دینې لیکنېلیکنې

که جنت غواړئ، نو حسد مه کوئ!

مولوي نورالحق مظهري

انس بن مالک رضي الله عنه وايي: موږ د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په مجلس کې ناست وو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: اوس به تاسو ته د جنتيانو څخه يو سړی را ښکاره سي.
انس رضي الله عنه وايي: دا وو چې د انصارو څخه يو نفر را ښکاره سو چې د اوداسه د اوبو څخه يې خپله ږيره پاکوله او خپلې چوټي يې په چپه لاس نيولې وې.
دا بله ورځ هم موږ د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره ناست وو چې بيا يې هغه خبره وکړه او يوه ګړۍ وروسته هماغه نفر له هغه کېفيت سره را ښکاره سو، دا بله ورځ يعني دريمه ورځ هم موږ د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره ناست وو چې بيا يې هغه خبره وکړه او ګړۍ وروسته هماغه نفر د هماغه کېفيت سره را ښکاره سو.
انس رضي الله عنه وايي: کله چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ولاړسو عبدالله بن عمرو بن العاص په هغه سړي پسې سو او ورته ويې ويل: ما خپل د پلار سره خوا بده کړېده نو قسم مي اخيستی چې تر درو شپور پوري به نه ورځم نو که ته ماته اجازه راکړې چې دغه درې شپې ستا سره تېرې کړم تر څو چې زما قسم خلاصيږي؟ هغه سړي ورته وويل سمه ده راځه!
انس رضي الله عنه وايي: عبدالله بن عمرو بن العاص چې درې شپې يې د هغه سړي سره تېري کړي وې وويل: ما دی ونه ليده چې د شپې ولاړ سي او عبادت وکړي خو دومره يې کول چې کله به په خپله بستره کې پر بغل اووښتی نو د الله ذکر به يې کوی او تکبير به يې ويلو تر څو چې د سهار د لمانځه وخت را رسېده کله چې به د لمانځه وخت سو نو ښه اودس به يې وکړ.
عبدالله رضي الله عنه وايي: ما دده څخه په دغه وخت کې هيڅه بده خبره نده اورېدلې او کله چې درې شپې تېري سوې نژدې وو چې زه دده کار ته په سپک نظر وګورم ما ورته وويل:
ای د الله بنده! زما او زما د پلار تر مينځ هيڅ شی نو، ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه درې ځلي واورېدل چې ويل يې: اوس به جنتي انسان تاسو ته راسي هغه به ته را ښکاره سوې، نو ما غوښتل چې زه ستا په هغه عمل باندي خبر سم چې ته يې و داسي لوړي مرتبې ته رسولی يې تر څو زه هم په تا پسې ولاړ سم او هغه عمل وکړم، نو ما خو ته ونه لېدلې چې کوم غټ عمل وکړې! اوس راته ووايه ته کوم عمل کوې چې داسي مرتبې ته يې رسولی يې؟ هغه وويل: زه هغه عمل کوم چې تا راڅخه وليده. عبدالله رضي الله عنه وايي چې کله زه ورڅخه روان سوم د شا لخوا يې راته ناري کړه او ويې ويل: زه بل هيڅ کار نه کوم بې له هغه کاره چې تا زما څخه وليد خو مګر زه په زړه کې د هيڅ مسلمان سره کېنه او بغض نلرم او الله چې کوم خير مسلمان ته ورکړی وي زه پر هغه باندي د هيچا سره حسد نه کوم. عبدالله رضي الله عنه ورته وويل: هغه چې ته يې دغه مرتبې ته رسولی يې دغه عمل دی چې موږ يې نسو کولای.[الزهد لإبن مبارک694]

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *