مقالی اوتبصرې

استکبار له موږه څه غواړي او موږ باید څه وکړو؟

نړیوال استکبار چې امریکایې قیادت کوي له مسلمانانو سره دښمنې نه بلکې له اسلامي نظام سره دښمنې لري

سلطان محمود

نړیوال استکبار چې امریکایې قیادت کوي له مسلمانانو سره دښمنې نه بلکې له اسلامي نظام سره دښمنې لري نوځکه یې په اسلامي امارت خپل فشارونه زیات کړي نه غواړي چې زموږ په هیواد کې اسلامي نظام پلي او پیاوړی شي هغوی اسلامي نظام د ځان لپاره د خطر زنګ بولي او دا ويره احساسوي چې ګویا اسلامي حکومتونه به له دغه اسلامي نظام څخه الهام واخلي او دهغوی له جغ او غړوندې څخه به آزادي ترلاسه کړې او دهغوی ګټې به زیانمنې شي همدا لامل دی چې هڅه کوي داسلامي نظام په مخ کې خنډونه او ستونزې وزیږوي هغوی چې د شل کلنې اوږدې جګړې او زور له لارې پدې ونه توانیدل ددوی په اصطلاح ترهګر لمنځه یوسي بلکې په مقابل کې د امریکا په مشرۍ ټولې نړۍ ماته وخوړه اوس په یوه اوبله بهانه غواړي دولس او حکومت ترمنځ فاصله ایجاد کړي موږ باید کوښښ وکړو خپل ملت په غیږ کې ونسیو او د دوی دهر ډول دسیسو په وړاندې خپل یووالی ثابت کړو او د دوی هره دسیسه پخپل وخت شنډه کړو اسلامي نظام زموږ سره کرښه ده او د دغه الهی نظام د حاکمیت لپاره زموږ ملت په میلیونونو شهیدان ورکړي دهمدغه نظام لپاره زموږ ګران او محبوب هیواد په کنډوالو بدل شوی او دا زموږ مسلم حق دی چې پخپل ګران او محبوب هیواد کې د ملت دغوښتنې سره سم اسلامي نظام ولرو څرنګه چې موږ نشو کولی په امریکا کې اسلامي نظام او په چارو کې یې د مداخلې حق ځان ته ورکړو نوروته هم ددې حق نه ورکوو چې زموږ په نظام نیو کې او په چاروکې مداخله وکړي په اسلامي نظام کې د هرچا حقوق خوندي دي او د برترۍ معیار یې یواځې تقوا ګرځولې تاسي په موږ د جمهوریت او دیموکراسۍ نظامونه تجربه کړل لکه چې فارسې متل دی آزموده را آزمودن خطا است ددغه نسخو بیا استعمال د افغانانو لپاره تیروتنه ده پکار ده چې له خپلو ترخو تجربو له بیا تکرار څخه لاس واخلي او افغانان پریږدي چې پخپله خوښه خپل نظام جوړکړي موږ هم انسانان یو او ددنیا پدې خاورینه کره کې د وسید و حق لرو هیڅوک به داسي ونه مومې چې یوبل ته اړتیا او راشه درشه ونلري موږ له ټولو نړیوالو سره د خبرو او تعامل له لارې دمسایلو حل غواړو خود زوراوجبر له لارې هیچاته د خپل سرنوشت ټاګلو اختیارات نه ورکوو دا زموږ حق دی چې خپل سرنوشت پخپله وټاکو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *