روغتیا

هېواد کې په سینه بغل د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ډاکټران وايي، د هوا د سړېدو او چاپېریال د ککړتیا له امله په ماشومانو کې د نمونیا یا سینه بغل

د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ډاکټران وايي، د هوا د سړېدو او چاپېریال د ککړتیا له امله په ماشومانو کې د نمونیا یا سینه بغل ناروغي زیاته شوې ده. ددې روغتون مسولین وايي، که څه هم دوی ته د یو شمېر مرستندویو غیرحکومتي موسسو له خوا درمل ورکول کیږي خو د ناروغانو د شمېر زیاتېدو او د ډاکټرانو او نرسانو کموالي له لویو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د راپور له مخې، د اندراګاندي په روغتون کې د نمونیا یا سینه بغل لپاره په ځانګړي شوي وارډ کې په یوه بستر کې دوه او درې ماشومان پراته دي. د تعداد له مخې ډیر محدود طبي کارکوونکي او اندېښمنې میندې او پلرونه یې درملنه او څارنه کوي. د دغه روغتون د شمیرو له مخې، د تیرکال د نومبر په میاشت کې ۶۷۰۰ ماشومان د سینه او بغل، ټوخي او سالنډۍ له امله په دغه روغتون کې بستر شوي دي. د وړم کال په همدې میاشت کې دغه شمېره ۳۷۰۰ وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *