ټولنه اوکلتور

د ښوونکي دنده څه ده؟

د ښوونکي ارزښت د ښوونې  له ارزښته معلوميږي او دا څومره چې بشر نن ورځ د پرمختګ پړاوونه وهي؛ نو فضيلت ېې د ښوونکي دی، شايد له ښوونکي به

د ښوونکي ارزښت د ښوونې  له ارزښته معلوميږي او دا څومره چې بشر نن ورځ د پرمختګ پړاوونه وهي؛ نو فضيلت ېې د ښوونکي دی، شايد له ښوونکي به ډېره پياوړې مرجع په هيڅ ټولنه کې موجوده نه وي، ښوونکی دی چې د ټولنې د نږدې هر فرد ورته تسليميږي او په لاس ېې پالل کېږي او که وګورو هغه ټولنې چې ناپوهي پکې زياته ده او په مستقيم شکل پکې ډېری خلک زده کوونکي نه دي؛ نو هغوی هم د ښوونکي شاګردان دي، ځکه چې حتما د ټولنې د ناپوهه وګړو په لارښوونه او رهبرۍ کې د پوهو وګړو لاس وي.

دلته چې يوه پوښتنه د ډېر غور وړ ده او شايد په درست ځواب ېې زمونږ ټولنه تغيير شي، هغه داده چې د ښوونکي رسالت څه دی؟ ښوونکی د زده کوونکو په اړه څومره مسؤل دی او آيا د ښوونکي مکلفيت يوازې همدا دی چې خپل ورکړی شوی نصاب تدريس کړي او که نه تر دې ورآخوا ځينې نورې دندې هم شته چې بايد د نن ښوونکي ورته ځير شي؟

ډېر لوستي وګړي او په ځانګړې توګه زمونږ د ټولنې معلم صاحبان په دې نظر دي چې دوی يوازې د تدريس دنده لري او نور نو دا د دوی دنده نه ده چې د زده کوونکي د اخلاقو، عمل او تربيت په اړه دې سوچ وکړي او يا دې هغوی ته په دې اړه کوم هدايت وکړي.

حقيقت خو دادی چې مونږ ته د ژوند په ټولو ډګرونو کې تر رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ښه نمونه نه شته او قرآن کريم هماغه مونږ ته د غوره نمونې په توګه معرفي کړی دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم د معلم مقام او وظيفې ته په اشارې سره ځان معلم ښودلی او اعلان ېې کړی چې د معلم په توګه راستول شوی دی.

استاذ عبدالفتاح أبوغده رحمه الله (الرسول المعلم) په نوم کتاب ليکلی او په دې اړه ېې ښکلي بحثونه ذکر کړي دي.

پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته که وګورو، هغه يوازې په تدريس اکتفاء نه ده کړې او په هيڅ صورت څوک ددې جرئت نه شي کولی چې ووايي: پيغمبر صلی الله عليه وسلم يوازې مدرس وو او د خپل دعوتي رسالت په برخه کې ېې يوازې په تدريس بسنه کړې ده. مونږ په پوره ډاډ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک سيرت نه په تأکيد سره دا خبره ويلای شو چې هغه مبارک يوازې مدرس نه وو، بلکې مربي وو، مرشد وو او ناصح وو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د بېلګه ښوونکي په توګه د خپلو ملګرو هر ډول روزنه او ښوونه خپله دنده ګڼلې وه، هغه د لارښوونې او توجيه هيڅ فرصت ضائع کړی نه دی او چې کوم ځای به هم د خير د خبرې او يا د خير د کار ځای وو، خبره ېې کړې ده او کار ېې سرته رسولی دی.

پيغمبري کار چې د بېلګه معلمۍ وياړ له ځانه سره لري، يوازې د وينا اړخ نه لري، بلکې هلته د قولي لارښوونې سربېره عملي قدوه توب هم موجود دی او هلته په تدريسي جهت سربېره د تربيت لوري ته هم کافي پاملرنه شوې ده، دا به نو پوره سپين سترګې وي چې يوڅوک دې په دې اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنلاره نېمګړې وګڼي. له دې ځايه او بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لاس د نيالګيو او لومړنۍ مدرسې د شاګردانو له تعامله دا خبره څرګندېږي چې د ښوونکي دنده يوازې تدريس نه دی، هغه يوازې دا مسؤليت نه لري ټولګي ته راشي، کتاب خلاص کړي وېې وايي او بېرته ولاړ شي، بلکې د هغه د کار يوه مهمه ساحه همدا ده، مګر تر دې هم څو ساحې ډېرې مهمې دي، د زده کوونکو توجيه، تربيت او زده کوونکو ته په اخلاقي او عملي لحاظ نمونه والی هغه اړينې کاري برخې دي چې کېدای شي د نننۍ نړۍ د ښوونکو په کاري لوائحو کې پرې هومره ټينګار شوی نه وي، څومره چې په اسلامي شريعت کې پرې شوی دی.

اسلام د دعوتګر لپاره پر دعوت عمل يوه فريضه ګڼي او دعوت بېله فريضه، کله چې دعوتګر په خپل دعوت عمل نه کوي او د خير خبره او يا کړنه تر نورو رسوي؛ نو دا يو ډول ګناه کوي چې اسلامي شريعت پرې بار بار بدي ويلې ده، دعوتګر هم که ډېر پوهېږي او که لږ، که مشهور او لوی وي او که بې نومه او کوچنی، په هر شکل د ټولنې معلم حسابېږي.

دا نو له تجربو راوتلې خبره ده چې د يوه استاذ د ټول کال بلکې د کلونو تدريس هومره مؤثر نه دی، څومره چې هغه خبره ډېره مؤثره ده چې له زړه ېې راووځي، درد او ويښ احساس ېې تر شا وي، مناسب فرصت کې وي او د زده کوونکي لارښوونه او تربيت پکې موخه وي او دا ځکه چې له زړه راوتلې خبره په زړه مسقيما تأثير کوي او دغه تأثير هلته يقينی دی چې ښوونکی نو په علمي، عملي او اخلاقي لحاظ له زده کوونکي څخه په څو واره زيات غښتلی وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *