لیکنېمقالی اوتبصرې

علم جغرافيه د ټولو علومو مور ده

علم جغرافيه يو ګټور او په زړه پوري ستر علم دی، علم جغرافيه د مځکې له طبيعي، سياسي، ديني، اقتصادي، تاريخي، فکري او اجتماعي جوړښتونو څخه بحث کوي او د مځکې د هرې برخې د اوسيدونکو انسانانو او د هغوی د ژوند د طرز او طريقې مطالعه په کې کيدلی شي، علم جغرافيه په اوسني پرمختللي دور کې د يو اهميت لرونکې او ارزښتناک علم په توګه منل شوې ده، علم جغرافيه په هر ډول علم کې څه ناڅه برخه لري، زياتره علوم په ځينو ځايونو کې جغرافيې ته دومره اړتيا لري، چې د جغرافيې له علم پرته هغه علوم نيمګړي او ناتمام دي، آن د ځينو علومو لوی لوی برخې پر علم جغرافيه مشتملې دي، له همدې امله علم جغرافيه د ټولو علومو مور (Mother of all Sciences) بلل شوې ده.په علم جغرافيه کې پر مځکه د ټولو موندونکو قدرتي او طبيعي شکلونو او جوړښتونو له بيلابيلو زاويو څخه پوهه ترلاسه کيدلی شي، د غرونو، بیدياوو، سمندرونو، سيندونو، لويو اوبو ډمونو، او ځنګلونو په اړه ډول ډول معلومات او ادراکات په کې پراته دي، د دې ترڅنګ علم جغرافيه په نوې ساينسي ټکنالوجي، د جيوګرافۍ د معلوماتو سيستم (G.I.S) او کارٹوگرافۍ (نقشه سازې) کې په خورا لوړ معيار مرسته او کومک کوونکی پيژندل شوی دی، او په نړيواله کچه په همدې ډګر کې علم جغرافيه ټولنه او ملت د ترقۍ، پرمختګ او برياليتوب له صلاحيتونه او استعدادونو څخه برخمن کوي.سياسي جغرافيه د لمر په څېر روښانه ده، سياسي جغرافيه د مځکې پر مخ د سلګونو هيوادونو موجوديت او د هغوی يو تر بله ويش څخه عبارت ده، چې د نړۍ د سياسي معلوماتو او تحولاتو په اړخ کې ډيره مرسته او تعاون کوونکې ده، سياسي جغرافيه انسان د مځکې پر مخ له هر ډول سياسي تحرکاتو او نوښتونو څخه په کره او کوټلي توګه اګاه کوي، ديني جغرافيه د مځکې د هغه برخې څخه عبارت ده، چې د يوه دين او يا ډيرو اديانو د پيدايښت او پايښت مختلف اسرار ه پوري تړلي وي، د بيلګې په توګه اسيا د ټولو اسماني دينونو راټوکېدونکې جغرافيه ده، ځکه د ټولو اسماني دينونو تمرکز پر اسيا دی، د پيدايښت او پايښت پیاوړی او ځواکمن موقعيت يې اسيا ده، نو د اسماني دينونو په ارتباط د مځکې د دې برخې څېړنه او ارزونه ديني جغرافيه ده، همداسې قراني جغرافيه د مځکې د هغه ټولو برخو څخه عبارت ده، چې د هغو برخو په اړه په قرانکريم کې بيانونه راغلي دي.د مځکې پر مخ د هيوادنو اقتصادې حالت يو ډول نه دی، ځيني له اقتصادي اړخه د ارتقاء په حالت کې دي، د ځينو اقتصادي حالت ورځ تربلي ذوب کيږي، د مځکې د يوې برخې د اقتصادي وضعيت د صعود د بلي برخې د اقتصادي وضعيت د نزول او عموماً د مځکې د ټولو برخو د اقتصادي وضعيت څخه بحث اقتصادي جغرافيه بلل شوې ده، همداسې علم تاريخ د علم جغرافيې پرته نيمګړی او ناتمام دی، د علم تاريخ د تکميل او بشپړتيا راز په علم جغرافيه کې نغښتی دی، ځکه د کومو ملتونو، قومونو، شخصيتونو او افرادو په اړه چې تاريخ خبري کوي، هغوی به حتماً د مځکې په يوه برخه کې ژوند کړی وي او د مځکې له يوې برخې سره به تړاوو لري، نو د تاريخي واقعيتونو له اړخه د مځکې د بېلابيلو برخو څخه تاريخي جغرافيه بحث کوي.تر ټولو ستر حقيقت دا دی، چې په اسلامي ټولنه کې علم جغرافيه د لويديځ او ختيځ د فزيکي، فکري، کلتوري او هرډول يرغل په مخنيوي کې مهم رول لوبولی شي، د شرق او غرب ټول طاغوتي افکار او اندونه ردولی شي، که مسلمانان عموماً د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د اندلس، فسلطين او داسي نورو په اهميت لرونکې جغرافیه له وړاندې پوهيدلی، نو هيڅکله به د لويديځ او ختيځ ښاماران د مسلمانانو پر ځيني اهميت لرونکو هيوادونو پراته نه وای او نه به يې د مسلمانانو په ځينو هيوادونو کې خپل مرګوني زهر پاشلي وی، د اسلامي امت تللی برم هم هغه وخت بيرته اعاده کيدلی شي، چې مسلمانان د لويديځ او ختيځ تر تسلط لاندې د اسلامي نړۍ بشپړه جغرافيه وپيژني، د علم جغرافیې په هينداره کې د نړۍ او سلامي نړۍ له ټولو زاويو او اړخونو څخه باخبره اوسي او په دې اړه په اسلامي ټولنو کې عامه پوهاوی رامنځته کړي.
نو د ديني او عصري علومو د ګلبڼ ټولو تږيو بلبلانو ته مو سپارښتنه همدا ده، چې هر علم د لعلونو او قيمت بها ملغلرو يو ستر سمندر دی، خو علم جغرافيه په هر سمندر کې د قيمت بها ملغلرو د موندلو او تر لاسه کولو آسانه لار ده، نو په علم جغرافيه ځان آګاه کړئ، چې په هر سمندر کې په آساني سره لعلونه او قيمت بها ملغلري لاسته راوړئ، او د دې ترڅنګ د اسلامي نړۍ بشپړه جغرافيه وپيژنئ، تر څو د اسلامي امت تر لاس لاندې مځکو باندې د لويديځ او ختيځ ټولې دوکې، فريبونه او دسیسې درته معلومي شي، د هغوی د هر ډول يرغل د مخنيوي لپاره هلي ځلي په کار واچوئ.

مولوي کريم الله کامران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *