مقالی اوتبصرې

د زړو موټرو د بندېدو پرېکړه او د خلکو هرکلی

د ماليې وزارت هغه پرېکړه ستایل شوې، چې افغانستان ته به نور یوازې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۳ ماډل موټر را واوریږی.
دغه وزارت وايي، له ۲۰۰۵ کال څخه ښکته موټرو واردات په مطلق ډول بند
دي.
خلک د مالیې وزارت پر دغه پرېکړه خوښي څرګندوي او زیاتوي، د ۲۰۰۵ ماډل موټر زاړو دي، چې له یوې خوا به رش کم شي او له بل لوري به د ککړې هوا مخه ونیول
شي.
عبدالولي خان او محمد عزیز وایي، مالیې وزارت ښه پرېکړه وکړه، ځکه اوس افغانستان له زاړه ماډل موټرو ډک دی او دغه موټر، چې اوس هم ګرځي دغې ته دې یوه طرحه جوړه کړي؛ ترڅو دغه موټر له سرکونو ورک شي.
عبدالولي خان وایي:» دا ښه اقدام دی د زړو موټرو پر وړاندې، ځکه ټیټ ماډل موټر هېواد ته راوړل کېدل، چې په نورو هېوادونو کې ترې کار نه اخیستل کېده. حکومت دغه غوره کار وکړ، چې پر دغه موټرو یې بندیز ولګوه.»
محمد عزیز زیاتوي:» د حکومت دا پرېکړه ښه ده، چې له ۲۰۰۵ ماډل ښکته موټرو په وارولویې یې بندیز ولګوه. زموږ پر ګټه ده. په هغه موټرو هم باید بندیز ولګوي، چې افغانستان لاس نه دي.»
د موټرو مستري سید عبدالله راته وویل، دغه موټر چې حکومت بندې کړي ګټوره پرېکړه ده، ځکه دغه موټر ډېر عوارض لري او د نويو ماډل موټرو په نسبت زوړ سیستم لري او د نورو هېوادونو نه یم خبر چې هلته اوس هم کارول کېږي او کنه خو په افغانستان کې ډېرې زیاتي. اوس چې ټکنالوژي پرمختللې ده باید دلته د پرمختللو موټرو د وارېدودو لپاره حکومت لاس په کار شي.
باید وویل شي چې مالیې وزارت اقتصادي کمېسیون په تائید او د کابینې په منظورۍ له دې وروسته د ۲۰۰۵ ماډل ښکته موټرو ته په هېڅ ډول د واردولو اجازه نه ورکول کېږي او له دې وړاندې د وروستیو لسو کلونو ۲۰۱۴- ۲۰۲۳ ماډل موټرو ته اجازه ورکول کېده چې هېواد ته را وارد شي.
پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *