
په اسلامي نظام کې اقتصادي وده
نور الحق مظهري
اسلامي نظام لکه په نورو برخو کي چي د خپل رعیت د ژوند پوره تأمین ته پاملرنه کوي او هیواد د ترقۍ لوري ته کشوي د تجارت او اقتصاد په برخه کي هم کوښښ کوي چي ټولو وګړو ته پوره آسانتیاوي برابري کړي ځکه د اقتصاد اصلي وده په اسلامي نظام کي وي په نورو نظامونو کي خو اقتصادي وده نسته د اشخاصو وده وي پدې معنی سره چي ځيني اشخاص ډېره وده کوي خو ځيني نور بيا د مسکنت او غربت له کبله د مځکي سره برابرېږي لکه مخکي چي د آزاد بازار له امله همداسي منفي چاپیریال زموږ پر هیواد حاکم سوی وو.
پدې خاطر چي د اسلامي نظام منبع او سرچينه اسلامي شريعت دی او په شريعت کي د دنيوي او اخروي ژوند تأمينول ډېر مهم بلل سويدي نو ځکه اسلامي نظام هم اقتصادي ودي ته ډېره پاملرنه کوي.
د دنيوي ژوند د سمون په اړه الله پاک فرمايي: ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي چي الله پاک تاته درکړی دی (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه. [ القصص: 77]
نو لکه مسلمانو افرادو ته چي دا دستور دی اسلامي نظام ته هم دا دستور دی چي تر خپل حاکميت لاندي رعيت لپاره د ژوند مالي سهولتونه برابر کړي او د خپل هر وګړي د اقتصادي پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.
همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دی چي فرمايي: ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه ددې وېري څخه چي ګويا ته سبا مړکيږې.
[السنن الکبري4932]
ددې روايت په غوښتنه اسلامي نظام هم مکلف دی چي د دنيوي کارونو په کولو کي ډېر جديت وکړي او اساسي اوږدمهالي اقتصادي پلانونه د خپل هيواد او خلګو لپاره جوړ کړي.
د اقتصاد د ودي لپاره څو شيان ضروري دي:
1 – د مال ساتنه؛ چي تجارت بېله دغه ساتني هیڅ امکان نلري ځکه په هر ځای کي چي مال د خطر سره مخامخ وي هلته خلګ تجارت ته زړه نه ښه کوي.
2 – امنيت؛ لکه د نورو کارونو لپاره چي د امنیت شتون ضروري دی د تجارت او اقتصادي پرمختګ لپاره هم ضروري دی ځکه بېله امنيت تجارتي چاري په هیڅ صورت کي پر مخ نسي تللای.
3 – د تجارت سهولت؛ د تجارت لپاره چي کومي آسانتیاوي مهمي دي که هغه برابري نسي تجارت پر مختګ نسي کولای او صادرات او واردات په ټپه دریږي.
4 – خلګو ته د کار زمينه برابرول؛ دا معلومه خبره ده چي ډېر خلګ د کار په مقابل کي د مالي حصول په واسطه پیسې لاس ته راوړي نو چي کله خلګو ته د کار زمينه او کاري فرصتونه برابر وي د خلګو به اقتصادي وضعيت هم سم وي کنه نو ډېر خلګ به د اقتصادي بحرانونو سره مخامخ وی.
5 – د سودي معاملاتو او خودسريو مخنيوی؛ کله چي په کوم هیواد کي د سودي معاملاتو مخه نیول کیږی طبعا هلته مثبت تعادل راځي چي په نتيجه کي هر څوک په آزاده فضاء کي خپل کار کولای سي.
6 – د هيواد داخلي منابع فعاله کول؛ د هر هيواد لپاره داخلي منابع ځکه مهم دي چي د هغو څخه نسبت خارجي منابعو ته په آسانۍ سره
د عوائدو حصول کولای سي او کله چي په هیواد کي د داخلي عوائدو کچه ډېره وي دولت مړیږي چي عادتا پر ملت هم مثبته اغیزه
کوي.
اسلامي نظام د پورته ځانګړتياوو درلودلو سره د ښه اقتصاد لپاره ښه جوګه جوړېدلای سي او هیواد په اقتصادي برخه کي پر پښو درولای
سي.