسان داسې لارښود شي چې د شريعت مطابق ېې برابر کړي، د تصوف او تزکيې محوري نکته ده، البته توپير په دې کې دی چې تزکيه په نصوصو کې په همدغه نوم ياده شوې ده او تصوف بيا د ځينو ځانګړيو لاملونو له کبله د هغې علم نوم ګرځېدلی چې پوهانو يې په ځان دا خبره لازمي کړې وه چې د ځان په اصلاح سربېره به د نورو د اصلاح لپاره په داسې لارو چارو فکر کوي چې په رڼا کې يې ژوند د دين له روح سره برابر شي، هغوی الله تعالی په خپل ځان حاضر او ناظر وګڼي او د ژوند په ټول مزله کې داسې څه تر سره نه کړي چې د الله تعالی د خفګان لامل ګرځي او له داسې څه څخه وروسته نه شي چې الله تعالی ورنه غوښتي وي. دا هم درسته ده چې د تصوف تر چتر لاندې ځينې باطلې او ناروا طريقې او عقېدې په اسلامي ټولنو کې رواج شوي دي، ولې مونږ بايد په دې پوه شو چې دغه باطلې، ناروا طريقې او عقېدې باطلې او ناروا دي، دا چې چا په دغه نوم او که په بل نوم راننويستلي وي، يو ناروا کار ېې کړی دی، نور نو ددې معنی دا نه ده چې مونږ دې ددې له کبله له ټول تصوف، د تصوف له سالمو چوکاټونو او اهدافو سره دښمني وکړو. هغوی چې وايي: تصوف کفر دی، بدعت دی او… او دېته ورته خبرې کوي، دوی نو د تصوف هغه اړخ ته پام کړی چې ټول په ناروا ولاړ دی، يعنې د دوی دا فتوا د تصوف د هغه لوري اړوند ده چې په باطلو عقېدو او حرامو طريقو ولاړ وي، پاتې شوه د نفس تزکيه چې په خاصه توګه صوفي علماوو ورته د شريعت مطابق چوکاټونه ښودلي دي، قطعا دلته مراد نه دي او دا به بې له شکه چې افراط وي چې ووايو، تصوف ټول رد دی او دا هم تفريط دی چې ووايو: د تصوف په اړه چې هر چا څه ويلي دي، ټول صحيح دي. د انصاف دريځ دادی چې په تصوف کې ځينې کفري اندونه هم داخل شوي دي، ځينې ناروا طريقې هم پکې ورګډې شوې دي، ولې په مجموع کې چې د اصيل تصوف مرکزي نکته څه ده، هماغه د تزکيې هم ده او د ترکيې او تصوف قوي رابطه ترې معلومېږي، که څوک د تصوف له اصطلاح سره وران وي، کولای شي چې د تزکيې اصطلاح ورته وکاروي، مګر دا به هيڅکله د منلو نه وي چې مونږ دې دغه ټوله اصطلاح داسې رد کړو چې له مخې ېې نه يوازې د سلفو د علماوو رحمهم الله سپکاوی هم وشي او ددې ترڅنګ هغه تجربې چې له الله تعالی سره د اړيکې په قايمولو کې مؤثرې ثابتې شوې دي او په سرو زرو د ليکلو دي، هم له منځه يوړل شي. دا په دې ځای کې د انصاف خبره ده او په دې بايد مونږ ټول قناعت وکړو. د نفس پاکوالی ډېر مهم دی، قرآن کريم ددې اعلان کړی چې په انسانانو کې هماغه کامياب دی چې خپل نفس پاک کړي، فرمايي: ژباړه : يقينا هغه څوک بريالی شو چې ځان ېې پاک کړ، د خپل رب نوم ېې واخيست او لمونځ ېې وکړ.
امام ربيع، حسن بصري او زجاج رحمهم الله فرمايي: يعنې هغه څوک کامياب دی چې عمل ېې پاک او د ښه اغېز لرونکی وي.
امام قتادة رحمه الله فرمايي: هغه څوک مراد دی چې نېک عمل وکړي. (اللباب فی علوم الکتاب للشيخ سراج الدين عمر الدمشقي)
په بل ځای کې فرمايي: ژباړه: يقينا هغه كس بريالی شو چې خپل نفس ېې له ګناهونو پاک کړ او هغه څوک تاواني شو چې په ګناهونو کې ېې پټ کړ.
امام ابن کثير رحمه الله په خپل تفسير کې ددغه ايتونو په تفسير کې روايت راوړی چې عبد الله بن عباس رضي الله عنهما فرمايلي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به دا دعاء ډېره لوسته: «اللَّهُمَّ آتِ نَفْسِي تَقْوَاهَا، أَنْتَ وَلِيُّهَا وَمَوْلَاهَا، وَخَيْرُ مَنْ زَكَّاهَا»
ای الله، زما نفس ته خپله تقوا ورکړه، ته ېې دوست او مولا ېې او ته په ټولو نفس پاکوونکو کې غوره ېې.
علامه صابوني رحمه الله د پورته ايتونو لاندې ليکي: دا د قسم ځواب دی، يعنې هغه څوک يقينا بريالی شو چې خپل نفس ېې په الهي طاعت پاک کړ او د هر ډول ګناهونو له پليتۍ څخه ېې وژغوره، هغه څوک تاواني دی چې خپل نفس ېې په کفر او ګناهونو سپک کړ او د هلاکت کندو ته ېې وغورځاوه او دا ځکه چې هغه کس چې د خپل نفس تابعداري ېې وکړه او د خپل رب د امر مخالفت ېې وکړ؛ نو دا د هوښيارو له ډلې لرې شو او له ناپوهو او غبيانو سره يو ځای شو. (صفوة التفاسير)
که په دغه دوه سورتونو کې فکر وشي؛ نو معلومېږي دا چې د انساني نفس معنويت او ارزښت هلته لوړېږي چې کله د خپلې تزکيې په لټه کې شي، له هر ډول پليتيو او چټليو څخه خپل ځان پاک کړي او سوچه اوسي، څومره چې يو نفس ډېر پاکېږي، هماغومره ېې له الله تعالی سره نږدېوالی ډېرېږي او هماغومره د نېکمرغۍ په طرف نږدې کېږي او څومره چې يو نفس ډېر په فسادونو ککړېږي، هماغومره له الله تعالی څخه فاصله اخلي او په هماغه اندازه خپل ارزښت له لاسه ورکوي، همدغه مفهوم د تقوا هم دی، د تقوا په اړه چې الله تعالی فرمايي:
ژباړه: يقينا په تاسو کې د الله تعالی په وړاندې تر ټولو زيات عزتمن له الله تعالی څخه زيات وېرېدونکی دی. الحجرات 13 ددې معنی همدا ده چې د الله تعالی په وړاندې د هغه نفس مقام ډېر پورته دی چې تقوا لرونکی وي او په شرعي چوکاټ کې پاک ساتل شوی وي، کوم نفسونه چې د خواهشاتو او ګناهونو په ګردونو چټل شوي وي، د هغې قيمت د چټلۍ په اندازه راښکته دی.
په بل ځای کې الله تعالی ددې اعلان کړی چې کوم کسان د خپل نفس تزکيه کوي؛ نو د هغوی لپاره اوچتې درجې دي، فرمايي: ژباړه: څوک چې په داسې حال کې چې مؤمن وي او نېک عمله وي، الله تعالی ته راشي؛ نو د دوی لپاره اوچتې درجې دي، داسې جنتونه چې له ماڼيو لاندې به ېې ويالې بهېږي چې دوی به پکې د همېشه لپاره پکې اوسېږي او دا د هغه چا بدله ده چې خپل ځان پاک کړي. (طه: 75-76)
قرآن کريم ددې سپيناوی هم کړی چې د پېغمبرانو عليهم السلام په دندو کې يوه دنده د نفسونو تزکيه هم ده.
په همدغه ډول يو حديث شريف هم شته چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه: په خلکو کې تر ټولو زيات عزتمند څوک دی؟ هغه وفرمايل: هغه چې ډېر متقي دی. (مسند أحمد)
علامه صابوني رحمه الله په خپل تفسير (صفوة التفاسير) کې ددغه ايت کريمه لاندې دوه احاديث راوړي، په يوه کې دي: «من سرَّه أن يكون أكرم الناس فليتَّق الله»
څوک چې په دې خوشالېږي چې په خلکو کې تر ټولو زيات معزز شي؛ هو له الله تعالی څخه دې تقوا وکړي.
او په بل کې راغلي: «الناسُ رجلان:رجل برٌّ تقيٍ كريم على الله تعالى، ورجل فاجر شقي هيّن على الله تعالى» خلک په دوه ډوله دي: يو هغه چې نېکان، متقيان او د الله تعالی په وړاندې عزتمن دي او بل هغه چې بې لارې، بدبخته او د الله تعالی په وړاندې سپک دي.
د صحيحينو حديث دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: « الحَلاَلُ بَيِّنٌ، وَالحَرَامُ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا مُشَبَّهَاتٌ لاَ يَعْلَمُهَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ، فَمَنِ اتَّقَى المُشَبَّهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ: كَرَاعٍ يَرْعَى حَوْلَ الحِمَى، يُوشِكُ أَنْ يُوَاقِعَهُ، أَلاَ وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى، أَلاَ إِنَّ حِمَى اللَّهِ فِي أَرْضِهِ مَحَارِمُهُ، أَلاَ وَإِنَّ فِي الجَسَدِ مُضْغَةً: إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ، أَلاَ وَهِيَ القَلْبُ «
حلال واضح او حرام واضح دي، ددې ترمنځ ځينې مشتبه کارونه دي چې ډېری خلک ېې نه پېژني، چا چې له مشبهاتو څخه ځان وساته؛ نو ده خپل دين او عزت وژغوره او څوک چې په شبهاتو کې واقع شو، لکه يو شپونکی چې د څراګاه چاپېره څر کوي؛ نو نږدې ده چې څراګاه ته ېې څاروي ننوځي، خبر شئ چې د هر پاچا سرې کرښې دي، خبر شئ چې په ځمکه کې د الله تعالی سرې کرښې هغه دي چې حرام کړې ېې دي، خبر شئ په بدن کې يوه توکړه ده چې که اصلاح شوه؛ نو ټول بدن ورسره اصلاح کېږي او که فاسده شوه؛ نو ټول بدن ورسره فاسد ګرځي، خبردار، هغه زړه دی.
تقوا او تزکيه تقريبا سره نږدې نومونه دي، تزکيه له بدو خصلتونو څخه د ځان پاکول او په ښو خويونو د ځان رنګول دي او تقوا هم له ګناهونو څخه ځان ساتلو او د نېکيو تر سره کولو ته وايي، له دې کبله نو هر هغه څه چې په تقوا کې دي په تزکيه کې هم شته او هر هغه څه چې په تزکيه کې دي په تقوا کې هم شته.
قرآن کريم په بېلابېلو ځايونو کې په تقوا امر کړی دی، د متقيانو صفات ېې ذکر کړي دي، د تقوا په وړاندې ېې د خنډونو تذکره کړې ده او د تقوا او متقيانو د نېکې بدلې يادونه ېې هم په تفصيلي توګه کړې ده، دا هر څه دا راښايي چې تزکيه د دين مرکزي نکته ده او که په واقعي توګه د دين ټول لوري تر نظر تېر شي؛ نو ويلی شو چې د اسلام مبارک دين روح همدا دی چې انسان او پيری بايد په داسې توګه پاک شي چې د هر ډول بې لاريو په شتون کې بيا هم بې لارۍ ته زړه ښه نه کړي، که کله ورڅخه د انساني کمزورۍ په اساس څه غلطي کېږي؛ نو چې زر خپل رب ته متوجه شي، توبه وباسي او په صراط مستقيم باندې د الله تعالی په توفيق ټول ژوند تېر کړي.
مونږ قرآن کريم لولو، هلته په يوه ځای کې ددې اعلان شوی چې انسان ته عزت ورکړل شوی دی، په بل ځای کې ويل شوي چې انسان په ښکلي جوړښت پيدا شوی دی او دېته ورته نورې لورينې يادېږي؛ خو ولې همدغه قرآن کريم بيا په ځينو ځايونو کې انسان له ځناورو سره تشبېه کړی دی، بلکې له هغوی ېې هم بدتر ګڼلی دی، په ځينو ځايونو کې ېې ويلي چې د ذلت او سپکوالي تر ټولو ښکته ځای ته به ځي (أسفل السافلين) دا دومره تضاد ظاهرا ولې دی؟ حقيقت دادی چې قرآن کريم کې هيڅ تضاد نه شته، ولې دلته د قرآن کريم هدايات په جلا جلا محلونو حمل دي، کله چې وايي انسان ته مو عزت ورکړی دی، هغه د اصل په اعتبار دی، يعنې د انسان پيدايښت چې شروع شوی؛ نو په ډېر احترام همداسې راغلی دی. کومو ځايونو کې چې ېې انسان تر ځناورو هم بدتر ګڼلی، هغه په دويم او درېيم پړاو کې د انسان بغاوت ته اشاره ده، چې انسان په خپل اصلي حالت د خپل ځان د ساتلو کوښښ ونه کړ، بلکې ډېری داسې انسانان شته چې د خپل ځان او خپلو همجنسو د بې لارۍ په هڅه کې شول او ځانونه ېې په زوره د هلاکت او ذلت کندو ته وغورځول، دلته هم د بحث ټکی تزکيه راځي، يعنې هغوی چې نفس پاک کړ، ميدان ېې وګاټه او حقيقي نېکمرغي ېې په برخه شوه او د الله تعالی د رحمت وړ شول؛ خو کومو چې نفس په ايرو کې پټ کړ، ګناهونو ېې پرې واچول او په کيسه کې ېې نه شول؛ نو يا په پوره معنی او يا په يوه څه کچه له نېکمرغۍ بې برخې شول.
دا نيمګړی تر أسفــــــل السافلين ځي
دا تر عرشه چې ورخېږي نو کامل دی
نيمګړتيا همدا ده چې سړی په زوره ځان د ګمراهۍ کندو ته ټېل وهي او کمال همدا دی چې که په هره سختۍ کې وي، انسان پورته لاړ شي، بره يعنې د نېکمرغيو په لټون پسې شي او نېکمرغي خپله ورکه پانګه وګڼي، ورپسې والوځي او تر هغې پورې چې ترلاسه کړې ېې نه وي، کرار کېنني؛ پرې ېې نه ږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *